کور / رسنۍ / د پيوستون مجلې نوې ګڼه له چاپه راووته

د پيوستون مجلې نوې ګڼه له چاپه راووته

پيوستون مجله چې له خوست نه د محمدرسول عادل په مسوول مديريت او د نوراجان بهير په مرستيالي چاپيږي، له تېرو څلورو كالونو راپدې يې په خپرولوپيل كړى، اوس د دې مجلې پېنځه ويشتمه ګڼه په رنګه پښتۍ او څلور اتيا ساده مخونوكې له چاپه راووته.


په مجله كې د بېلابېلو ليكوالانو لخوا پر ديني او ټولنيزو مسائلو سربېره په روانو حالاتو راليږل شوي بېلابېلې سياسي ليكنې هم چاپ شوي او د مينه والوتنده ماتولى شي.


ځيني عنوانونه يې پدې ډول دي لكه:


په زړه پوې اوګټور ديني معلومات.


ټول عالم اسلام ته يو دروند پيغور.


په فرانسه كې پرحجاب بنديز.


د ليبامشر معمرالقذافي ژوند.


د مصرشړل شوي ولسمر حسني مبارك ژندته كتنه .


پر زده كوونكو د تخليقي لكينو زده كول.


او داسې نور……..


كه څوك غواړي چې د پيوستون مجلې نوې چاپ شوې، يا پېنځه وپشتمه ګڼه ترلاسه كړي.


په خوست كې ښار كې يې له ټولو كتاب پلورنځيوڅخه ترلاسه كولاى شئ.