هلمند : ١ پوليس د وسله والو د منګولو څخه ازاد کړل سو

عطاالله محمدي | مې 11th, 2011


د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت د نادعلي ولسوالۍ يو تن پوليس چي عبدالباري د عبدالملوک زوى نوميږي او څه موده وړاندي د خپلو وروڼو او وسله والو دخوا د کور څخه تښتول سوى و نن ورځ د يو لړ پټو معلوماتو پر بنسټ د هغوى د منګولو څخه وژغورل سو . چارواکي وايي چي نوموړى د شاول د دښت د يوې سيمي په يوه کور کي ساتل کېدئ

Copyright Larawbar 2007-2024