پکتیا – دوه ښوونځی ګټی اخیستنی ته وړاندی شول

د لراوبر اداره | مې 9th, 2011



 


 په پکتيا ولايت کي دوه  ښوونځی د والي جمه خان همدرد او د پوهني ريس لخوا د پټۍ په پری کولو سره  ګټنی اخیستنی ته وړاندې سوې ، د پکتيا ولايت مطبوعاتي دفتر لخوا په ترلاسه سوې خبرپاڼه کي راغلي چي دا دوه  منځنی ښوونځی دی چی  دسید کرم په ولسوالۍ  کی یو یی د انجونو او بل د  هلکانو لپاره په شپږ جریبه ځمکه کی په پاخه او اساسی  ډول جوړ شوی چی هر یو یی اته  اداری او څلور تدریسی خونی لری .


د خبر له مخي په نوموړو ښوونځیو ۳۲۸۰۰۰ امریکایی ډالره مصرف راغلئ چی په ګردیز کی میشت د بیا رغاونی ټیم لخوا یی پیسی ورکړل شوی دی


د پکتیا  والی د پرانیستی پر مهال یو ځل بیا  پر ټولو پکتیا والو غږ وکړ چی خپل  او لادونه ښوونځیو ته ولیږی تر څو را تلوونکۍ یی روښانه شي ، دا په داسی حال کی ده چی په پکتیا کی ۲۷۵ ښوونځی ټول فعال دی او هیڅ کوم ښوونځی تړلي نشته .

Copyright Larawbar 2007-2024