کور / شعر / د زړه خواله

د زړه خواله

ډیر می ای جانانه په زخـــمو کی ګــوتی مه وهه
شی به سره سکروټه سرو لمبو کی ګوتی مه وهه
دا چیچل د مار او د لــړمـــه زهــــرنـــاکــــه دی
یاره پــاړو ګــــره پــه بــڼــو کـی ګـوتــی مه وهه
لــری دی ډیــوی کـــړه د رڼـانـه می تیاره خوښه
دا د هجران تورو تـــورو شـپــوکی ګوتی مه وهه
سرمی له تـا جار شــه خو سجدی راباندی مه کوه
دی نــه زیــات می یاره په پښتو کی ګوتی مه وهه
ښه دی چی قیدی یــی هــمـیشـه د تــورو زلفو یم
زه پکی خوشاله زولــنــو کــی ګــوتـی مـه وهـــه
دا د مینی تپ په سترګو نه ښــکاری خو پـام کـوه
اور یی پټ ایرو کی وی سکرو کی ګوتی مه وهه
کله به می سر در باندی سل ځــایه مات کړی وی
ډیر مـــــی ای رقــیــبه اوسـیلو کی ګـوتی مه وهه
داغ بـه دی د ګوتی باندی پاتی شی لاس لری کړه
مـــه کـوه سـرتوره شونډو سرو کی ګوتی مه وهه