کور / مرکه / د لیکوال او تاند شاعر طایر ځلاند سره مرکه

د لیکوال او تاند شاعر طایر ځلاند سره مرکه


د لیکوال او تاند شاعر طایر ځلاند سره مرکه



فضل عندلیب:ځلاند صیب ستړي مه شې


طاهر ځلاند:تاسې ته هم ستړي مه شي وايم


فضل عندلیب:کور دې ودان د پښتنو د دیرې د ټولو ملګرو له اړخه مو سلامونه واخلۍ


طاهر ځلاند:زه هم خپلو ټولو ورورنو ملګرو مسافرو ته سلام وايم


فضل عندلیب:ځلاند صیب په وړومپي سر کښې که د ملګرو سره خپله پيژندګلو پخپله وکړۍ نو ښه به وي


طاهر ځلاند:نوم مې طایرځلاند دننګرهار يم او زدکړې مې دشرعیاتو په برخه کې کړي دي او کار اوس په رسنيو کې کوم


فضل عندلیب:تاسو کوم ادبي چاپ اثار هم لرۍ؟


طاهر ځلاند:ورځپانو او مجلو کې خو مې ډيرې لېکنې چاپ دي او کتاب مې يو دی شعري ټولګه (خو شبو نه وېنې درنګونو څاڅي) په نوم سره


فضل عندلیب:ستاسو غزل زما او د نورو پښتنو لوستونکو دیر خوښیږي–تاسو په لنډو تکو کښې د ښه او په فني اصولو پوره غزل تعریف ملګرو ته وکړۍ


طاهر ځلاند:يو دغزل پوخوانی تعريف دی چې له کافيې رديف وزن او بحر چورلي اوبل يې ننی تعريف دی زما په خیال دنن دغزل تعريف داوسني حالاتو په تناظر کې داسې کېدی شي په هنري انداز کې دنويو ترکیبونو او تصويرونو په مټ دغزل دټاکل شويو اصولو په رڼا کې دخپل وخت انځور ګري داوسني غزل ځانګړتيا هم ده او تعريف هم


فضل عندلیب:لکه د حالاتو اثر تاسو په غزل هم منۍ؟؟


طاهر ځلاند:ادب بې له دې اثره ژوندی نه شي پاتې کېدلی خو خبره بس دومره ده کله حالات په ادب اثر انداز شي او کله ادب په حالاتو نو غزل هم همدا ډول درواخله


فضل عندلیب:لکه یو شاعر وییلي-چې دا داسې صنف دی-چې ګلونه پرې هم بارکړې نو ملا يې ماتیږي–تاسو په دې حقله څه وايۍ؟


طاهر ځلاند:ما لومړی خبره دهنر وکړه او هنر له وسپنې ورېښم جوړوي ، قلندر مومند وايې . زما دسرو سترګو په نم خوښه ده … دغزل ناوې مې په غم خوښه ده .. بس دا ټوله خبره شاعر پورې تړلې ده چې هغه څه ډول اظهار کوي او يوې موضوع ته څنګه هنري رنګ ورکولی شي
2 hours ago • Unlike • 1 person
فضل عندلیب:ځنې ادبي مفتیان د لیکوال هر رنګه د حالاتو اظهار ته په غزل کښې شعار واي–یانې غزل دوي تش د زلفو سڼو سترګو د پاره مخصوص ګڼي-تاسو ورته په کوم نظر ګورۍ/دغه مفتیانو ته/


طاهر ځلاند:زه داسې مفتیانو ته يواځې داسې وايم چې ادب يوه سماجي مسله ده او په سماجیاتو کې يواځې زلفې او سترګې نه دي دنني وخت دا تقاضا ده چې هر څه بايد په داسې انداز کې بیا ن شي چې دغزل دغوښتنو سرحدات مات نه کړي که مقصدي ادب ته څوک شعار وایې نو زلفې او سترګې او دې ته نور ورته جسمي اعضا هم دجنسي تشنګۍ يو علامت دی چې په خپله دشعار په معنی دی نو ښه داده چې مونږ که څه هم ویل غواړو غزل کې بس دبیان انداز دې ورته نوی او هنري کړو


فضل عندلیب:کور دې ودان وروره-په شعر او شعار کښې څه فرق وي–یانې کوم شعر ته شعر وییلی شو او کوم ته شعار؟؟


