کور / شعر / غزل

غزل

ــکـــــه وي شـــمــــــع دَ رڼــــــــا دَ پـــــــاره داســــې ئــــې تـــــه زمـــــادَســـــا دَپـــــاره

مـنـنــه ستــا چــې زمــونــږ قـــدر کـــوے زړۀ کښـې څـوک قـدرلـري چـــــادَپــــاره

څـلـــه تپـــوس کـــوے دَ تـېــر وختــونـــو ځـــائــے بـــۀ کــتــــو مــــې دَ ژړا دَ پــــــاره

منـمـــه تــــا قـسـمـې کــــړے يـــــم خــــــو لــــــږ دروغ وايـــــم دَ رشــتـيــــا دَ پــــــاره

ظلمونـه ئې ؤکـړل خـوائـې يخښـه نشوه نــــورهـــم څــــۀ ګــــوري دَ ســزا دَ پـــــاره

عقل تنـدک ســره چــې مــخ شــو ښــه ده خيـال بـۀ کــوؤمـــه نــــور دَ بـيــا دَپـــــاره

عـمـــر دې تــېـــر دَ بـدنــتــئ ســـره کـــړو لــږ خـــو ســاتـــه څـــوک دَ دُعـــا دَپـــــاره

ته ئې چې دومره ننګ پرې نکړے ګني
تواب خـو هر څـۀ پرېږدي ستـا دَ پـــاره