کور / کیسه / ماته هينداره

ماته هينداره

(لنډه کيسه)
ليکنه: صادق هدايت
ژباړه: حميد فراز


د ليکوال لنډه پېژندنه:


صادق هدايت په ١٢٨١ل کال کې وزېږېد. تر منځنيو زدکړو وروسته د محصلانو په لومړۍ ډله کې اروپا ته لاړ او هلته يې د خپلو زدکړو تر بشپړولو وروسته ايران ته په بېرته راستنېدو ليکوالي پيل کړه.


صادق هدايت يو رياليسټ ليکوال  و، چې په داستان ليکلو کې يې لوى لاس او حيرانوونکى استعداد درلود. د قلم په څوکه يې له ټولنيزو عيبونو لکه ريا، دوه مخۍ، تېرايستنې، بدرنګۍ او مکارۍ څخه پرده پورته کړې او له خُرافاتو سره يې مبارزه کړې ده.


صادق هدايت د ځوانۍ پر مهال د ايران د مخکښو کمونيسټانو لکه نورالدين کيانوري، ابوالقاسم لاهوتي، بهرام فضلي، حسام لنکراني، مهدي پرتوي او … نورو له خوا کمونيزم ته ورکش کړاى شو، خو وروسته يې بېرته ځان ترې خپلواک کړ او خپله د ليکوالۍ لار يې ونيوله.


وروسته دې فلسفي ليکوال د ځينو لاملونو له امله ايران پرېښود او اروپا ته لاړ.


ځيني آثار يې په دې ډول دي: (د وينو درې څاڅکي، حاجي صاحب، د واښو خوړلو ګټې، بې پروايي، د ژوند اوبه، د خيام ترانې، پروين يوه غريبه نجلۍ، سيورى او تګ، کوڅه ډب سپى، مرغلره، او ړوند بم).


صادق هدايت په ټولنه کې روانو ظلمونو او نابرابريو د جنون تر بريده ځوراوه. څو-څو ځله يې د اروايي ناآرامۍ له امله د ځانوژنې ناکامه هڅه وکړه، چې د کورنۍ د غړو او نورو کسانو له لوري يې مخنيوى وشو. خو وروستۍ هغه يې پر کال ١٣٢٥ل د فرانسې د پاريس ښار په يوه هوټل کې -چې د ګاز په وسيله يې تر سره کړه- بريالۍ وخته او د ژونديو په کتاب کې يې د ده د ژوند څپرکى د تل لپاره وتاړه.


————————————————————————————————————


لاسونه يې د پسرلي د ګلونو غوندې نازک او تازه وو، آسمان رنګه خمارې سترګې او طلايي زلفې يې وې؛ د دغو زلفو يوه لوله به يې تل پر باړخو راځوړنده وه.


په ساعتونو-ساعتونو به د خپلې کوټې د کړکۍ مخې ته په رنګ الووتي نازک مخ نيمکښه کښېناستله، پښه به يې پر بله رااړوله او رُمان به يې لوسته.


جرافې به يې جوړولې او يا به يې خامکدوزي کوله، خو کله چې به يې ويولون ږغاوه، نو زړه به يې رااوبه-اوبه کړ.


زما د کوټې کړکۍ د (اودت) د کوټې د کړکۍ پر مخامخ وه. په دقيقو او ساعتونو به مې د هغې ننداره کوله او هره يکشنبه به مې ټوله ورځ ورته تېروله. د شپې به يې جرافې ايستلې او خپل د خوب کټ ته به تله.


په دې ډول به راته ايسېدله لکه يو شى چې مې ورک کړى وي، کله-کله چې به مې ډېر پر له پسې ورکتل نو پاڅېدله به او د کړکۍ پله به يې پېشوله.


دوې اوونۍ کېدې چې هره ورځ به مو يو-بل ليدل، خو د اودت کاته به ساړه او بې پروا وو، نه يې موسکل او نه يې هم کوم داسې حرکت کاوه چې مېنه يې راسره وښيي، بس جدي او مر موزه غوندې به وه.


لومړى ځل چې مې ورسره وليدل سهار و او تللى وم، چې د کوڅې په رسټورانټ کې سهارنۍ وخورم. له هغه ځايه چې راووتم اودت مې وليده، د ويولون بکس ورسره و او د ميترو پر لوري روانه وه. سلام مې ورواچاوه، ويې موسکل، وروسته مې د بکس د ورسره وړلو اجازه ترې وغوښته. خو هغې په ځواب کې سر وخوځاوه او راته ويې ويل:


– مرسي!


