طالبان : په نورستان کي مو چورلکه رانسکوره کړه

عطاالله محمدي | مې 11th, 2011


وسله والو طالبانو پخپل سايټ کي خبر ورکړ چي نن ورځ يې په نورستان ولايت کي د بهرنيانو يوه چورلکه رانسکوره کړې . د نوموړو په وينا چي ياده چورلکه يې نن ورځ شاوخوا دوولس بجې په ډزو ويشتلې او مخکي تر دې چي مرکز ته ځان ورسوي ټوټه ټوټه سوې او رالوېدلې ده . طالبان ليکي چي په چورلکه کي ټول سپاره بهرنيان وژل سوي خو د دوى سره يې بشپړه شمېره نسته .
د يادوني وړ ده چي د وسله والو طالبانو د دې ادعا په اړه تر اوسه بهرنيانو څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024