پاکستاني قوم او فوځ پرخلاف يوه نوى کېسه ده

د لراوبر اداره | مې 11th, 2011


امريکا اسامه بن لادن رېښتونې ثابت کړ
د امريکې پرخلاف جنگېدونکې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن له مرگ وروسته هم مسکې ښکارېده خو دده دشمنانو يې پر مرگ د خوشحالى د سندرو پر ويلو او نڅاگانو جشن جوړ کړ. هغوى په دې ښه پوهېږي چې د اسامه بن لادن له جسد نه د ساه وتلو وروسته هم هغوى نه پرېږدي او هغه په دې مانا چې اسامه يو شخص و او لاړ خو القاعده يو فکر او منظمه ډلگۍ ده، دا ډلگۍ نه يوازې دا چې په افغانستان او پاکستان کې پلويان او ښواخوږى لري بلکې په ډېرو اسلامي او غير اسلامي هېوادونو کې خپل ښواخوږې او پلويان لري. تر دې وړاندې عام ذهنيت دا و چې اسامه بن لادن د امريکا سړى دى او سيمې ته يې د امريکا په راوستو کې لوى نقش ولوبولو او دليل به يې دا و چې امريکا څنگه د دومره پرمختللي ټکنالوژۍ سره سره پر دې نه توانېږي چې اسامه مړ او يا يې ژوندۍ ونيسي دا ډول پوښتنو خلک د نوموړي په سياسي او نظامي تگلاره شکمن کړي وو خو اوس ثابته شوه چې اسامه په رښتيا د امريکا مخالف و، او په دې مخالفت کې يې خپل ژوند هم دلاسه ورکړ او هغه وړاندوينې غلطې ثابتې شوې، او بيا په داسې يو مرگ چې د مړي سره يې هم دښمنان دښمني پالي او هغه هم داسې دښمني چې په هېڅ ډول انساني ټولنو کې يې مثال نه لېدل کېږي. د ٢٠١١ کال د مئ پر دويمه د پاکستان د خيبر پښتونخوا د ايبټ آباد په يوه داسې سيمه کې چې هم د سياحت ساحه ده او هم په دې سيمه کې د پاکستاني پوځ لويه پوځي اکاډمي شتون لري. د امريکا د سمندري قواوو له خوا د القاعده پر مشر برېد وشو او په پايله کې يې ددې ډلې مشر اسامه بن لادن ووژل شو. امريکا ددغې شخص په وژل کېدو يو داسې شهيد اسلامي ټولنې ته وړاندې کړ چې دهغه د مړ وجوده هم د نړۍ تر ټولو ځواکمن فوځ په ويره کې دى، ددې ويرې يو دليل دا دى چې د اسامه بن لادن مړى يې د نړۍ په يو کنج کې هم ښخ نه کړ، له دې کړنې د امريکا هدف دا دى چې د مسلمانانو لپاره د يو بل شهيد مزار پيدا نشي. چې تر ډېره به يې مسلمانان ياد او پر مزار به يې خلک راټولېږي امريکايانو د اسامه بن لادن مړى ددوى په وينا له هوا نه سمندر ته راوغورځاوه چې نوره نو د اسامه د مرگ او ژوند کيسه پاى ته ورسېږي، خو امريکا په دې نه پوهېږي چې د اسامه د مړينې سره به د ده د ژوند کېسه ختمه شي خو دې مرگ سره به ډېرې نورې کيسې پيل شي.
امريکايانو د اسامه مړى د سمندر چپو ته سپارلو سره به تاريخ ليکونکې دې خبرې ته اړ باسي چې وليکي د وخت يو نړېوال زبر ځواک د يو مړي د جسده څومره وېرېده، د اسامه د مړي په غورځېدو سره شايد امريکا د خپل ذلت د پټېدو کوشش کوي، دوى غوښتل چې اسامه بن لادن ژوندى ونيسې خو په دې کار کې پاتې راغله، اسامه به هميش ويل چې امريکا به يې هېڅکله او هېچېرې ژوندى ونه نيسي.
د اسامه دا ډول مړينه د امريکايانو لپاره يوه ستره لاسته راوړنه نه ده، بلکې تر اوږدې او ملا ماتوونکې اقتصادي جگړې سره سره امريکا او ملگري يې په دې ونه توانېده چې اسامه بن لادن ژوندى ونيسي او د محاکمې ميز ته يې راکش کړي او په رښتيا سره خپلې هغه ادعاوې چې پر نوموړي يې لرلې نړېوالو ته ښکاره کړي.
امريکا غوښتل چې اسامه بن لادن د صدام حسين په څېر محاکمه کړي، خو دا خوب يې پوره نه شو. امريکايي مقامات وايي چې اسامه هېڅ ډول مقاومت نه دى کړې بلکې مونږ په خپله ووژلو، آيا دا خبره د منلو ده؟ دا ډول خبرې د يو عقل من انسان لپاره د منلو نه وي او دا ډول څرگندونې پر خپل ځان ملنډې وهل دي. او بله دا چې د اسامه بن لادن جسد بحر ته تر غورځولو وروسته اوس امريکا د پيريانو سره په جگړه بوخته شوه. ځکه چې سر نشته او سر سر شته.