تر همدې يوې کليمې وروسته مو پېژندګلوي پيل شوه.


تر هغې ورځې وروسته چې به مو هر مهال کړکۍ پرانيستې، نو د لاس په حرکتونو  او اشارو به مو له يو-بل سره خبرې کولې. خو ډېر کله به مو په (لوکوزامبورک) پارک کې سره ليدل او بيا به سينما، تياتر يا هم رسټورانټ ته تلو او يا به مو يو څو ساعته وخت په کو بل شي تېراوه.


اودت په کور کې يوازې وه، مور او پلار يې يوې خوا ته په سفر تللي وو او  دا د خپلې دندې په خاطر په پاريس کې پاتې وه. هغه ډېره چوپه نجلۍ وه، خو عادات يې د ماشومانو په څېر وو، هر شي ته به يې سر نيوه، په مازې شي به خواشينې کېدله، کله-کله به يې بېخي په تنګولم. دوې مياشتې کېدې، چې سره ملګري شوي وو.


يوه ورځ  مو ژمنه سره وکړه چې د شپې به د جمعه بازار جشن ته ځو. په هغه شپه  اودت  شنې جامې اغوستې وې او تر بل هر وخت خوښه ښکارېده. له رسټوارنټه چې راووتو، په ميترو کې ټوله لار د خپل  ژوند په اړه راته  وږغېده. آخر په خبرو-خبرو کي (لونا) پارک ته ورسېدو او هلته له ميترو څخه راووتو.


ګڼه_ګوڼه زياته وه، ټول خلک په تګ-راتګ  کې وو، دواړو لورو ته دلوبو او ساتېري سامانونه غوړېدلي وو. ځينو حملې وهلې، ځينو نښه ويشتله، چا بخت آزمويه، چاخوږې پلورلې … د بېلابېلو لوبو ډګرونه، په برېښنا باندې چلېدونکي واړه موټران، شا و خوا سره څرخېدونکي  بالونونه، رنګا-رنګ د سپرېدو ډبې او نورې بېلابېلې نندارې  روانې وې.


د نجونو نارې، خنداوې، خبرې او د ماشينونو او بېلابېلو موسيقيو زوږ خپور و.


آخر په يوه سرپټې ډبه کې، چې شا و خوا سره څرخېده او د څرخېدو پر مهال يې شين ورتړل کېده، کښېناستو. د کښېناستو پر وخت اودت خپل دسکول او دسکشان ما ته راکړل، تر څو د حرکت او ټکانونو په وخت کې ترې ونه لوېږي.


موږ يو د بل تر څنګ ډېر تنګ کښېناستو، ډبه په حرکت شوه، شين ور يې وتړل شو او موږ يې د پينځو دقيقو لپاره د نندارچيانو له سترګو پټ کړو.


د ډبې ور پرانيستل شو، خو موږ لاهماغسي خوله پر خوله وو، ما اودت ښکلوله او هغې هم هېڅ ټينګار نه کاوه. وروسته پلي شوو او هغې په لار کې راته وويل چې دا يې درېيم ځل دى، چې د جمعه بازار جشن ته راځي. څو نورو نندارو ته هم لاړو، آخر نيمه شپه وه چې بېرته د خپلو کورونو  پر خوا روان شوو.


خو اودت له دې ځايه تلونکې نه وه، هرې لوبې ته به درېده او د هر شي ننداره به يې کوله، زه به هم د ناچارۍ له امله ورسره درېدم. دوه-درې ځله مې تر مټ ونيوله او په زوره مې کش کړه، چې دا به هم په نه زړه راسره روانه شوه. آخر د يوې لوبې له ډګر سره يو سړى ودرېد، چې چاړې او انګياوې(بنيانونه) يې خرڅولې، نارې يې ورباندې وهلې، د هغوى ښه والى يې عملاً ښکاره کاوه او خلک يې رانيولو ته وربلل. داځل نو له ډېرې غوسې لبرېز شوم، تر مټ مې ونيوله، په زوره مې کش کړه او ومې ويل:


– دا نو  نور په ښځو پورې اړه نه لري!


