کور / هراړخیز / ( درد شکم ميرود درد چوکی نی)

( درد شکم ميرود درد چوکی نی)

د ملا او عامې په خولو کې ددې خبرې په کولو سره ويښته شنه شول چې سوله او يووالی د پرمختګ بنسټيز لاملونه دي او د نړۍ د پياوړو ملتونو د پرمختګ راز هم همدې کې نغښتې ده او له بلې خوا د اسلام سپيڅلی دين به بشپړه توګه د امن ، سولې او يووالي دين دی او مسلمانان د ددې حکم په پلي کولو مکلف ګڼي چې (ادخل فی سلم کافه کانه بنيان مرصوص) همدارنګه د کائناتوخالق په سپيڅلي اسماني کتاب کې امر کوي (واعتصموا بحبل الله جميعا و لاتفرقوا) منګولې ولګوئ د الله پر دين او تفرق مه کوئ داچې د انسان په خټه کې ياغي توب نغښتې ده نو کله چې يې پر سترګو د حرص پټې وتړل شي بيا نو دغه سرکشي په بغاوت بدل شي او چې د انسانيت له چوکاټه يې پښې لږ را بهر شي نعوذ بالله له خدای پاک سره هم ډغرې وهي ، د صالح صيب وروستيو څرګندونوته حيرت وړی يم خدای پاک په قران کې فرمايې چې الصلح الخير په سوله کې ښيګڼه ده خو امرالله خان صالح خلک د سولې او يووالي پر ضد پاڅون ته را بولي .
که په ايمان يې ووايم نو ما صالح صاحب د خپل ژوند ايديل ګاڼه او غوښتل مې د هغه شخصيت پر پل پل کيږدم چې هېواد پالنه او د ځوريدلو خلکو ښيګڼه يې د ژوند تګلاره وه خو ښکارې چې ددې هيواد په ټنډه کې ژړا ليکل شويده ځکه ددې خاورې هر بچې د واک او په لوړو چوکيو کې د دندو پرمهال په کلک هوډ او مضبوطو ارادو د خلکو د ښګڼو ، هېواد ساتنې او ملي ګټو خوندي ساتلو په خاطر د خدای په نوم سوګند يادوي خو کله چې له دندې ګوښه شي نو بيا هر څه هير کړي هان تردې چې دالله تعالی دحکم په خلاف عمل کولو ته ملا تړي.
زه د هغه چا په توګه چې د امرالله صالح شخصيت ته زښت ډير درنښت لرم له صالح صيب څخه پوښتم چې ايا په استخباراتو کې ستاسوتجربه تر دې حده رسيدلې چې اوس نو د مخلوقاتو له خالق سره مو ډغرې وهلو ته ملا تړلې ؟ نه ګرانه انسان هيڅکله دې حد ته نشي رسيدلی که غواړئ چې دافغانستان د کړيدلوخلکوله سترګو ونه غورځيږۍ او ستاسو محبوبيت د خلکوپه زړونوکې په کرکه بدله نشي نو فکر وکړئ ددې پر ځای چې د سولې او پرمختګ مخې ته خنډونه پيداکړئ ددغه زخمي زخمي ملت پر ټپونو مرهم کيږدئ کنه نو ستا او دهغو خلکو ترمنځ به فرق څه وي چې په انتحار، انفجار اوتروريستي پيښو کې بې ګناه افغانان وژنې ځکه تاسې هم افغاني ټولنه په مفکوروي توګه وژنئ او هڅه کوئ چې د افغانانو ترمنځ د کرکې او نفرت مضبوط ديوالونه چې د دښمنانو لخوا جوړشوي لا پياوړي کړئ .
که نن د څلور ديرش ميليونه افغانانو غوښتنه داده چې له خپلو مرورو ورونو سره په خلا کيږي او په هېواد کې امن راولي نوتاسو څه ستونزه لرئ او کومه شخصي ګټه مو په خطر کې لويږي؟
رښتيا دي چې ( درد هرچيز ميرود درد شکم نی) خو نه پوهيږم چې تاسو دلوږې درد په عذاب کړي ياست اوکه له چوکۍ څخه ګوښه کيدل مو ځوروي؟
خدای دې نه کړي داسې خو به نه وي چې( درد شکم ميرود درد چوکی نی)