کور / نثر / روسۍ لومړۍ شاعره انا بونینا

روسۍ لومړۍ شاعره انا بونینا

کله چې انا پېتروفنا بونینا پر ۱۷۷۴ کال د روسیې د ریازان ولایت د ( ووروسووه) په کلي کې زېږېدله، نو هیچاهم دا فکر نه کاوه چې نوموړې به ډېر ژر د روسي ادبیاتو د اسمان ښځینه ستوری شي. انا بونینا په خټه د روسیې په هغه لرغوني اشرافي خېل پورې اړه لري چې د و. ا. ژوکوفسکي، د نوبل د جایزې د ګټونکي ایوان بونین او یو. ا. بونین په څېر نومیالي لیکولان، شاعران او ټولنیز شخصیتونه یې نړۍ ته وړاندې کړي دي.
نامتوروسۍ شاعرې انا اخماتووا (احمدوا) (۱۸۸۹ـ۱۹۶۶) پخپل یوه قلمي یادښت کې د انا بونینا په باب داسې کښلي: «… څومره چې سترګې شاوخوا اړوم، زموږ په کورنۍ کې له لومړۍ روسۍ شاعرې انا بونینا څخه پرته چې زما د نیکه اېرازم ایوانوویچ ستوګوف ترور وه، بل هیچا هم شعر نه لیکه…».
انا په خورا کمکیوالي کې یتیمه شوه. د مور له مړینې وروسته د انا پالنه د هغې ترور په غاړه واخیسته. د ترور کور ډېر ژر د نوموړې له پاره د لومړني ښوونځي ځای هم ډک کړ. خو د انا زده کړه ډېره ساده وه او له الفبې او د شمار یا حساب له څلورو قاعدو یې تیری نه کاوه. په دیارلس کلنۍ کې یې د شعر لیکلو ته مخه کړه. لومړنۍ خپره شوې لیکنه یې د «مینې» په نامه یو منثور څپرکی و چې پر ۱۷۹۹ کال چاپ شو. انا د پلار له مړینې وروسته پخپله د ځان په روزنې بوخته شوه، ان تر دې چې د بخت د ازمایلو په موخه یې د پلازمېنې ـ پېترزبورګ لار په مخکې ونیوه. هملته یې د فرانسوي، الماني او انګلیسي ژبو او روسي ادبیاتو زده کړې ته پیلوځی ولګاوه او پخپل دې هوډ کې د لاسته راوړنو څښتنه شوه.
د انا بونینا ورور ای. پ. بونین چې د ماڼو په توګه یې دنده ترسره کوله، هغې ته د پېترزبورګ له ادبي کړیو سره د پېژندګلوۍ ور پرانیست. انا به له هغې وروسته د پلازمینې د لیکوالو په ادبي بنډارونو کې خپل لومړني شعرونه او لیکنې لوستلې. له ۱۸۰۶ کال را په دېخوا د انا بونینا شعرونو ورو ورو د پېترزبورګ په خپرنیو کې غځونې وکړې او ډېر ژر، یانې پر ۱۸۰۹ کال یې د «ناازمویلې موُزه » په نوم لومړنی شعري جونګ له چاپه راووت چې د بري ښاپېریو د مینه والو د تندې د ماتولو په لور بدرګه کاوه. د انا بونینا ځوانمردو مینه والو دغه ټولګه ان د روسیې د امپراتورې اېلیزاویتا پېتروفنا (۱۷۰۹ـ۱۷۶۱) تر لاسونو ورسوله. ټولواکه هم د انا د مینه والو له فرهنګپال یون سره مله شوه او هغې ته یې د کال څلورسوه روبله تقاعد وټاکه(۱).
د روسیې راتلونکې لومړۍ شاعره انا بونینا پر ۱۸۱۱ کال د «کلیوال ماښامونه» تر سرلیک لاندې خپله بله نثري لیکنه خپروي. خو په پېترزبورګ کې یې غبرګې خوېندې ـ بې کسي او بې وسي دواړه د ژوند له ملتیا نه لاس نه اخلي او اقتصادي تنګسیا یې وخت ناوخت د شاعرانه جونګړې ور ورټکوي. ان تر دې چې د روسیې د پوهنو اکاډیمي د شاعرې تنګلاسۍ ته په پام سره د هغې د شعرونو دیوان پخپل لګښت په دریېو ټوکو کې ورچاپوي (۱۸۱۹ ـ ۱۸۲۱).
