کور / تازه خبرونه / د ناټو بمباريو طالبانو او عوامو ته مرګ ژوبله واړول

د ناټو بمباريو طالبانو او عوامو ته مرګ ژوبله واړول

رويټرز:
د ملي دفاع وزارت چارواكي وايي د ناټو ځواكونو په بمباريو كي چي تېره شپه ترسره سوي دي طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اووښتې ده.


د دفاع وزارت وياند جنرال ِظاهر عظيمي وايي په دغه بمباريو كي چي د دوشنبې په ماښام د بادغيس په ولايت كي ترسره سوي د ګڼو طالبانو په ګډون د هغوى يو مهم قومندان هم وژل سوى دى.
خو ځايي اوسېدونكي وايي د تېري شپې د ترسره سوي بمبارۍ له كبله ولسي خلګ هم وژل سوي او كورنه يې نړېدلي دي.


د لعل محمد په نوم يوه ځايي اوسېدونكي د رويټرز آژانس ته وويل په وژل سويو كسانو كي دوه ماشومان هم شامل دي او پر جمهور رئيس حامد كرزي يې ږغ كړى چي په بمباريو كي د ولسي وګړو د مرګ ژوبلي د څېړني امر وكړي.