کور / تازه خبرونه / قبايلي طالبان: د بن لادن غچ به واخلو

قبايلي طالبان: د بن لادن غچ به واخلو

د قبايلي طالبانو وياند احسان الله احسان رسنيو ته ويلي چي د بن لادن په مړينه به دوى نور هم پياوړي سي او خپلو ارمانونو ته د رسېدو دپاره به هڅي ګړندۍ کړي.
نوموړي ويلي چي د هغه غچ به ضرور له پاکستان څخه واخلي او په دې هيواد کي به خپلو حملو ته نور هم زور ورکړي.
احسان الله احسان قبايلي خبريال دلاورخان وزير ته په تليفون کي ويلي چي دوى به پر پاکستاني چارواکو، پوځ او پوليسو او قبايلي مشرانو باندي حملو ته زور ورکړي او ډېر ژر به د غربيانو دغه خوشحالي په غم واړوي.