کندهار : ددو پاته ځانوژونکو د وژلو خبر ورکړل سو

عطاالله محمدي | مې 8th, 2011


د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د ملي امنيت پر مخامخ د وسله والو مخالفينو د بريد په ځاى کي دوه پاته وسله وال د عملياتو په ترڅ کي ووژل سول . چارواکي وايي چي په کندهار ښار او اړونده سيمو کي يې يو شمېر لاسي رېړۍ ، موټران ، او رکشې چي د وسله والو د لوري د چاودېدونکو توکو ډکي سوي وې نيولي او هغوى ته يې چاودنه ورکړې ده .
د يادوني وړ ده چي حکومت تر غرمې پوري په ياده ماڼۍ کي د دوو وسله والو د موجوديت خبره کوله خو اوس وايي چي دوه وژل سوي او د يوه بله په اړه پلټني رواني دي
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024