طاهر ځلاند:کله چې یو شعر دشعر له حده ووځي او نعره بازي شي نو بیا شعر شعر پاتې نه شي هغه که دوطن په اړه وي او که دصنم په اړه لکه ما مخکې وویل چې دا په شاعر پورې اړه لري چې هغه شعر دشعر په حد کې پرېدي که شعار ترې جوړوي


فضل عندلیب:زما نظر دی چې روایت مات شي نو نوی روایت جوړ شي-ړوند تقلید د تخلیق لاره نیسي–تاسو په دې حقله څه نطر لرۍ


طاهر ځلاند:کله چې يو قدر دروایت مقام ته رسي هغه بیا نه ماتیږي بلکې هغې کې پرمختګ راځي


فضل عندلیب:د لکیر فقیر منزل ته رسیدی شي؟


فضل عندلیب:داسوال به لږ په بل انداز وکړم–لکه د غره څوکې ته هر سړی په مالومه لار رسیدی شي خو که سړی ورته په خپله او نوې لاره لاړ شي نو بذه خبره ده؟


 


 


طاهر ځلاند:لاره لاره وي که نوي وي او که زړه خو بس مطلب دادی چې مسافر سفر څنګه کوي یانې دشاعر خپل انداز مهم دی مونږ کلاسک يوه لار ګڼو خو په هغې تلونکي شاعران تر ډېره بريده هر يو خپله خپله ځانګړتيا لري


طاهر ځلاند:او په دې لاره کې نوښت کول دا قابلې داد خبره ده او هم هغه شاعر ارزښت هم پېدا کولی شی چې انداز يې نوی وي


فضل عندلیب:یانې دا نوې لاره سوچه تخلیق شو-او په زړه لاره تګ تقلیدي تخلیق شو–دا راسره منۍ؟


طاهر ځلاند:کاظم خان شېدا دحمېد بابا په لاره تګ کوه خو هغه کله هم مقلد شاعر نه دی ځکه چې دې دحميد بابا انداز ته نوښت ورکړ او که دا اضافه په کې ونه کړي او يواځې دنورو په خبرو شخوند وهل شورو کړي نو بلکل تقلید دی او ړوند تقليد دی او دداسې شاعرانو او لیکوالو څه ارزښت هم نه وي


فضل عندلیب:زه ستاسو د قلمه هر وتلی ټکی لټوم-نو څه پوښتنې درنه ځکه کوم-خفه کیږې به نه-په تقلید او تخلیق کښې راته د ملګرو د پاره توپير وښایه


طاهر ځلاند:زه به کوښښ وکړم


طاهر ځلاند:چې سم ځواب درکړی شم


طاهر ځلاند:کله چې څوک دبل چا په قدم قدم کېږدي


طاهر ځلاند:هغه تقليد شو


طاهر ځلاند:او چې په پېروۍ کې هم څه ناڅه نوښت راوړي نو هغه نيم تقليد شو چې په ادب کې له لومړي نه ښه دی


طاهر ځلاند:او تخليق دخپل فکر له مخې يو نوي شي ته وجود ورکول يا زړې موضوع ته نوی رنګ ورکول هم تخليق دی


فضل عندلیب:کور دې ودان وروره–دواړه ژورې ته کوز شوي وو-اوس بره راخیژو–ستاسو نظمونه هم ډیر ښکلي او زړه راښکونکي دي–تاسو د اذاد نظم په حقله څه نظر لرۍ؟ما پخپله نه دي لوستلي خو یو هوښیار ملګري راته وييل چې حمزه بابا به ورته شعر نه وایو


طاهر ځلاند:حمزه بابا بیا ولې په خپله دکمیاګر په نوم ازاد نظم لیکلی دی چې شعر نه دی کله به هم حمزه بابا داسې نه کول اصل کې دهغه له ایوب صابر او قلندر مرحوم سره اختلافات و چې له امله يې هغه بر ناحقه دازاد نظم په مخالفت کې ودرېدلو چې ددوي مخالفت ازاد نظم ته ډير پرمختګ وکړ او چې څومره يې حمزه بابا مخالفت کوه هم هغومره يې لیکونکي زیاتېدل اوس راشه وګوره چې په ازاد نظم کې مونږ دنړيوال شهرت لرونکي نظمونه لرو دحمزه بابا غزلې تر اوسه پورې يواځې په پښتو کې مشهورې دي


