کور / سياسي / جنګ له ولس سره ؟؟

جنګ له ولس سره ؟؟

جنګ له ولس سره ؟؟


طالبانو د پسرلني عملياتو پيل په يوې اعلامې كي په رسمي توګه اعلان كړ، په اعلاميه كي ليكل شوي دي، په دغو عملیاتو کي به د دوى د بریدونو لومړنی هدف بهرني یرغلګرځواکونه، د هغوى داستخباراتي شبکو غړي ، جاسوسان ، د کابل د ادارې لوړ پوړي پوځي او ملکي چارواکي ، دکابینې غړي، د پارلماني وکیلان ، د بهرنیو او داخلي شرکتونو مشران او ټیکه داران وي
طالبانو ولس ته هم خبر دار وركړى او ويلي يې دي، چي ټول افغان ولس باید متوجه وي چي د دښمن له غونډو، کاروانونو او مرکزونو څخه ځان لیري وساتي
د دې تر څنګ يې د سولي د شورى غړي هم ګواښلي چي د دوى د بريدونو هدف ګرځېداى سي،
دا لومړى ځل نه دى چي وسلوال طالبان حكومتي چارواكي او د ادارو كاركونكي ګواښي، له دېنه وړاندي هم ګواښل شوي و، د دې تر څنګ د لومړي ځل لپاره ولسي وګړي هم ګواښل كيږي
په داسي حال كي چي وسلوال طالبان ولسي خلكو د وژني مخنيوي خبري كوي، په خوست كي ځان مرګى بريد كيږي، چې له امله يې د شکین د شورا د رئیس په ګډون ډېرى ولسي وګړو ته، چي یوه مېرمن هم پكې وه، مرګ ژوبله اوښتې ده
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، زه د افغانستان د اسلامی امارت په نمايندګۍ د هر هغه اقدام ملاتړ کوم چي د ملکي تلفاتومخنیوی کوي، دى زياتوي، موږ تل هڅه کړې چي په خپلو بريدونوکي د ملکي خلکو ژوند ته تر وروستي ممکنه بريده جدي پاملرنه وکړي
د ملګرو ملتو په راپور کي ویل شوي، چي په ۲۰۱۰ کال كي په افغانستان کي ۲۷۷۷ تنه ملکیان وژل شوي چې د تېر کال (۲۰۰۹) په پرتله پنځلس فیصده زیات ول، د تل په شان ملګرو ملتو د ولسي وګړو د مرګ ژوبلي پړه په وسلوالو طالبانو اچولې ده
وسلوال طالبان له كليو او كورونو څخه په پوليسو يا ملي اردو او همدا راز په نړيوالو ځواكونو ډزي كوي، او هغوى د مورچلي په څېر كاروي ،چي په پايله كي هغوى په كليو او كورنو مرمۍ او ړانده بمونه اوروي، طالبان له ځايه تېښته كوي خو غم كليوالو ته پاته كېږي، چي تل په كي په لسګونو ملګي وګړي د ماشومانو او مېرمنو په ګډون وژل كېږي، د دې تر څنګ يې كورونه د څارويو په ګډون له منځه ځي، په كليوالو سيمو كې كه څوك د وسلوالو طالبانو ته له كليو او كورونو څخه د جنګ نه كولو ووايي، وسلوال طالبان هغوى رټي او د مرګ ګواښ هم ورته كوي، حتى د ځوانانو تر څنګ يې سپين ږېري هم تهديد كړي دي
هيڅوك يې هم مخ نيوى نه شي كولاى، په كليوالو سيمو كې د بې شمېره ستونزو تر څنګ چي د خلكو ژوند يې له ګواښ سره مخامخ كړى دى، يو همدا ده وسلوالو طالبانو له كليو او كورونو څخه په نړيوالو او كورنيو ځواكونو بريدونه دي، چې پايله يې ولسي وګړي ويني، او همدا راز د نړيوالو ځواكونو لپاره د كليو او كورنو د تلاشي كولو زمينه برابروي، له بلي خوا نړيوالو ځواكونو هم په خپل وار ملكي وګړي ارام نه دي پرې ايښي، په هغوى يې د باران په شان مرمۍ او ړانده بمونه اورولي دي، چې په سلګونو خلك يې له ژوند نه بې برخي كړي دي
څو ورځي وړاندي د مقر په سيمه كي د طالبانو په مرميو د كوچيانو څو تنه د ښځو او ماشومانو په ګډون ووژل سول، دا پېښه هغه وخت رامنځ سوه، كله چي طالبانو په اكمالاتي كتار بريد وكړ، د سړك بلي غاړي د غره په لمنه كي د كوچيانو كږدۍ ولاړي وې، چي مرمۍ د تر كتار اوښتې او په كوچيانوكي لګېدلې وې
همدا راز د كندهار په نن او پرون پېښه كي هم ډېرى ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د تېرو لسيزو جګړو په شان يو ځل بيا ولس د جګړې قرباني كېږي، د پاڼ او پړانګ په منځ كي شپې صبا كوي، ولس له ژونده بېزاره سوى دى، ولس حيران پاته دى، چې د وسلوالو طالبانو جنګ له نړيوالو ځواكونو او حكومت سره دى كه له موږ سره؟ كه چېرته جنګ د دوى تر منځ وي بيا نو ولس ولي په نښه كيږي؟
دا ټولي هغه ستونزي دي چې افغان ولس يې له سختو ستونزو سره لاس او ګريوان كړى دى، چي په پايله كې يې د تېرو لسيزو په څېر، ولس د كلي، كور او كروندو پرېښودو ته اړ كړاى شوى دى، يا خو ښارونو ته كډه او يا مهاجرت ته اړ كړاى سوي دي