کور / شعر / څو ورځې

څو ورځې


بختورتربختورومه څوورځې
کليوال دپيغمبرومه څوورځې


زمازړه يوبې اغزيه سورګلاب ؤ
زه نه زخم نه خنجرومه څوورځې


له کوثراوله زمزم سره پخلاوم
بس له تندې مرورومه څوورځې
 
په اذان دمدينې مې زړه روښان ؤ
زه له ستورونه هم بر ومه څوورځې
 
ددنياله پاچاهانوبې پرواوم
يوفقيراوقلندرومه څوورځې
 
دخپل ژوندپه وچه للمه کې روان وم
په څپووم سمندرومه څوروځې
 
مادښمن په غشو،نه په ګلاب ويشتو
دخوږې مينې سنګرومه څوورځې
 
له تيارونه په کاروان کې وم راوتی
لاروی دښکلي لمرومه څوورځې