پکتیا – د عبدالله او امرالله صالح د څرګندونو غندنه وشوه
د پکتیا ولایت د شپږو ولسوالیو قومی مشرانو د سولی د خبرو او هڅو ملاتړ وکړ او دهغو خلکو غندنه یې وکړه چې اوس مهال د سولې دخبرو مخالفت کوي .
دغه غونډه د پکتیا ولایت د څمکنیو په ولسوالی کې جوړه شوی وه چې په ملی شورا کی د پکتیا د خلکو استازو، پکتیا والی جمعه خان همدرد د دولتی او دغیر دولتی ادارو ریسانو او د یاد ولایت د شپږو ولسوالیو قومی مشرانو پکی ګډون کړی وو .د عبدالله او امرالله صالح تیری خبری یی چی د سولی د نه غوښتو په اړه کړی وی په کلکه و غندلی
د غونډی یو تن وینا وال او په مشرانو جرګه کی د پکتیا د خلکو استازی عبدالحنان حقویون د ډاکټر عبدالله څرګندونی په کلکه وغندلی او سوله یی د نن اړتیا وبلله
حقویون زیاته کړه سوله یواځی د پښتنو لپاره نه بلکه د ټول افغانستان لپاره اړینه ده او مونږ له هر چا ډیر سولی ته لیواله یو
د غونډی یو بل تن وینا وال او په پکتیا کی د علماوو شورا مشر مولوی خالقداد په خپلو خبرو کی سوله د اسلام له نظره و ارزوله او زیاته یی کړه هغه خلک چې د سولی مخالفت کوی د نورو هیوادونو په لمسون دا ډول خبری کوی .
د پکتیا والی جمعه خان همدرد د سولی د خبرو ملاتړ وکړ او سوله یی د هغو کسانو اړتیا هم و بلله چی اوسمهال دسولی مخالفت کوی
نوموړی وویل چی دا مهال یواځی په پښتنو سیمو کی جکړی روانی دی او څومره چی ژر کیدای شی په دی سیمو کی د سولی راوستو لپاره باید کار وشی
د سولی د ملاتړ دا غونډه داسی مهال جوړیږی چی څو ورځی وړاندی د تغیر او امید ډلی مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او امرالله صالح د سولی د خبرو په روان بهیر نیوکه کړی وه او ددی خبرو څرکند مخالفت یی کړی وو او ویلی وو چی وسله والو طالبانو ته دی د دښمن په سترګه وکتل شی .