کور / شعر / زما پښتنې زما افغانې مورې

زما پښتنې زما افغانې مورې

اې پر ما ګرانې مورې ای مهربانې مورې زما پښتنې زما افغانې مورې

څومره په مینه تا روزلۍ یمه د زړه په وینو د پاللۍ یمه
په مینه تا زه پوهولۍ یمه هره ګړۍ د نازولۍ یمه
اې زما موره کې ادې جانې مورې

اې پر ما ګرانې مورې ای مهربانې مورې زما پښتنې زما افغانې مورې

دا ستا په غېږه کې جنت وه زما بڼ او بوستان د طفولېت وه زما
د مینې کور او محبت وه زما m هلته رییښتیا قدر او قیمت وه زما
یې په ریښتیا جنت مکانې مورې

اې پر ما ګرانې مورې ای مهربانې مورې زما پښتنې زما افغانې مورې

تا په پل،پل او ګرزیدا کړمه زه هم په خبرو د ګویا کړمه زه
پوه د رمز او په معنې کړمه زه د ژوند په چارو د دانا کړمه زه
ته ښوونځۍ ،زما ښوونکۍ یې د لارې مورې

اې پر ما ګرانې مورې ای مهربانې مورې زما پښتنې زما افغانې مورېا

دا چې زه داسې ځيګ راغلۍ ېمه تا په څځلۍ زه کللک تړلۍ یمه
هم چې په صبر زه غښتلۍ یمه په ګهواره تا زنګولۍ یمه
اې پښتنې زما افغانی مورې

اې پر ما ګرانې مورې ای مهربانې مورې زما پښتنې زما افغانې مورې

جار د له دغه لوړ همته شمه ستا له حیا او له عزته شمه
له پښتونوالې له غېرته شمه په څو ،څو وارې څو کرته شمه
د شملورو غېرتیانو مورې

اې پر ما ګرانې مورې ای مهربانې مورې زما پښتنې زما افغانې مورې

تا د امان غوندې غازیان روزلي تا د اکبر غوندې زمریان روزلي
پاکې لمنې کې د تل پهلوانان روزلي تا د احد غوندې شاهین او عقابان روزلي
ای د غازیانو او زمریانو موری

اې پر ما ګرانې مورې ای مهربانې مورې زما پښتنې زما افغانې مورې

ستا په غېرت زمونږ تاریخونونه ویاړي ستا په عزت کلي کورونه ویاړي
ستا په همت زمونږ محفلونه ویاړي د جنګ مېدان او ډګرونه ویاړي
اې د ناهید او د نازو او د ملالې مورې

اې پر ما ګرانې مورې ای مهربانې مورې زما پښتنې زما افغانې مورې

څومره چې لوې شمه او مشر شمه ستا په حضور کې مې ځان ټيټ کڼمه کشر شمه
د درنښت نشته بل څوک ماته ستا په شانې مورې ای پښتنې د حامد مورې اې افغانې مورې

اې پر ما ګرانې مورې ای مهربانې مورې زما پښتنې زما افغانې مورې