کور / سپورټي / په کندهار کي د کرکټ لوبي سيالۍ پيل سوې

په کندهار کي د کرکټ لوبي سيالۍ پيل سوې

په کندهار ولايت کي دکرکټ دلوبې سيالې د چارشنبې د ورځې څخه د غازې محمد ايوب په لوبغالي کي پيل سوي، دغه سيالۍ چي د کندهار دکرکټ د ادارې لخوا په لاره اچول سوي دي پکښې دکندهار ولايت اته تکړه لوبډلې خپلواک، اتحاد،روشن،ارغنداو،استقلال، افغان،اتفاق او اتل لوبډلي برخه لري.
دکندهار په ولايت کې تر يوه کال وروسته دا لومړې ځل دئ چي دکرکټ سيالۍ په لاره اچول کيږې ، دکرکټ سيالۍ هغه وخت بندي سوې چي د کندهار د عيدګاه په لوبغالي کې د دولت لخوا بې اسناده موټران ودرول سول او دغه لوبغالې نور دلوبغاړو پرمخ وتړل سو.
په داسې حال کې چي کندهار دکرکټ په ډګر کي زياتي لاسته راوړني لري خو دکرکټ لوبغالې تراوسه هم په کندهار کي نسته او دکرکټ لوبغاړي ددې څخه تر اوسه محروم دي چي دغه لوبه په يو معياري لوبغالي کې ترسره کړي.
غازې محمد ايوب لوبغالې چي دفوټبال لپاره جوړ سوې دې او دکرکټ دلوبې لپاره يي ساحه کمه ده خو دکندهار دکرکټ دمسئولينو په وينا چي دوې مجبوره دي چي سيالۍ همدلته ترسره کړي څو دغه لوبه‎ ژوندۍ وساتي.
دغه سيالۍ چي د مى د مياشتي پر۱۱ پيل سوي تر ۲۷ نېټې پوري به دوام وکړي