کور / مرکه / له باز محمد عابد سره مرکه

له باز محمد عابد سره مرکه

عابد صیب د پښتنو دیرې ته ستړی مشې


باز محمد عابد:  مننه عندلیب صیب تاسو او په دیره کې ناست ټول یاران دې ستړی نه شي.


فضل اندلیب :  عابد صیب-په پښتو ادبي خلکو کښې ستاسو نوم د تعارف محتاج نه دی خو د ملګرو د پاره خپله پيژندګلو پخپله وکړۍ


باز محمد عابد:  سمه ده جانانه، بازمحمد عابد یم. د نن نه ۴۴ کاله پخوا د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د ثمرخیلو کې کې پیدا شوی یم تر یولسم تولګي پورې مې د کلي ښوونځي کې زده کړې کړي او په ۱۹ کلنۍ کې مې خپل پلرنی کلی پریښی او په پيښور کې استوګن شوی یم.


فضل اندلیب :  مننه عابد صیب تاسو کوم چاپ ادبي اثار هم لرۍ؟


باز محمد عابد:  هو شته دی. د نکریزو پاڼه د شعرونو لومړۍ ټولګه ده چې په ۱۹۹۷ کال کې هغه وخت ناهید کتاب خپرولو موسسې څبره کړې وه دویمه یې پّ ۲۰۰۰ م کال د هیلې دوه میاشتینۍ ادارې خپره کړې. په ۲۰۰۴ کې مې نامريي ځواک د لنډو کیسو یا افسانو ټولګه چاپ شوې. په ۲۰۰۶ کال کې دانش خپرندویه ټولنې دوه زاړه کتابونه له نوې شاعرۍ سره یو ځاي کړل او د جانانه کله خو راپيښه وکړه په نوم یې په چاب کړه . یو کتاب مې د خیتزو سیمو د ژورنالستانو ټولنې چاپ کړی چې هغه د افغان ادبي بهیر ځینې چاڼ کړي ریپورټونه دي او یو کتاب مې تدوین کړی چې هغه زما د


باز محمد عابد:  ګران ملګري کاروان صیب هغه لیکنې دي چې د یارانو په کتابونو یې کړي او زما خوښې شوې وې هغه راته د میدان وردګو والي حلیم فدايي د مڼې ګل د مشاعرې په مناسبت چاپ کړی و


باز محمد عابد:  نورې خورې ورې لیکنې، خاطرې، لنډې کیسې، یو کتاب نیم شاعري یون لیکونه او ځان پيښې راسره په انترنیټ کې خواره واره پراته دي لاس لیکلی یې نه لرم


فضل اندلیب :  کورموودان عابد صیب–ستاسو ادبي هلې ځلې د ستاینې وړ دي—تاسو چې کله پيښور ته راغلۍ نو دلته د کومو کومو لوړ پوړو ادبي هستیانو په صحبت رنګ شوۍ—؟ستاسو عکسونه مې د قلندر مومند او نورو سترو لیکوالو سره لیدلي-له دې دا مقصد شو چې تاسو د هغوي په تنقیدي غونډو کښې ناستې هم کړي دي–نور داسې کوم لیکوال دي چې نومونه شریکول يې تاسو د ملګرو سره مناسب ګڼۍ؟


باز محمد عابد:  عندلیب صیب، خبره به ډیره اوږده شي خو زه به کوښش وکړم چې په لنډو کې یې درته ووایم. ما پيښور کې د لوړو زده کړو هیله تر سره نه کړی شوه او د هغه وخت په جهادي ادبیاتو مې د لوړو زده کړو تنده ماتوله. په افغاني مجلو کې به مې د سپدې مجله لوستله چې پسرلی صیب چلوله، رفیح صیب، شهید حکیم ټنیوال کاروان غضنفر او نثار صیب دوی به مې لوستل خو پيژندل مې نه بیا داسې وخت راغی چې په کراره کراره مې شعر لیکل پيل کړل


باز محمد عابد:  دا شعرونه به مې وحدت ورځپانې ته په ډاګ لیږل خو نه چاپ کیدل بیا یوه ورځ خپله ورغلم د پریشان داودزي دفتر ته سیخ ننوتم او بې مقدمې مې وویل چې تاسو ولې زما شعرونه نه چاپ کوې؟ هغه دې خیر یوسې اوس یې هم زه د مینې پورړوی یم هغه راته د مرحوم قلندر صیب د ساهو لیکونکو مرکې پته راکړه بس ویل یې په همدې خیبر بازار اردو ساین لایبریری کې هر زیارت کیږی


