کور / کیسه / کورمې هديره او نوم مې افغانستان دی

کورمې هديره او نوم مې افغانستان دی

ملګری می د هری ورځی په شان دخپل دوکان په سمولو بوخت ؤ او ما ته دشنو چايو چاينکه پرته وه شاوخوا بازار اود بازار خلګوته می کتل ددوکان پرلوری دپاخه عمر يو سړی راغلی چه دومره زړی او شليدلی جامی ئی په تن وی په ليدلو ئی دهر چا زړه ځوريری دږيری او بريتونو ډير ويښتان ئی سپين او لږ تور وه چه دده پر سر ټړلی سپين خيرن پټکی سره ورته وه
دوکان ته دراختلو سره سم ئی د سنت سلام ډالی راکړله او سمدستی ئی د خپلی زړۍ صدری په جوبونو کی لټول شروع کړل له څه ځنډه ورورسته ئی څو روپئ راوکښلی او دوکاندارته ئی وويل وروره ددا پيسو وچ وړه راکړه
کله چه زما ملګری دده زړۍ او سره پيچلی روپئ شميرلی نو ما هم ښه مو قع وګڼل ومی پوښتل
کاکا جانه کولی شم ودی پيژنم نوم دی څه دی او کور دی چيرته دي؟
دخپلی پوښتنی جواب می نه واوريدی فکر می وکړی چه ده به نه وی اوريدلی خپله پوښتنه می تکرار کړل
داځل ده لږ په تونده لهجه راته وويل کور مې هديره او نوم می افغانستان دی
زه ددا خبری په اوريدو حيران شوم خو ملګری می له خندا په ډکه خوله ورته وويل کاکاجانه پس له مرګه دهرچا کور هديره ده او وطن خو دټولو افغانستان دی خو دده دپوښتنی مقصد ستا شخصی کور او نوم دی
ده وويله زه پوهيږم چه تاسو څه وپوښتل او ماچه څه وويل تاسو نه پری پوهيږی
ما ترينه وپوښتل کاکاجانه زموږ پوښتنه خو ساده وه ليکن ستا په جواب پوه نه شو
ده پر خپلو وچو شنډانو ژبه راتيره کړله او يو سوړ اسويلی ئی را وکيښ ما وويل کاکا جانه دغريبی څخه مو دومره زړه تنګ دی که بله ستونځه لری
دده سترګی له اوښکو ډکی شوی او شنډانو ئی ورپيدل دده په مخ کی دغمونو او دردونو يو درياب راته ښکاره شو
وويله ځوانه دا ژوندون يو ډير لويی نعمت او د اخيرت لپاره غنيمت دی خو کله بيا دا ژوند دومره تريخ شی چه انسان ته د مرګ لاره غوره و بريښی
زما کيسه هم همداسی ده چه خواږه دژوند تر غنيمت می اوس دمرګ ترخه حقيقت ده تلوسه ده
ژوند خو هله خوند کوی چه دښکلا ګانو ډک وی له خنداګانو او ادا ګانو ډک وی
دژوند خوند خوپه هغه سترګو کی دی چه درته ګوری اوداسی ښکاری لکه ټوله نړی چه درته ګوری اوپه هغه خوله کی دی چه يو ځل دی نوم ياد کړی ته چه وا دټول مخلوق پر خوله زما نوم دی
اوکه دی په زړه کی ساتی نو داسی ښکاری لکه دقانی نړی په جنت کی چه اوسی
ما هم داسی خولی زړونه او سترګی لرلی زما دژوند نړی هم د هغو ښکلا ګانو کور ؤ چه زه زما ميرمن او زما دری ښکلی معشومان په کی اوسيدلو که څه هم ما يو وړوکی کور اود غريبی ژوند لرلو خو دځان اود خپلی کورنی دغړو بادشاه وم ما خپل ژوند پر دا اوسنی بډايانو او بادشاهانو نه ورکوی ځکه چه دا ظاليمان خو اوس دخلګو او ملت په وينو غوښو خپلو ځانوته محلونه جوړوی
ميرمنی می دڅلورم اولاد پيدا کيدلو اوميد لرلو
زه ميرمن او ټول معشومان ډير خوشحاله ؤ چه زموږ په باغچه کی به يو بل ګل وغوړيږی
