کور / خبرتیا او پيغامونه / د نوي هيلي خپروني د مسولينو لخوا د مبارکـۍ پيغام!

د نوي هيلي خپروني د مسولينو لخوا د مبارکـۍ پيغام!

د نوی هيلی خپرونکې ډله تاسو زوريدلو او کړيدلو خويندو ته    ددی وياړلی او  نيکمرغه ورځی  په مناسبت  خپلی نيکې هيلی او مباره کي وړاندی کوي.


نن ورځ په ټوله نړی کښې  ددی ورځی د لمانځلو په خاطر شانداره غونډی   نيول کيږي  .د هغه نامدارو ښځو په وياړ چې  په نړی کښې  د ښځو د ازادی برابری  اود ښځو سره د تاو تريخ والي
د له مينځه وړلو لپاره نه ستړی کيدونکې هلی ځلی کړی  او نن ئي دا ټول تر لاسه کړي.


تر ۱۹۲۱ م کال پوری د نړی په اکثره هېوادو  کښې  ښځو د د زدکړی ، د کار کولو ، د رائي د استعمالولو، د خپلی خوښی  سره سم واده کولو او نورو روا حقونو څخه بی برخی وی. . په اوسني دوران کښې  د نړی په زياترو برخو کښې  ښځو دا حقونه تر لاسه کړي. نو ځکه  په اتم د مارچ  په ټوله نړی کښې  ددی نړیوالی ورځی په وياړ  جشنونه نيول کيږي  .اود ښځو درناوی کيږي…


په ډيره خواشنی چي لاتراوسه زموږ په ګران هېواد کښې  افغانستان کښې  ښځی  زوريږی ، پلورل کيږي،په زوره واده کيږي ، د خوښې پرته وديږي. وهل ډبول کيږي  ، په بدو کښې ورکول کېږي .


د هيواد په اکثره برخو کښې افغان ښځو ته د زده کړی، کار، رائي ورکولو څخه محروم دي.  .نوی هيلی خپرونی مسوله ډله   د افغان ښځو لپاره برابري پوره انساني ازادي  غواړي .


په اخرکښې  په ټول هېوادکی  د تل پاتی سوله غښتونکی يو
سرلوړی دی وي  په نړی کښې  د ښځو  تر مينځ يووالی  او برابري .



د نوی هيلی مسول