کور / شعر / مسافره شپه

مسافره شپه

سترګی پټی ځان ویده کړم خو قرار نه راځی
شپه د هجران څومره اوږده شوه خوسهار نه راځی
شومو طعالو هسی پنا له تورو غرونو کړمه
چی به دی بیا وکړم دیدن دا می اعتبار نه راځی
ښکلی پالنګ راته ازغی شو اوړم راوړم پکی
لوی پیښور راته سور اور شو ننګرهار نه راځی
مخامخ ستر ګو ته می ودریږی مسکی غوندی شی
دا ستا تصویر رته غږیږی خو ګفتار نه راځی
غمازه تل به تور او شین ویی له غوصی نه راته
اوس ځکه خاندی چی جانان په دی لار نه راځی
که می تور سر سپینه وړی شی انتظار به یی کړمه
سنګروال څله راته وایی چی سردار نه راځی