کله چه پر افغانستان يو ځل بيا دجنګ سری لمبی بلی شوی دطاليبانو او امريکايانو تر منځ د جنګ لمبی تر اسمانه جګيدلی زما ميرمنی ته د اولاد ږيږيدو ناروغی پيښه شوه په ټوله کلی کی داسی څوک نه ؤ چه زما وکور ودانی مرسته وکړايی شی ځکه ټول دجنګ له ويری مهاجر شوی وه په هر لورۍ می منډی کړی نه څه ټرکټر اونه موټر می وموند اخير دمجبوری می دلاس په کراچی يا ريړی کی ميرمن واچوله دولسوالی په لور می را منډه کړله دنيمی شپی توری تياری او دژمی سړی هوا اود خوږی ميرمنی چغو او ناقراری هر څه رانه ورک کړی وه کله به په منډه وم خو کله به می ساه په ستونی کی کلکه ودريدل او پښی به می مړی شوی خو بيا به می د ميرمنی حالت داته نه پريښولم چه دمه وکړم د سهار پر اذانو دولسوالی روغتون ته ورسيدم هلته هيڅ نه ؤ نه ډاکټر نه دوا هر لورته می په زوره زوره ناری وهلی مرسته وکړی ناروغ لرم خو اخير يو ځوان د خوبه زما په نارو راويښ شو او دومره راته وويل ډاکټران نشته هيڅوک نشته ټول دجنګ له ويری تللی دی خپل ناروغ دی پاکستان ته ورسوه
ما هم دناچاری ورځی بيا پر موټانو توه کړل منډه می دپاکستان پر لور راواخيستل کله چه د پاکستان پولی ته راورسيدم دخلګو ډلی ډلی يوه بل لورته کيږی خو ما په منډه تر پولی د اوښتلو هڅه وکړل چه دلرګيو باران راباندی وشو له مخ پزی او سر می وينی بهيدل شروع شول په زوره ناری کړی کافرانو ولی می وهی زما ګناه څه ده هغو وويل چه ته ولی بغير له ايجازته زموږ خاوری ته اوړی ومی ويل ميرمن می سخته ناروغه ده ماته ايجازه راکړی چه لاړ شم او ميرمن روغتون ته ورسوم خو هيچا زما مرسته نه کوله ټولو ويل موږته ايجازه نشته او انتظار وکړه
په همدا حال کی می دميرمنی اوازونه هم چپ شول فکر می وکړی چه ارامه شول خو کله چه می کرار مخ ور لوڅ کړی ميرمن خپل حقيقی خالق ته تللی وه ما لکه ليونی ناری چيغی می کړلی ښکنځل می کړل خو اوبه له ورخه تيری وی په يو خيراتی موټر کی می دميرمنی مړی دکور پر لور راواخيستی
زما دزړه په دردونو خو يو الله ج خبر ؤ چه دژوند يوه ډيره وفاداره پا ک لمنی سپيڅلی ملګری می له لاسه ورکړل خو هغه معشومانوته به څه وايم هغه به څنګه قراروم هغه به په کمه ژبه پوه کوم چه صبر وکړی دالله ج رضا وه په همدا فکرونو کی تر کوره را ورسيدلو دميرمنی مړی می له موټره کښته کړی ځنی پاته ګاونډيان هم د خبريدو سره سم راورسيدل خو ما شاوخوا کتل چه اوس به معشو مان رانه په چغو خپله مور غواړی يا ربه څه به ورته وايم څنګه به قراره وم خو هيڅوک نه معلوميدل په منډه می دکور ټولی ودانی وکتلی معشومان نه وه پوښتنه می وکړه هيچا زما معشومان نه وه ليدلی حيران شوم چه څه وکړم د کور په دروازه کی می د خپلو معشومانو پلونه وموندل پوه شوم چه دشپی په ما او خپلی مور پسی را وتلی دی چيرته چه ددوی قدمونه ايښودل شوی وه هغه لورته می منډه کړله
که څه هم دشپی منډو او ميرمن مرګ می دبدن سيکه ايستلی وه خو دځانه سره می ويل او س به نه دريږم که هر څومره ساه په ستونی کی دريږی اوکه هرڅومره می پښی بی واکه وی که می ټوله شپه تر سهاره په منډه تيره کړی وايی شايد ميرمن می ژغورلی ولايی خو اوس به خپل معشومان پيدا کوم چه هر چيرته وی خو که می کتل زما نازولی لورکی می تر سترګو شوه چه دخولی او پزی وينی ئی پر مخ يخي شوی وی ژر ژر می سينی ته را پورته کړل خو داسی می احساس کړل لکه د يخي ټوټه چه غيږ کی ونيسم هرڅه می لاسونه پښی ومښلی هر څه ناری می پر وکړی پټه خوله وه په منډه لږ وړاندی می خپل غبرګ ځامن وليدل چه دری واړه د تيری شپی سيلی د ابد په خوب ويده کړی وه
نو دری سره د خپلی ميرمنی څنګ ته په خپل کور کی ښخ کړل
نو ځکه می کور هديره او نوم افغانستان دی
پای