کور / تازه خبرونه / كندهار:دصراف دوژنې په تورشپږكسه نيول سوي

كندهار:دصراف دوژنې په تورشپږكسه نيول سوي

په كندهاركې دنظامي څارنوالي اودملي امنيت مامورينو ديوه تن وژل سوي صراف دوژني په تورشپږتنه  نيولي دي .


نيول سوي كسان  چې ديوه افسرپه ګډون درې تنه پوليس پكې شامل دي دګل محمدصراف دوژني په تورنظامي څارنوالۍ ترپوښتنې لاندي راوستي دي .


دكندهارنظامي څارنوال جنرال محمدصديق لراوبرته  وويل چې په نيول سويوكسانوكې دلويي ويالي دسيمانودپله دامنيتي پوستي مشردريم ساتنمن ګل اغاهم شامل دی .


دنوموړي څارنوال په خبره چې يوتن صراف دوه مياشتي وړاندي  دكندهارد لويي ويالي په سيمه كې پداسي حال كې دوسله والوغلوله خواووژل سوچې په خپل موټركې دكورپرلوردتګ په حال كې و.


نظامي څارنوال زياته كړل چې  دوژل  سوي صراف دوژني په تورله نيول سويوكسانوڅخه څيړني رواني دي چې ګل اغانه پرته نورويې په خپل جرم اعتراف كړي .