کور / سپورټي / د سپين غر او بند امير زونو لوبډلو ترمنځ‌ لوبه روانه ده

د سپين غر او بند امير زونو لوبډلو ترمنځ‌ لوبه روانه ده

کابل ، ٢٢ ثور ۱۳۹۰
د خيبر په پېښور ښار کې د احمد شاه ابدالي کرکټ ټورنامنټ په لړ کې چې د افغانستان د زونونو ترمنځ درې ورځنۍ سيالۍ ترسره کېږي، د بند امير او سپين غر زونونو لوبډلو ترمنځ درې ورځنۍ لوبه روانه ده.
دغه درې ورځنۍ سيالۍ د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د لوبغاړو د وړتيا لوړولو او تجربو زياتولو په موخه د د خيبر پښتونخوا په پېښور ښار کې په لاره اچول شوې چې پکې د نولس کلنو د لوبډلې ترڅنګ د هېواد د پنځو زونونو (بست، امو، مس عينک، سپين غر او بند امير) لوبډلو ګډون کړى دى.
د سپين غر لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې د توپ اچولو يا بالنګ پرېکړه وکړه.
د بند امير لوبډلې پخپل لومړي وار ( اننګز)کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٣٥١ منډې کوړې، ددوى له لوري شهزاد محمدي ١٢٣ او احمدشاه ٥٥ منډې جوړې کړې.

د سپين غر له لوري سميع الله شينواري٦ او کريم صادق ٢ وېکټې واخيست.
د بند امير لوبډلې پخپل لومړي وار کې تېره ورځ د لوبې تر پايه پورې ٨٧ مندې جوړې ړې وې او درې لوبغاړي يې سوځيدلي وو .