خو هغې مې لاس وڅانډه او ويې ويل:


– پخپله ښه پوهېږم؛ ننداره يې کوم!


زه هم پرته له دې چې ځواب ورکړم، د ميترو پر لوري ترې رهي شوم. کور ته چې راستون شوم، کوڅه تشه او د اودت د کوټې کړکۍ تياره وه.


خپلې کوټې ته ننوتم، ګروپ مې ولګاوه، کړکۍ مې پرانيستله او دا چې خوب نه راتلى، نو لږ مطالعه مې وکړه.


د شپې يوه بجه وه، پاڅېدم چې کړکۍ وتړم اوويده شم، خو ومې ليدل چې اودت راغلې او د خپلې کوټې تر کړکۍ لاندې له ګروپ سره ولاړه ده. د هغې په دې حرکت خورا هېښ شوم.


کړکۍ مې په زوره وتړله. همدا چې په جامو ايستلو بوخت شوم، پام مې شو چې د اودت دسکشان او د مريو جوړ دسکول مې په جېب کې دى -د هغې د کور کيلۍ او پيسې هم په همدغه دسکول کې وې-، هغوى مې سره وتړل او د کړکۍ له لارې مې لاندې وروغورځول.


درې اوونۍ تېرې شوې او په دې ټوله موده کې زه ورسره بې پروا غوندې وم، کله چې به يې د خپلې کوټې کړکۍ پرانيستله، ما به خپله هغه بندوله. همدارنګه په دې موده کې لندن ته يو سفر هم راپېښ شو. انګلستان ته تر روانېدو يوه ورځ مخکې د کوڅې په سر کې له اودت سره مخ شوم، چې د ويولون بکس يې په لاس کې و او د ميترو پر لوري روانه وه. تر سلام او پوښتنو-ګروېږنو وروسته مې د خپل سفر په اړه ورته وويل او په هغه شپه مې دورسره کړي چلند له امله بخښنه ترې وغوښته.


اودت په آرامۍ خپل دسکول پرانيست او يوه وړه هينداره يې ورڅخه راوايسته، چې پر منځ ماته وه او ويې ويل:


– په هاغه شپه چې دې دسکول لاندې راوغورځاوه، دا هينداره ماته شوه؛ پوهېږې، دابدمرغي زېږوي!


ما يې په ځواب کې وخندل، خُرافات پرسته مې وبلله او ژمنه مې ورسره وکړه چې تر روانېدو مخکې يو ځل بيا ورسره وينم. خو له بده مرغه چې بريالى نه شوم. په لندن کې مې نژدې يوه مياشت کېده، چې د اودت دا ليک راورسېد:


(پاريس، ٢١ سپټمبر ١٩٣٠. ګران جمشيد جانه! نه پوهېږې چې څومره د يوازېتوب احساس کوم! دا يوازېتوب مې ډېره ځوروي. غواړم نن شپه يو څو کليمې بانډار درسره وکړم، ځکه کله چې تا ته ليک ليکم، نو داسې احساسوم لکه سم-دم چې مخامخ درسره ږغېږم.


که په دې پاڼه کې درته (ته) ليکم نو ومې بخښه. نه پوهېږې چې په څومره اروايي رنځ او درد کې راښکېله يم! ورځې بېخي اوږدې دي، هېڅ تېرېده نه لري، د ساعت ستن دومره ورو-ورو خوځېږي، چې هېڅ نه پوهېږم څه په وکړم، چې ګړندۍ شي!


آيا دا زمان تا ته هم دومره اوږد او په ځنډ روان ښکاري؟! ښايي هلته دې له کومې نجلۍ-ملۍ سره پېژندلي وي،که څه هم پوهېږم چې سر دې تل هماغسي پر کتاب پروت دى، لکه څنګه چې دلته په پاريس کې په هغه لعنتي کوټه کې و، چې هره شېبه مې سترګو ته دورې-هورې کېږي.


هغه اوس يوه چينايي محصل کرايه کړې ده، خو ما د خپلې کوټې پر کړکۍ پنډه پرده ځړولې ده، چې بهر شى ونه وينم، ځکه څوک چې راباندې ګران و، هغه اوس هلته نه شته ….


الوتونکى چې بلې سيمې ته لاړ، هغه نور بېرته راستنېدونکى نه دى!