انا چې دغه مهال یې د روسیې په ادبي بهیر کې نوم خپور شوی و ناڅاپه د چنګاښ (سرطان) پر ناروغۍ اخته شوه. د روسیې تر ټولو تکړه ډاکټران یې پر درملنې بوخت شولږ دا خو لا څه چې پخپله امپراتور یې هم د روغتیا پوښتنه کوله. په پای کې ډاکټرانو پرېکړه وکړه چې د لا ښې درملنې له پاره باید هغه انګلستان ته ولیږي. نوموړې هلته دوه کاله (۱۸۱۵ ـ ۱۸۱۷) پاتې شوه.
انا بونینا په انګلستان کې د درملنې پر مهال والتر سکاټ (۲) ته یو لیک ولېږه چې د «مارمیون» په نامه د هغه نامتو منظومه یې په کې خورا ستایلې وه. خو ناروغۍ د انا پر ادبي فعالیت ترخه ټپونه پرېښودل، داسې چې روسیې ته له راستنېدو وروسته یې شعرکښونکې ګوتې ورو او پڅې شوې. د ژوند وروستي پینځه کلونه یې په مسکو او د ریاژسک په کلي کې تېر کړل. ناروغۍ ان تر دې وکړوله چې نوره څملاستی هم نه شوه او زیات وخت به یې پر زنګنو باندې د ناستې په حالت کې تېراوه.
انا بونینا یوازې شاعره او لیکواله نه، بلکې تکړه ژباړونکې هم وه. هغې «د شاعرۍ قاعدې» تر نامه لاندې د شارل باتېو (۳) د نامتو اثر لنډیز په روسي وژباړه. دغه راز یې «د شاعرۍ هنر» په نامه د نیکولا بووالا (۴) څېړنه روسي ژبې ته واړوله. برسېره پردې یې د «هاجر په دښته کې» (۵) تر سرلیک لاندې د س. ژانلیس ډرامه هم روسي ته وژباړله.
انا بونینا نه یوازې د لرغوني یونان له شاعرۍ سره ژوره مینه درلوده، بلکې پخپله یې هم عاشقا نه (تغزلي) شعرونه ویلي دي. له همدې امله ځینو ادبپوهانو او کره کتونکو هغه د «روسي ساپفو» (۶) او «لسمې موُزه» (۷) په نامه یاده کړې ده. هو، انا نه یوازې د فلسفي او حماسي موضوعګانو په باب شعرونه ویلي، بلکې ښځینه ـ عاشقانه شعرونه یې هم پخپله شاعرانه لمن کې زنګولي دي. مخکې تر دې چې مرګ یې د تل له پاره پخپله لمن کې زنګولو ته وروبولي، د «خپلوانو ته!» په نامه یې یو شعر لیکلی چې د پښتو ژباړې هڅه یې لاندینۍ بڼه خپلولی شي، (توکل په خدای!):
زه چې لاړم ګرانو خپلو! پروا نه کا
ستاسو خوښه که مې پالئ که مې ژاړئ

روح چې ووځي له بدنه هوا وکا
بیهوده ده که زړه سوی یا مینه غواړئ
په پاې کې د ۱۸۲۹ کال په دسمبر کې ناځوانه مرګ د لا ځوانې انا بونینا شاعرانه ژوند ته د پای دروند ټکی کېښود.
ـــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) زما په اند دا خبره سمه نه ده، ځکه چې امپراتوره اېلیزاوېتا پېتروفنا د انا بونینا تر زېږېدو دیارلس کاله پخوا، یانې د ۱۷۶۱ کال د دسمبر پر ۲۵ مړه شوې وه. پر۱۸۱۱ کال د روسیې امپراتور لومړی الکساندر (۱۷۷۷ ـ ۱۸۲۵) و چې د واکمنۍ موده یې له ۱۸۰۱ نه تر ۱۸۲۵ پورې وه او د روسیې لسم ټولواک ګڼل کیږي. لومړي الکساندر ته روسان «ستر الکساندر» او «مبارک الکساندر» هم وایي چې د ل. ن. تولستوی په شهکار «جګړه او سوله» کې یې هم د تدبیر او مېړانې یادونه شوې ده. نوموړي پر ۱۸۱۲ د فرانسې امپراتور ناپلیون ته ماتې ورکړه. (ژباړونکی)
(۲) والتر سکات (۱۷۷۱ ـ ۱۸۳۲) وتلی سکاټلنډی ـ بریتانوی شاعر او لیکوال و چې ګڼ شمېر ادبپوهان یې د تاریخي ناول بنسټ ایښودونکی ګڼي. (ژباړونکی)