طاهر ځلاند:زما په خیال ازاد نظم ډير کوي صنف دی او ښه تخلیق په کې کیدلی شي


فضل عندلیب:ډیر ښکلی نظر مو ورکړ–لږ د تنقید موضوع ته راځو-نن سبا چې څوک چرته د شعرونو کتاب ولیکي نو بیا د نورو لیکوالو په شعرونو کښې نکتې رااوباسي-د شاعر د پاره او د شعر د پاره خو پیمانې شته-د نقاد د پاره کوم څه اصول شته کنه؟زمونږ نه دا تنقید په قافیو او ردیفونو کښې ډوب نه شو؟؟د فني تنقید نه انکار نشي کیدی-خو دې د فکري تنقید لاره نه ده نیولې؟


طاهر ځلاند:بلکل ډيره ښه پوښتنه او تاسې په دې خپل سوال کې هم تر ډيره بريده حل کړې ده تنقيد اصول لري خو له بده مرغه پښتني تنقيد کړه وړه اوسه پورې نه دي تعين شوي له همدې کبله زمونږ نقادان په څېړنه کې ورکيږي که نقد هم کوي نو دمعربي تنقيد چشمې يې سترګو ته پرتې وي دارسطو افلاطون اېليټ ورډز ورت او دداسې نورور لیکوالو نظرونه را اخلي او دخپل ادب له پاره دخپل تنقيد پېدا کولو زیار نه وباسي


فضل عندلیب:ځلاند وروره دادب سرحدونه وي څه؟


طاهر ځلاند:په خپله اېلټ وایې چې هر ادب په خپله ټولنه او خپل کلتور کې زيږيږي نو باید تنقيد هم ورته خپل پېدا شي


طاهر ځلاند:تنقيد تر ډیره بريده په ټولنیزو سرحدونو کې سا اخلي
about an hour ago • Unlike • 1 person
طاهر ځلاند:او چې ترڅو ادب نړيوال نه وي نو تنقيد به ورته څنګه له نړيوالو اصولو له مخې کوو


فضل عندلیب:لکه مونږ تراوسه د اکیډیمیک تنقید نه یو جوګه شوي؟لکه اسانو ټکو کښې به اوایو-چې تاسو په شعر کښې کوم خیال راوړی وي-که د الفاظو په ځاي په خیال تنقید وشي-نو کومه ګرانه خبره ده؟دا مونږ چې کوم فني تنقید وینو-داخو زما په خیال د شاعر نه د وخت تیریدو سره پخپله خامیانې اوځي


طاهر ځلاند:فني تنقيد په خپل ځای اهم دی او فکري تنقيد په خپل ځای مونږ دواړو ته ضرورت لرو او دواړو ته باید خپل اساسات ولرو


طاهر ځلاند:او لرو يې هم خو بس مونږ عملي کړي نه دي مونږ خپل ادب دخپلې سيمي فکر ته دمعرب له زاويې ګورور


فضل عندلیب:تاسو د صاحب شاه صابر تنقیدي مقالې لوستي دي؟؟او انسان که مشرق دی که د مغرب په یوه دنیا کښې ژوند کوو-نو محسوسات او کیفیات که لږ توپیر لري نو وي به-خو انساني خواهشات انساني غوښتنې او نور ګڼ اوصاف خو مشترک لرو–لکه د شیکسپیر لیکنې په تا هم ښه لږي او په مغربي هم


طاهر ځلاند:مونږ کله هم په ټولیزه توګه دا نه شو منلی چې زمونږ احساسات او افکار دې يو ډول وي احساس او فکر په ټولنیزو روایاتو کې ژوند کوي او له همدې سرچينې سا اخلي ډير هغه څه چې مونږ يې بد ګڼو هغوي ښه ګڼي او ډير هغه څه چې مونږ يې ښه ګڼو هغوي بد ګڼي که زما په مامخ زما دمېرمنې صفت څوک کوي نو مونږ يې نه شو برداشت کولی هغوي پرې خوشاليږي هغوي دحسن ځانګړي معیارات لري او مونږ ځانګړي دا په دې معنی دي چې مونږ سره ډير توپير لرو دعلم النفسيات له مخې هر دويم انسان له يو بله په ډيرو شيانو کې سره توپیر او امتیازي درجې لري نو بیا مونږ څنګه کولی شو ټول په يوې ګټه ګورۍ کې واچوو او په يوې تلې يې وتلو