باز محمد عابد:  نو کله چې هلته ورغلم د هغه وخت سره مې سیف الرحمن سلیم، سلیم راز، اکرام الله ګران، عاصی هشتنغری، فرید صخرایی، اباسین یوسفزی، حنیف خلیل، زبیر حسرت، روښان یوسفزې، حنیف قیس، مشتاف مجروح، ځلان مومند چې هغه وخت کشر و خو ډیرې خبرې یې زده وې. ډاکټر اسرار او غازی سیال او د اوسني دور چې څومره نوموړي شاعران او لیکوال په لر او بر کې ګورې ټولو سره مې ډیر نیږدیکت تیر شوی او په ټولو تر اوسه ګران یم


باز محمد عابد:  د قلندر صیب د مرکې له برکته او حنیف خلیل له برکته مې مصطفی سالک وموند او د نثاز صیب له برکته مې کاروان وموند، دا د کال ۱۹۹۲ خبره ده چې موږ سره پیدا کړل. بیا به ګډ مرکې ته سره تلو او فې البدیهه مشاعرې به مو کولې او بلاخره د مشرانو په مشوره او لارښوونه مو په شریکه د افغان ادبي بهیر بنیاد پّ پيښور کې کیښود دا د ۱۹۹۴ کال خبره ده


فضل اندلیب :  مننه عابد صیب–تاسو ښه شعر کوم یو ته وايۍ؟نن سبا غزل ډیر په جوبن کښې دی-او د پښتو ژبې نوراصنافو ته لیکوال ډیر پام نه کوي–ددې څه وجه ده؟
2 hours ago • Like • 4 people
باز محمد عابد:  دا ړومبۍ پوښتنه دې وروسته ځوابوم خو دا چې غزل ولې شاعران ډیر لیکي زما په خیال دا موزون والی یې شاعرانو ته خوند ورکوي یا دا چې موسیقیت په کې ښه رانغښتل کیږي د ازادو او مقفه نظمونو په پرتله یې جوږښت یوه اندازه اشان دی، په چار پاره او ازادو نظمونو کې تسلسل په پام کې نیول هم په شعر لیکلو کې یو ټیکنیک ته اړیتا په کې پيښږی او غزل بیا د دې قید او بند څخه مبرا ګڼل کیږي بل دا چې تاثیر یې په ټولنه نیغ په نیغه پریوځي


باز محمد عابد:  د ړومبۍ پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې ښه شعر ځانګړنې لري او هغه ټولې ځانګړنۍ په یوه بیت کې نه راڼولیږي خو د هغو ځانګړنو څخه چې ډیره کمه برخه هم په یو بیت کې راوړل شي نو په ښو شعرونو کې شمارل کیږي


فضل اندلیب :  ستاسو مراد فکري ځانګړنې دي که فني-که دواړه؟؟


باز محمد عابد:  دواړه، زه بې فکره فن نیمګړی ګڼم او بې له فن نه فکر هم


فضل اندلیب :  کور دې ودان عابد صیب—که فني خبرې–یانې وزن بحر قافیه ردیف وغیره سم وي نو د ښه غزل د پاره نور کوم څیزونه ضروري دي؟؟


باز محمد عابد:  فن که د هنر په مانا واخلو بیا د شعر تر جوړښت وړاندې هم په شعر کې یوه ځانګړنه ده چې هغه کلیمات په مناسبو ځایونو کې کیښودل دي چې دا کار پّه پښتو شعرونو کې ډیر کم لیدل کیږي خو په اوسنو ښو شعرونو کې بیلابیلې ځانګړنې شته چې شعرښکلی کړي، که په فني اړخ پرې راتاو شو او د کلیماتو مناسبې کارونې ته تم شو نو وبه ویني چې شعرونو ته تلپاتې خوږلني وربڅښی لکه درویش دراني چې یې کاروي او یا هم کاروان صیب چې ورته تم کیږي


باز محمد عابد:  نور په شعرونو کې تصویر هم د اوسني شعرونو یوه عمده اړخ جوړوي مطلب دا چې په لفظونو کې تصویر ورکړل شي


فضل اندلیب :  سمه ده غابد صیب–نن سبا چې کوم فني تنقید د فیس بوک او نورو رسنیو له خوا خپوریږي—که په دغه پيمانه–نور نه یادوم خو د غني خان کلیات وګورو-یا يې دې نقادانو ته کیدو نو پوره یقین مې دی-چې د کلیات د پاڅه هغه تصویر به يې پاتې کړي او نور به سودم ته شین وي—-نو د فکري تنقید نه شتون د اوسني پښتو ادب د جمود لوي لامل نه جوړیږي؟او مونږ له د سوچه تنقید د پاره څه کارونه کول پکار دي؟؟


