کور / تازه خبرونه / كندهارلويه وياله:دكورچارچاپيره چاوديدونكې توكې شنډسول

كندهارلويه وياله:دكورچارچاپيره چاوديدونكې توكې شنډسول

په كندهار ښارلويه وياله كې پريوه كوردتوغندي دليګېدوله امله دري كسه  ټپيان سوي اوكورته اېښودل سوي په لس ګونوكيلوګرامه چاوديدونكې توكې له چاوديدومخكې شنډكړل سول .
دغه پېښه تيرشپه دلويې ويالي په سيمه كې داستوگني دګڼوكورورونوپه منځ كې رامنځ ته سوي .
دغه كورچې توغندي باندي لګيدلي اوددروازومخي ته يې چاوديدونكې ځاي پرځاي سوي وو ديوايس پي آي دامنيتي شركت ديوه ماموركوردي .
سيمه نن سهاروختي دپوليسواوسوله ساتوځواكونولخواكلابنده سوي وه اوچاته دورتګ اوعكاسي اجازه نه وركول كيدل .
پرسيمه له ورايه دپېښي نښاني ليدل كې دي دخلګوګڼه ګوڼه كمه وه اودكليوالوپه څيروكې دوهم نښي ليدل كې دي .
ځاي خلګوويل چې كه امنيتي كسانوپه سيمه كې چاوديدونكي توكي نه وايي ښنډكړي نوښاي چې زيات زيان به يې رامنځ ته كړي وو.
لويه وياله دكندهارله هغوسيموڅخه ده چې دښاردنوروسيموپه پرتله پكي امنيتي ستونزي زياتي ترسترګوكيږي .
په همدې سيمه كې يوازي امنيتي مامورينوپه تيريوه مياشت كي څووسله والي ډلي اودغلومسلح ګروپونه نيولي دي .