د پښتونخوا حکومت د ګلزار عالم قدر وکړ

د لراوبر اداره | مې 11th, 2011



د پېښور په پريس کلب کې د خيبر پښتونخوا د کلتور او د ګرځندويه د محکمې او د پېښور د پريس کلب د کلتوري کمېټې لخوا د نامتو پښتون سندرغاړي ګلزار عالم سره د يو ماښام چمتو والى نيول شوى ؤ چې پکې يو شمېر نامتو ليکوالو، هنرمندانو، ژورنالستانو او ممثلينو برخه اخستې وه، لکه:
د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين، د خيبر پښتونخوا د لوبو او کلتوري چارو وزير سيد عاقل، د خيبر پښتونخوا د تعليمي چارو وزير سردار حسين بابک، ډاکتر راج ولي شاه خټک، محمداعظم اعظم، رحمت شاه سايل، بصير ستوري، روښان يوسفزي، اسد دانش، امجدعلي خادم، فضل قادر انډيوال، ډاکتر فضل رحيم مروت او نورو برخه واخسته، د غونډې د صدارت چارې د نامتو شاعر رحمت شاه سايل په غاړه وې او مشر مېلمه يې د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو ميا افتخار حسين ؤ او د کوربه په توګه د پريس کلب د کلتوري څانګې مشر احتشام الحق له مېلمنو سره  او ګلزار عالم هم په سټېج ناست ؤ، په پيل کې روښان يوسفزي د ګلزار عالم پيژندليک په اردو ژبه وړاندې کړ، وروسته اباسين يوسفزي، د پاکستان د تلويزيون پخواني مشر شوکت علي، نامتو سندرغاړې ګلريز تبسم، ممثل اسماعيل شاهد، ډاکټر راج ولي شاه خټک، ډاکتر فضل رحيم مروت، محمد اعظم اعظم، سيد رحمان شينو، رحمت شاه سايل، د ګلزار عالم د ژوند فن په بيلابيلو اړخونو خبرې وکړې او په پاى کې د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو او ثقافت وزير ميا افتخار حسين ګلزار عالم ته د حکومت په استازيتوب پنځه لکه کلدارې د مرستې په توګه ورکړې او د پاى په شيبو کې د ټنګ ټکور پروګرام هم تر سره شو

Copyright Larawbar 2007-2024