کور / تازه خبرونه / اسدالله وفا:دشکايتونو اوريدلو اداره ولسمشرته شکايتونه رسوي

اسدالله وفا:دشکايتونو اوريدلو اداره ولسمشرته شکايتونه رسوي


اسدالله وفا وايي چې که څوک غواړي چې شکايت يي دې ولسمشر کرزي ته ورسول شي ليکل شکايت پاڼه دې ده ته ورسوي . 


ښاغلي وفا دغه څرګندونې نن دکب په ٢٠مه په هغه خبري ناسته کې وکړي کومه چې د دشکايتونواودعرايضودرسولو په خاطرد دولسمشر حامدکرزي له لوري نويې اداره جوړه شوي وه اونن يې يې  پرانستله  


اسدالله وفا ويل چې که په مرکز او ولايتونو کې څوک دکوم والي ،قومندان وزير اوياهم له کوم ريس اويابل ز ور ور چانه شکايت ولري اووغواړي چې ولسمشر کرزي ته يي دې شکايت ورسيږي نو دباندنيو چارو وزارت مخامخ تعميرکې ددې شکايتونوداوريدو کمسيون ته ورشي اوخپل شکايت دې ورته ورکړي . 


وفا چې له دې وړاندې په هلمند کونړ اوپکتياولايتونو کې دوالي په توګه دندې ترسره کړي دي دنورو واليانو ښه کارونه کړي دي چې په دې وروستيو کې دولسمشر حامد کرزي له لوري دشکايتونو داوريدو په نوم دلوي رياست دريس په توګه ګمارل شوي دي . 


هغه وايي چې په ټولو چاروکې به دخلکو شکايتونوله څيړنو وروسته حامدکرزي ته رسوي اوهغه به يي په بيا اړوندو ادارو ته لارښوونې کوي . 


داچې دغه اداره کوم اجرايوي واک هم لري که يه وفا په دې اړه ويل چې يوازې او يوازې به دخلکو شکايتونو حامدکرزي ته رسوي اوبس .


ښاغلي وفا دولسمشرۍ دشکايتونوداوريدو درياست ترڅنګ دقومونوا وقبايلو په چارو کې دولسمشر حامدکرزي سلارکار وزير هم دي اوپه دې وروستيو کې دهلمندڅخه کابل ته رابدل شوي دي