کور / شعر / غزل

غزل

ما ولیدلي خیاله ګرځیدي دښکلو چم کی
بی شماره درسره چی وي ګیلي دښکلو چم کی
غوغا سوه شورماشور سو چی مین نن سنګسا ریږی
دهر لوری خپری سوی اوازي دښکلو چم کی
چی زړه یی دډ بری غوندي کلک وی هغه دوی دی
ښودلی می ګریوان ریښي ریښي دښکلو چم کی
خاونده دادی څنګه په دی کلی کی مین کړم ؟
ترڅو ته انتظار کړم سري غرمي دښکلو چم کی
ماولیدی په ذکرکي یوښکلی یادولو
په غاړه کی د شیخ چی وی تسفي دښکلو چم کی
داته وی چی خنجر دی وو په لاس کی آی جانانه
پر زړونو چی کولي دي حملي دښکلو چم کی
محفل د فاتحي وو تاندی هیلی وي شهیدی
داوښکو ټولی سوی وي جرګی دښکلو چم کی
دنورو په څیر نه وی تري ژړاوی پورته کیږی
هریو شعر چی (همدرده ) ته لیکي دښکلو چم کی