تېره ورځ مې له (هلن) سره په (لوکوزامبورک) پارک کې قدم واهه، ډبرينې څوکۍ ته چې ورسېدو، ما ته هغه ورځ راياده شوه چې ستا سره پر هماغې څوکۍ ناسته وم او ته د خپل هېواد په اړه راته ږغېدې، ژمنې دې راسره کولې -چې ما هم باور ورباندې وکړ- خو نن ورځ د ټولو ملګرو  ټوکه ګرځېدلې يم، هر څوک ملنډې راباندې وهي!


زه دې  تل په ياد ويولون  ږغوم، کوم تصوير چې مو په ځنګل کې پر شګو اخيستى و، هغه مې اوس هم پر مېز پروت دى. کله چې دې همدغه تصوير ته ګورم، نو يو ډول ډاډمنه کېږم او له ځان سره وايم چې (نه!) دا تصوير دوکه نه شي راکولاى، خو آرمان! ….


مګر نه پوهېږم چې ته به هم په همدې عقيده يې که نه، په کومه شپه چې مې هغه تا راته راکړې  هينداره ماته شوه، له هماغه وخته مې زړه د يوې ناوړې پېښي ګواهي راکوي. په وروستۍ ورځ چې مو له يو-بل سره وليدل او تا يادونه راته وکړه، چې انګلستان ته ځې نو زړه مې راته وويل چې ډېر ليري ځې او بيا به دې هېڅکله ونه شم ليدلاى. يعنې له څه چې ډارېدم، هغه راپېښ شول.


مېرمن بورل راته وويل چې ولې داسې غمجنه يې؟ او غوښتل يې له ځان سره مې برتانيا ته بوزي، خو زه نه ورسره لاړم، ځکه پوهېدم چې هلته به تر پخوا هم بدتره شم.


ښه خير، په هر حال، تېر ځل که مې توند ليک درته وليکه، نو د نفستنګۍ له امله و، ومې بخښه، او که مې ځورولى يې نو هيله منه يم، چې هېره او ليکونه مې څيري-څيري کړې؛ څنګه همداسې نه ده ژيمي؟


کاشکې ته پوهېدلاى چې دا شېبه څومره غمجنه، خواشينې او ناآرامه يم! له درسونو څخه خواتورې او له ورځني کاره په تنګه شوې يم، مګر مخکې داسې نه وم. خو زه نور  نه غواړم چې داسې له ناآرامۍ او ځوره ډک ژوند ولرم؛ که څه هم د ناآرامۍ لاملونه ډېر دي.


لکه څنګه چې مې هوډ نيولى، د يکشنبې په ورځ به له پاريس ښاره ووزم. د شپږو بجو او پينځه دېرش دقيقو اورګاډى نيسم او ( کالر) ته ځم -هغه  وروستي ښار ته، چې ته ترې تېر شوې- هلته  نو بيا د سمندر شنې اوبه وينم، دا اوبه ټولې بدمرغۍ له منځه  وړي او هره شېبه يې رنګ بدلېږي. د دې سمندر څپې په خپل غمجنوونکي او جادوګر ږغ له ساحل سره نښلي، ځګونه کوي اوبيا يې همدغه ځګونه پر ساحل باندې په پرتو رېګو  کې پسې ورکېږي، او بيا به يې همدغه څپې زما وروستي فکرونه هم له ځان  سره واخلي. ځګه مرګ چې چا ته وموسکل، نو بيا يې له خپل ځان سره پسې بيايي هم. البته ته به وايې چې هغه داسې کار نه کوي، خو وبه  وينې چې زه دروغ نه وايم!


له ليري دې ښکلوم، اودت لاسور)


د اودت په ځواب کې مې دوه ليکونه وليکل، خو يو يې بې ځوابه پاتي شو او بل يې بېرته  زما پر پته راولېږل شو، چې د (بېرته لېږونکي ته واستول شو) ټاپه ورباندې وهل شوې وه.


کال وروسته چې پاريس ته ستون شوم، نو تر هر څه مخکې په ډېر بيړه خپل پخواني استوګنځي (سن ژاک)  کوڅې ته لاړم.


زما په کوټه کې يوه چينايي محصل ويولون ږغاوه، خو د اوت  د کوټې کړکۍ تړلې وه او د کور پر وره يې يوه پاڼه ځړېدله، چې ورباندې ليکلي وو:


(کرايي کور)


پاى