فضل عندلیب:دا خو به پسې مغرب ته نه ځو-په لاهور کښې هم خلک د ځان سره ښځه د ملګري خواته راولي-او ګپ په درسره لګوي-نو دا مغرب خو نه دی کنه مشرق دی—اوسنو حالاتو کښې دنیا یو کلی دی-ددې نه انکار ممکن نه دی-نو ادب به څه رنګ له دې نه ساتو؟


طاهر ځلاند:هغه لاهور دی دیر او ننګرهار نه دی خبره دتهذیب ده هغه که په لاهور کې وي که په معرب کې


طاهر ځلاند:پښتنو قوم خپل تهذیبي اقدار لري


فضل عندلیب:تاسو د مشرق ټکی ولیکلو نو ځکه ما هم درته د مشرق حواله درکړه–ښه ځلاند صیب–هایکو ته په کوم نظر ګورۍ؟؟


طاهر ځلاند:بس يو صنف دی لکه غزل لکه نظم لکه ټپه


فضل عندلیب:د جاپان نه راغلی صنف دی خو پښتنو په خپل رنګ کښې رنګ کړ–تاسو وړومبی د هایکو شاعر څوک ګڼۍ؟


طاهر ځلاند:په دې اړه متضادې خبرې دي قاسم بنوي ربنواز مایل او رومان ساغر يې لومړي شاعران دي


طاهر ځلاند:بیا روسته اسماعيل ګوهر او نورو شاعرانو روته مخه وکړله


طاهر ځلاند:خو لومړۍ ټولګه دهايکو داسماعیل ګوهر ده چې په شپږ نوي کې چاپ شوې ده


فضل عندلیب:د قطعې تعریف که نوو ملګرو ته وکړۍ


طاهر ځلاند:په دې اړه چې زه څومره معلومات لرم نو په عربو کې به چې له کوم شاعره شعر نیمګړی پاتې شو نو هغوي به ورته قطعه ویله که غزل دوه بېته ولېکې او هغه درنه پاتې شي بس دا قطعه د
فضل عندلیب:او رباعي


طاهر ځلاند:روباغي بیا څه ځانګړي اصول لري او زما په خیال کوم مخصوص بحر لري چې نوم يې راته ياد نه دی خو که دخوشال او کاظم خان شېدا او دنورو کلاسک شاعرانو ديوانونه وګورۍ نو هلته هغه ټولې رباغي په يو ځانګړي بحر کې لیکل شوي دي


طاهر ځلاند:مونږ ورته پښتو کې بلکې په کلیواله ژبه مقام هم وایو


طاهر ځلاند:چې زیات وخت به دغزل په پېل کې ویل کېدله او یابه یې منځ منځ کې ویله


فضل عندلیب:ښه ډیر وخت مو ناخلم–خو په ځلمو شاعرانو کښې مو د جلال نه علاوه څوک ډیر خوښيږي–هاها


طاهر ځلاند:ههههههههههههه جلال دې پکې هسې قاچاکي تېر کړ خو جاوید احساس اتل افغان شنواری فاروق عادل واحد يوسفزی جلال او داسې يو څو نور نومونه هم شته دی


فضل عندلیب:تاسو صحافت هم کوۍ نو که یوه قومي پوښتنه وکړم نو ایجازت دی؟


طاهر ځلاند:هههههههههه تر اوسه لکه چې بې قومه لږیا وو ههههههه شوخي معاف ارشاد


فضل عندلیب:لکه ایجازت دی؟


طاهر ځلاند:اجازت دی


فضل عندلیب:په افغانستان کښې چې اوسنی کوم مقاومت روان دی-دا پښتون مقاومت دی؟او که تاسو وايۍ چې نه دی نو بیا هغه پښتانه څه شول؟چې بیروني مداخلت به يې نه زغمو؟که وايۍ چې دا پښتون مقاومت دی-نو دا وسني د کرزي حکومت د غربیانو ګوډاګی حکومت نه دی؟


