کور / مرکه / د لر او بر مرکه له ښاغلي شېر یحیا سره

د لر او بر مرکه له ښاغلي شېر یحیا سره

 لر او بر: یحیا صاحب نن د امریکا اولسمشر ښاغلی بارک اوباما رسنیو ته وویل چی امریکایي خاصو قواوپاکستاني پلازمېني ته نږدې پر یوه کور یرغل وکړچی د اقاعدې د ډلی مشر اسامه بن لادن هلته پټ سوی وواو په نتیجه کی دده زوی او دوه ملکری يې و مړه چی امریکایانو د اسامه بن لادن مړی د هند په سمندر کي په اوبو کي لاهو کړ.


شېر یحیا: هو ما هم دا څرګندوني له رسنیو واورېدې.خو زما په فکر دا حقیقت نلري .ما له ډېره وخته راهیسی د اسامه بن لادن په باب معلومات راغونډول او هنډ او هوډ می دا وو چی دده په باره کی څه ولیکم.رشتیا خبره خو داده چی اسامه بن لادن د ۲۰۰۱ کال د ډیسمبر پر ۱۶مه د افغانستان په توړه بوړه کی په خدايي مرګ ،  او په خاصه کړه د پښتورګوله مریضی له وجهي  مړ او همهلته ښخ دئ.په هغه وخت کي یوې مصرې ورځپاڼي د الوفد په نامه دغه خبر خپور کړ(الوفد ، چهارشنبه د ۲۰۰۱ کال د ډیسمبر ۶۲ مه ، ۱۵ م ټوک ۴۶۳۳ نومره د اسامه بن لادن مړینه او د هغه دښخېدو مراسم لس روځي وړاندي)، په دغه خبر کي داسي راغلي دي : د طالبانو د غورځنک یوه لوړ پوړي چارواکي پروند د القاعدې شبکې د مشر اسامه بن لادن د مرګ خبر تايید کړ.ده وویل چي بن لادن د سږو په مریضې اخته او په یوه طبعي مرګ مړ سو.دغه چارواکي چي د خپل نامه له ښوولو ئې ډډه وکړه و « پاکستان اوبزرور » ته وویل چي دی پخپله د بن لادن په ښخولو کي لس روځي پخوا حاضر وواو تر ښخېدو دمخه يې د هغه مخ لیدلی وو« وروستی دیدار؟» تقریبآ ۳۰ تنه دده د القاعدې انډیوالان او همدارنګه دده د کورنې غړو او دده یو څو طالبان ملګري هم هلته ول .دده تر ښخېدو وروسته دده په درناوي د ټوپکو ډزي وسوې .ده دا هم وویل چي دا به ګرانه وي چي دده قبر ومونده سي ، ځکه د وهابیانوله ګروهي سره سم قبرونه شنختي نه لري او دا به ناممکنه وي چي امریکايي ځواکونه دي دده نښي نښانې ومومي .
د امریکايي « فوکس نیوز » له خوا هم دغه خبر د ۲۰۰۱ کال د ډیسمبر د میاشتي پر ۲۶ مه  کټ کټ په همدغه بڼه خپور سو.
د اسامه بن لادن ناروغي انګلیسي « ګارډیین» ورځپاڼي هم تايید کړ.دوی ولیکل« چي اسامه بن لادن د ۲۰۰۱ کال د جولای په میاشت کی ، یانی څه کم دوې میاشتي د سپټمبر تر یوولسمي له حملو مخکي ، په ډبی کي په یوه امریکايي نظامي روغتون کي بستري وو .د سي ای يې د اماراتو د څانګي مشر لری میچل هم دده پوښتني ته راغلی وو او په خورا مهربانۍ يۍ له ده سره خبري کولې او ځکه چي بن لادن د سي ای يې د شبکې یو مهم غړی وو چي دوی د « ټیم عثمان » په نامه نومولی وو.» دا خبر په حقیقت کي ددو فرانسوي لیکوالانو د « نمایشي تروریزم » له کتابه را نقل سوی وو.
د امریکایي سمندري قواو یو پخواني افسر د بوب پاپاز په نامه هم وايي چي بن لادن له کلونو کلونو راهیسي مړ دي او ما دده دغه څرکندونی له نن نه تقریبآ درې اوونۍ مخکی په خپل فیس بوک کي خپرې کړي وې.
د ایف بي ای ژباړونکی ،  مېرمن سیبیل ایډمونډز، چي په خټه ایرانۍ ده ، هم په خپلو مرکو کي دا خبره تایید کړه چي بن لادن د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر تر میاشتي پوري د امریکايی استخباراتو سره نږدۍ همکاري لرل.
د امریکايی سي بي ایس ، تلوېزیوني شبکې په قول د سپټمبر د میاشتي پر لسمه ، یاني یوه روځ پر نیویارک او واشنګټن باندی له حملو دمخه، اسامه بن لادن په لاهور پنډۍ کی په یوه پاکستاني نظامي روغتون کي بستری وو  دده پښتورګي له کاره لوېدلي او دده وینه باید د خاصو ماشینانو په مرسته پاکه سوې وای.دا عجبه خبره ده چي بن لادن د لاهورپنډۍ په یوه روغتون کي بستري دئ او امریکایان ، ددوی اروپایي انډیوالان او سیمه ایز تالي څټي لکه پاکستان په دې خبر دي چي بن لادن چیري او څه کوي خو بیا هم امریکایان طالبان تهدیدوی چي دوی باید بن لادن ور وسپاري که نه نو دوی به پر افغانستان باندي نظامي یرغل وکړي!او پر ټولو دې خبرو سربیره پاکستانیانو بن لادن پرېښود چي افغانستان ته ولاړ سي!!


لر او بر :راځۍ چي د څو شېبو له پاره پر دغه خبره غور وکړو .که چیري ستاسو دا پورتنی خبره درسته وي او اسامه بن لادن لس کاله پخوا مړ سوي وي نو بیا ولي امریکایانو دی اوس «وواژه » ؟


شېر یحیا: ددې خبري ډیر دلیلونه دي : په امریکا کي بیکاري او افلاس ، د ورځنیو ستونځو څخه د خلګو توجه بل لوري ته اړول. امریکايی اولس په سلو کي ۵۴ يې د افغانستان د جګړې مخالف دي.د ټاکنو د مهال رانږدې کیدل ….. او نور خو ددې دلایلو په څنک کي به ښايی چي ځیني عمده دلایل هم وی : هغه اور چي پاکستانیانو زموږ په هیواد کی د تیرو دیرشو کالو راهیسي بل ساتلی دی هغه اور اوس د دوی لمني ته رسېدلی دي.د پاکستان د حکومت دا ناببره وړاندیځ و افغان اولسمشر ته چي امریکایانو ته دي نظامي هډې نه ورکوي په وضاحت د پاکستانیانو وارخطايي څرګندوی او ښیی چي پاکستان اوس په دې پوه سوی دئ چي د امریکایانو شتون په افغانستان کي د یوه خنجر په څېر دئ چي دواړه خواوي خوري! پاکستانیان اوس د یوې چاری په فکر کي دي او دغي « وژني » امریکایانو ته د پاکستان پر ضد یوه ښه بهانه په لاس کي ورکړه:  په ټوله نړۍ کي هیڅوک نور د پاکستان دا خبره نه مني چي دوی د تروریزم سره سروکار نلری.
اسامه بن لادن که اوس وژل سوی وي او یا لس کاله پخوا مړ سوي وي ، بې ګناه وو!
 
د شېر یحیا څخه مننه.