(۳) شارل باتېو (۱۷۱۳ ـ ۱۷۸۰) فرانسوی فیلسوف، ښکلاپوه، روزونکی او د فرانسې د پوهنو د اکاډیمۍ غړی و چې د ښکلاپېژندنې په باب څېړنې یې د بېبلابېلو کره کتونو او ادبپوهانو تر منځ ناندریزې ارزول شوې دي. (ژباړونکی)
(۴) نیکولا بووالا دېپریو (۱۶۳۶ ـ ۱۷۱۱) فرانسوی شاعر، کره کتونکی او د کلاسیسیزم په باب د څېړنو کښونکی و. نوموړی په تېره د طنزي او نېشلرونکو لیکنو قلموال ګڼل کيږي. (ژباړونکی)
(۵) «په دښته کې هاجر» د فرانسوۍ لیکوالې ستېفاني ژانلیس (۱۷۴۶ ـ ۱۸۳۰) لیکنه بلل شوې ده. ژانلیس خپلو عاطفي او ولولویزو ناولونو او د فرانسې د پاچا لويس یا لوئي فیلیپ (۱۷۷۳ ـ ۱۸۵۰) په روزونه کې د رول له امله د نوم او شهرت خاونده شوه. هاجر په خټه مصرۍ او د ابراهیم (ع) د مېرمنې سارا کنیزه وه. څرنګه چې سارا بچیان نه شول زېږولی، نو پرېکړه یې وکړه چې هاجر خپل مېړه ته وروبښي. هاجر د اسماعیل (ع) مور ګڼله کيږي. د اسلامي روایتونو له مخې هاجر د صفا او مروې د غرونو تر منځ اوه ځلې د اوبو په لټه کې تللې راغلې وه. په پای کې د زمزم د اوبو چینه د حضرت اسماعیل (ع) تر پښو لاندې و بهېده. مسلمانان د حج او عمرې پر مهال د بي بي هاجرې په څېر اوه ځلې د مروې او صفا ترمنځ واټن وهي. (ژباړونکی)
(۶) ساپفو (پساپفو، سافو) یونانۍ شاعره وه چې د ۶۳۰ ـ ۶۱۲ مخزېږدو(ق م) کلونو ترمنځ د یونان د «لېزبوس» په ټاپو کې زېږېدلې ده. هغه د عاشقانه او موسیقي وزمه ـ سندریزو شعرونو بنسټګره بلل کیږي. څرنګه چې ساپفو په خټه «لېزبوسۍ» او پخپلو شعرونو کې يې د ښځو ترمنځ مینه ستایله، نو له همدې امله یې ښځینه همجنسبازه هم بولي. ځینې څېړونکي خو د ښځینه همجنسبازۍ (لېزبیېن) نومَوَنه یا اصطلاح هم نېغ په نېغه له همدې شاعرې او د هغې د زېږېدو له ټاپو سره په تړاو کې بولي. ادبي کره کتونکي او شعرپوهان ساپفو د څلور مصریز شعر یا اوسنۍ رباعي او څلوریزې مور او نوښتګره بولي. اپلاتون د نوموړې له غنایي شعر سره ډېره مینه درلوده، ان تر دې چې د ساپفو له مړینې څه ناڅه دوه سوه کاله وروسته یې هغه «لسمه موُزه (میوزه)» ونوموله.
(۷) موُزې یا میوزې د لرغوني یونان په اسطورو کې د یونانیانو د خدایانو د خدای یانې «زیوس» نهه لورانې وې چې د پوهې، هنر، شعر او موسیقۍ الهې ګڼلې کیدې. اوس هم په اروپا کې هغه کس ( په تېره نجلۍ یا ښځې) ته چې پر یوه شاعر، لیکوال، انځورګر او هنرمند باندې د الهام د سرچینې په توګه اغېز ولري موُزه یا میوزه وایي. په لرغوني یونان کې داسې انګېرل کېده چې لیدونه یا نظریې او فکر کول پخپله په انسان کې منځته نه راځي، بلکې د خدایګوټو او الهو یا میوزو له خوا له بهر نه هغوی ته ورلېږدول کیږي. د اسطورې له مخې دغه نهه خوېندې د پرناس د غره د کستالیا په چینه کې اوسیږي چې اوبه یې انسانانو ته ولولې (وجد) او شاعرانه استعداد وربښي. پخپله د پرناس غر د هنر، رڼا او لمر خدای، یانې «اپولو» ته ځانګړی شوی دی. د موُزو پرښتنځای یا معبد ته به يې «موُسېیون» یا «میوزېیون» وایه چې د ننني موزیم نوم ترې را اخیستل شوی دی. دغه راز د موسیقۍ یا میوزیک نوم هم د همدغو موُزو له نامه سره تړاو لري چې د میوزو د هنر مانا ورکوي. (ژباړونکی)
پای