د ايبټ آباد په عملياتو کې د اسامه يو نږدې ملگرې هم نيول شوې ويل کېږي چې دا کس هغه څوک و چې پر امريکايي فوځيانو يې ډزې کولې، نو د يو داسې کس نيول تر هغه چا ډېر گران وي چې غېر مسلح وي، نو دوى ولې اسامه ژوندى ونه نيوو. امريکايي مقامات دا خبره هم کوي چې اسامه بن لادن په ښونه کې د خپلې ميرمن سره يوازې او غير مسلح و، د اسامه يمنۍ مېرمن وايي چې په همدې ښونه کې ورسره وه وايي کله چې زه په ډزو راوېښه شوم نو سمدستي پر پښه ولگېدم او بې هوشه شوم، د اسامه کوچنۍ لور صفيه د خپلو سترگو لېدلې حال پاکستاني چارواکو ته داسې ويلې چې وروسته رسنيو هم خپور کړ صفيه وايي ما ولېدل چې امريکايانو زما د پلار جسد په ډېره بې رحمۍ او د ټولو انساني نورمونو پرخلاف په زينو کې لاندې کش کاوه، دا وايي چې دا مهال زما پلار خپل ځان رب ته سپارلې و.
د پاکستان يو نامتو ژورناليست حامد مير وايي چې د همدې ورځې په سبا زما يو امريکايي ژورناليست ملگري له ما وپوښتل چې پاکستانى ولس ددې پر ځاى چې د خوشحالى اظهار وکړي دا عمليات د پاکستان پر حريم او آزادى تېرى گڼي، آيا دوى نه پوهېږي چې هغه کس چې په دې پېښه کې له منځه تللې د يو زيات شمېر بې گناه انسانانو قاتل و، حامد مير وايي ما هغه ته وويل دا بېله خبره ده چې اسامه څوک و او څه يې کول؟ خو پاکستانى ولس اوس په دې پوهېږي چې امريکا د پاکستان په نيت شک لري او داسې انگېري چې امريکايي طيارې چې په افغانستان کې له امريکايي نظامي اډو راځي او د پاکستان په يوه سېمه کې داسې کامياب عمليات کوي له دې عملياتو داسې ښکاري چې امريکايي قواوې د پاکستان نور مهم اهداف لکه د اټومي چارو پلانت او ورته نور ځايونه هم په نښه کولې شي. پاکستان په دغه اور کې پخپله هم سوزېدلې دى. حامد مير زياتوي ما امريکايي ژورناليست ته وويل تاسو د اسامه بن لادن هغه ادعا رېښتونى کړه چې ويل به يې امريکا د پاکستان ملگرى نه بلکې خپلو اهدافو ته تر رسېدو پورې ترې کار اخلي. بله دا چې د امريکا د استخباراتي شبکې CIA مشر لېون پينتا په څرگندو ټکو کې وويل چې که چېرې موږ له دې عملياتو پاکستاني واکمن خبر کړي وې، شايد اسامه هم خبر شوې وې او نن موږ ددومره سترې لاسته راوړنې شاهدان نه وې. د CIA د مشر دا ډول وينا د پاکستاني ولس او حکومت پر مخ د څپړې تر گوزاره کم نه دى، خو بيا دا هم وايي چې دا عمليات د پاکستان او امريکا لپاره يوه ستره کاميابي ده، د سياسي شنونکو په اند دا عمليات د پاکستان لپاره يو سبق دى او هغه په دې مانا چې پاکستان په سيمه کې د يو اټومي طاقت سره سره بيا هم يو محفوظ ملک نه دى، لکه څنگه چې امريکا د اسامه بن لادن ځاى ځايگى په نښه کړ او له منځه يې يوړو، همدا ډول کولې شي د پاکستان اټومي پلانت او ورته مهم تأسيسات له منځه يوسي او لېرې نه ده چې هندوستان هم دا غوښتنه وکړي چې که چېرې پاکستان داؤد ابراهيم و حافظ سعيد چې په هندوستان کې په بمي برېدونو تورن دي هند ته ونه سپاري هغوى به هم دا ډول عمليات وکړي.
په ښکاره توگه خو د مئ پر دويمه داسې يو څوک له منځه ولاړ چې پاکستاني حکومت يې هم له منځه وړلو دعوې کولې او د پاکستان په اند دوى يې هم د زياتو ناامنيو سره لاس او گرېوان کړي و خو ددې کس تر مړينې وروسته به پاکستان خپل ځان پر امن وگڼي او په پاکستان کې به د القاعده او ددوى په وينا د ترهگرو ځالې له منځه يوسي او هغه گواښونه چې د پاکستان د امنيت لپاره متوجه دي ختم شي او که نه؟
ددې پېښې په رابطه د پاکستان د باندنيو چارو وزارت دا ومنله چې په دې عملياتو کې نه زموږ د سياسي مشرانو او نه هم له فوځي چارواکو سره تفاهم شوې دى، د باندنيو چارو د وزارت دا څرگندونې د پاکستان د سالميت پر وړاندې يو ستر گواښ وړاندوينه کوي او دا ثابتوي چې د پاکستان فوځ ددې وړتيا نلري چې د بهرنيو هوايي پروازونو او عملياتو مخنيوې وکړي، په څرگنده توگه خو په دې عملياتو کې د اسامه بن لادن د ژوند کېسه ختمه شوه خو يوه بله کېسه پيل شوه او هغه کېسه د پاکستاني قوم او فوځ پرخلاف يوه نوى کېسه ده.

Copyright Larawbar 2007-2024