کور / د ډيورنډ کرښه / د ډيورند دتپل شوي اواستعماری کرښې په اړه

د ډيورند دتپل شوي اواستعماری کرښې په اړه

 د لندن د نړيوال کنفرانس پرېکړه ليک


نن د شنبې ورځ د ٢٠١١ ز کال د اپريل ٢٣ چې د ١٣٩٠   هجري لمريز کال د ثور له ٣ نيټې سره سمون لري د ډيورند جرګې په بلنه، يو شمير ټولنيزو، سیاسي پوهانو، ليکوالانو، ژورنالستانو او د فرهنګي او اجتماعي ټولنو او سیاسي ګوندونو استازو او منلو شخصيتونو په ګډون په هيواد مينو لر او بر افغانانو په ګډون د برتانيا په پلازمينه، لندن کې د ډيورند د استعماري کرښې په خلاف نړيوال کانفرانس جوړ شو.


 په دغه کانفرانس کې څيړونکو او تاريخ پوهانو د ملي، تاريخي ،او نړيوالو منل شوو حقوقي ارزښتونو په رڼا کې د ډيورنډ تپلې شوی کرښې په خلاف هر اړخيزې خبرې وکړې اوټولو ويناوالو په ډاګه کړه چې د دې خيالي او تپلې شوې کرښې دواړو خواو پرتو ولسونو هيڅ کله د ډيورند استعماري کرښه له هماغه لومړی ورځې څخه چې يو واحد ملت  يې په دووبرخو ويشلې، نه ده منلې. “ډيورند لاين” يوه نامشروع، غيراخلاقى او ناقونونى کرښه ده.


په ١٩٤٩زيږديز  کال کې د افغان اولس استازو د افغانستان (د افغان ملت د ملي شورى اوومې دورې)  د ١٨٩٣ زيږديز کال، ۱۹۰۵ زيږديز کال، ۱۹۱۹ زيږديز کال، او د ۱۹۲۱ زيږديز کال تعهد ليکونه  لغوه اعلان کړل.


 د يادو شويو حقايقو او پدې اړه د نړيوالو حقوقي موازينو او ارزښتونو په رڼا کې د لندن نړيوال کانفرانس پريکړه کوي چې:


 ١ –  کانفرانس پــه ډيـــر ټينګار سره د ډيورنډ د تپل شوې کرښې پر بنسټ د خپلو ټولو جلا کړی شويو سيمو د استرداد غوښتنه وکړه.


٢ – “ډيورند کرښه” Durand Line يوه خيالي- مصنوعي کرښه ده چې هيڅ ډول عملي، اجرائيوي ،حقوقي او قانوني مشروعيت او اتبار نه لري. کانفرانس د  افغانانو دغه ويش د سيمې د ټولوستونزو او ربړونو بنسټ بولي او د تپل شوې کرښې دواړو غاړو ته پرتو  اولسونو باندې د يووالي د دوام غږ کوي.


٣ – هغه څه ته چې د “ډيورند کرښې”  Durand Line موافقه ليک ويل کيږي، د لاسليک له هماغې لومړۍ شيبې څخه د نړيوالو حقوقو له عمومي پرنسيپونو، نورمونو اوپروسيجر سره په تضاد کې و. هغه نه د يوه خپلواک دولت له خوا، چې د نړيوالو قوانينو له مخې د  لاسليک واک اوصلاحيت ولري، لاسليک شوى، او  نه هم د افغان لوري د ازادې ارادې او رضايت څرګندوى دى.


 ٤ – په تاريخي لحاظ د “ډيورند کرښه” Durand Line نه فزيکي (ډيفکتو) او نه هم د کاغذ پرمخ (ډيجور) حقوقي ارزښت لري. په دې خيالي کرښه کې ټول بشري، جغرافيايي اوحقوقي معيارونه تر پښولاندې شوي. د  يوه واحد افغان ملت واحد وجود يې څيرلى چې د تيرو ١١٧ کلونو په بهير کې ترې وينې بهيږي.


 ٥ –  د ديورند تش په نامه او تپل شوي كرښه د لاسليك له وخت نه را پدى خواه دافغان چارواكو او دولتونو له خوا په رسميت نه ده پيژندل شوى او تل يي په دغه هكله د مقابل لوري د وړانديزونو  په وړاندې دنريوالو حقوقي او قانوني پرنسيپونو او د كرښْى دواړو غاړو اولسونو ارادى ته د درناوى پر بنست د رد حًواب ويل شوى دى.


٦ – لکه څنګه چې په وروستيو څو لسيزو کې ويتنام، المان، يمن سره يو ځاى او هانکانګ په ١٩٩٧ زيږديز کال خپل څښتن ته وسپارل شو، په همدغه ډول افغان اولس هم دا حقوقي او قانوني حق لري چې له هغوى نه جلا کړل شوې خاورې او ولسونه په يوه واحد هيواد افغانستان کې ګډ ژوند ولري.


٧– کانفرانس د افغان اولس د ملي ارزښتونو د پالنې پر بنسټ د سولئيزې سياسي مبارزې په مټ خپلو موخوته د رسيدلولپاره نه ستړې کيدونکې مبارزه کوي. تر هغه پورې به خپلو داسې مبارزو او هڅو ته دوام  ورکړي تر څو د بشپړ افغانستان په جوړيدو سره دا ناسور زخم (“Durand Line”) د بشپړ تاريخي افغانستان له وجود څخه د تل لپاره لرې شوى نه وي.


 ٨ – کانفرانس له نړيوالې ټولنې نه غواړي چې د تاريخي حقايقو په رڼا کې د بشپړ او تاريخي افغانستان د جوړيدو په لار کې پراته خنډونه له منځه يوسي. نړيواله ټولنه دې په دې پوه شي چې په سيمه اونړۍ کې سوله او ثبات د “ډيورند کرښې” د له منځه وړلو او دهغې دواړو خواو ته پرتو اولسونو پر يو کيدو پورې تړلي دي.


 ٩ – دا کانفرنس د ټول افغان ملت پر دښمنانو او قاتلينو غږ کوي چې تر هرې پلمې او عنوان لاندې افغان-وژنو ته د پاى ټکى کيږدي.


١٠ – کانفرانس پريکړه وکړه چې دا پريکړه ليک دې د ملګرو ملتو سازمان سرمنشي، امنيت شورا، د اروپا پارليمان، د اسلامي هيوادونو نړيوال کانفرانس سازمان، د شانګهاى تړون سازمان، د سترو هيوادونو مشرانو او په برتانيه کې کورديپلوماتيک نمايندګانو ته وليږل شي.


١١ – دا پريکړه ليک په دريو ژبو پښتو، دري او انګريزي ترتيب، مهر او لاسليک، او ټول متنونه مساوي حقوقي ارزښت لري.