طاهر ځلاند:په لوۍ افغانستان کې داسې مسله روانه ده چې پښتون دپښتون خلاف ولاړ دی دغربیانو په خلاف څوک هم نشته دا وخت هغه دسايل شعر دی


طاهر ځلاند:ما په ما وژني کافر هنر دی


طاهر ځلاند:دلته هم زه مرم هلته هم زه مرم


طاهر ځلاند:غربیان پښتانه دخپلو مفاداتو دپاره جنګوي


طاهر ځلاند:کوزه هم او بره هم اوس یې ډرامه دخیره کلایمکس لورې ته روانه ده ډير ژر به طالبان دحکومت برخه شي داسامه یو دمي نیول دطالبانو يو دمي قوي کېدل ټوله يو ډرامايې صحنه ده


فضل عندلیب:د اسامه مرګ د غربیانو د وتلو بهانه نه ده؟؟او تاسو پوخ یقین کوۍ چې دا ډرامه نه ده؟د خنې خلکو په نظر خو هغه په 2001کښې مړ شوی وو


فضل عندلیب:او د اوبامه د الیکشن د باره هر څه وشو


طاهر ځلاند:ضروري نه ده چې هغه دې مړ وي خو اسامه دهم دوي دلاس کرل شوی نیالګی و


طاهر ځلاند:او هغوي داسامه وژل بهانه نه بلکې يوه لاسته راونه ګڼي


طاهر ځلاند:او خلکو ته ښکاره کوي


طاهر ځلاند:چې ددوي جنګ رنګ راوړه خو چې ددايمي اډو خبره خلاصه شي ملاعمر به هم ونیول شي او ظواهري هم


فضل عندلیب:یانې ستاسو په نظر امریکه او ملګري يې دا ځل له پښتنو له خاورې نه ځي؟


طاهر ځلاند:اوس وخت کې يې تګ پښتنو ته سراسري زیان دی ځکه چې دسيمي ښاماران به يې خولې ته واچوي دپښتنو ګټه په همدې کې ده چې دوي ورسره يو وخت پورې دلته وي


فضل عندلیب:ښه ځلاند صیب–ستاسو به هم ډیر وخت نور ناخلم–خو که پښتنو او ادبي ملګرو ته څه د خپل زړه بیغام لرۍ نو دا وخت يې مناسب ګڼم


طاهر ځلاند:بس دخدای دپاره پښتنو ځانونه وپېژنې ….. تاسو له پاره خو به ځانته پېغمبر نه راځي


طاهر ځلاند:قلم او خپل تهذیب سره مينه ساتۍ


فضل عندلیب:کور دې ودان طایرځلاند صیب–مونږ به یوځل بیاهم تاسو ملګرو ته مخامخ کوو–بس یوه اخیري خبره راته وکړه–چې د/وریت پښتون/د ملګرو د مرکو لړۍ ته په څه نظر ګورۍ


طاهر ځلاند:ډیر په زړه پورې بس مونږ خو کشران خلک يو دا زمونږ مشران رامخکې کړۍ چې څه ترې زده کړو او بل دا چې کله مرکه وي نو کوښښ دې ټول ملګري کوي چې سوالونو کې برخه اخلي دمرکې خوند به نور هم زیات وي


فضل عندلیب:ځلاند صیب بیا خبره ورانیږي کنه–مونږ په دیره کښې پڼځه لس سوه کسان یو-نو وړومبۍ مرکه مو د /جلال امرخیل/دویمه/خان زمان کاکړ/دریمه/انعام الله ګوهر/څلورمه ستاسو سره شوه–نو که هرسړی سوال کوي نو بیا موضوع بدلیږي—-بهرحال ستاسو خبره د سوچ وړ ده


طاهر ځلاند:ډيره مننه ستاسې له درناوي چې ما ته مو راکړه ستا سې له ټولو ملګرو زه پوره وړی خوشاله ژوند ولرۍ که کومه خبره مې ناسمه کړي وي نو بخښنه غواړم تاسې ته دښه ژوند غوښتونکی يم


فضل عندلیب:د ټولو ملګرو له اړخه ستاسو یوه نړۍ مننه–کور مو ودان—د بیا راتګ په هیله


طاهر ځلاند:سم دستي دخدای په امان