باز محمد عابد:  عندلیب صیب ډیر وړاندې لاړې، موږ سره په اوسمهال کې د غني خان کلیات خو په ځای پریږده چې په ډیرو مبتدي غزلونو د تنقید کولو جوګه نه دي. بلکې که له فیسبوک نه راووځو او د معاصر لویو لویو ادیبانو ته تم شو هغې تنقیدي روحیه او تدارک به په چا کې پیدا نه کړې لکه نیمه پیړۍ د مخه چې موجود وو او په لر کې او هم په بر کې تنقید بیخی د جمود ښکار دی. بې بنده باره کتابونه چاپ شوي او لا چاپیږی، خو داسې څوک راپیدا نه شول چې معیار ورته وټاکي، په کار ده چې د بې بنده وباره چاپ مخه داسې یو کمیټه ونیسي چې مقتدره وي هم په لر کې او هم په بر کې او هر هغه څه چې څوک خپروي باید داسې یوه کمیټه موجوده وي چې هغوی د تنقید په وصولو پوه وي او د خپرولو او نه خپرولو فرمانونه پرې صادر کړي بیا به نو زموږ شعرونه شعرونه وي او نثرونه به مو نثرونه وی


فضل اندلیب :  مننه عابد صیب–ځان پوهول او ملګرو ته ستاسو د علم رڼا رسول خپل فرض ګڼم نو که یوه نیمه پوښتنه د خپلې لنډۍ بوچۍ مطالعې په رڼاکښې وکړم نو بذه به نه وي—بل سوال دا لرم چې نظریاتي شاعري نن سبا غزل ته هم ننوتله—نو په دې حقله تاسو څه نظر لرۍ؟


باز محمد عابد:  ما مخکې هم د غزل په ستاینه کې یو څه خبرې وکړې او دا حسنه یې هم په برخه شوې ده چې اوس په کې خلک نظریاتي شاعری هم کوي بلکې له اوسه یې نه کوي له کلاسیک ادب نه هم ورسره مله ده. د خوشحال بابا په پښتنو تنقیدي شاعري د هغه وخت د نظریاتو استازیتوب کوي او دا د غزل د نازکې خو مزبوتي جولې ځانګړنه ده چې په لږو خبرو کې لویې لویې کیسې رانغاړي


فضل اندلیب :  مننه عابد صیب—تاسو اذاد نظم ته په کوم نظر ګورۍ؟


باز محمد عابد:  ازاد نظم که د ټولو اصولو سره به سمه بڼه ولیکل شي، او خیال دومره غښتلی او پراخه وي چې په مقفه نظمونو او غزلونو کې نه راټولیږي او بیا ورته د نظم پنجره ماتول وي تو بیا خو دې ولیکل شي زه یې طرف دار یم له همدغسې نظمونو څخه چې په ټوله مانا په کې ښکلا راټوله ده د کاروان صیب د چنار خبرې کوي نظم په مثال کې درکولی شم. په هغه کې لفظي ښکلا، راټوله ده. تصویرونه په کې پریمانه دي، د خیال تسلسل یې د یوې هنری لنډې کیسې په شکل پر مخ ځي فکر او خیال یې په دومره ښکلي امتزاج سره تړلي چې د ټول هیواد کیسه د یوه چنار په خوله کوي، نو زما د کاروان په ټوله شاعرۍ کې اول دا نظم خوښ دی او بیا غزلې او نظمونه


فضل اندلیب :  ستاسو پام یوې بلې موضوع ته راړوم–ځنې خلک په شعر کښې تصوف ته یا تصوف ته د دنیا نه تیښته واي—او ځنې خلک يې ستاي-او واي چې تصوف د امن نوم دی-او د انسان او خداي ترمینځه د مینې نوم دی–تاسو په دې خقله څه نظر لرۍ؟


باز محمد عابد:  که خه هم زه په زلمیتوب کې پوره پنځه کاله د صوفیانو په حلقه کې پاتې شوی یم. هغه داسې یوه لاره ده چې په انسان فکر کوي چې د الله تعالی له ذات سره یې نیغ په نیغه اړیکه وی. او ځان د خپل تسکین په خاطر تر بل هر چا خدای ته نیږدې ګني. نو بیا چې کله ما په ځینې صوفیانه شعرونو کې هغه څرکونه ولیدل نو دا شاعران راته حق په جانب ښکاره شول. نو زه هم یو له هغو څخه یم چې د خدای سره په مینې پوخ باور لرم نو که دا د تصوف برخه وي تو ما هم صوفی وګڼۍ هاهاهاهاهاها توکه دې هم په کې وي


فضل اندلیب :  نو تاسو بیا ددغه ځایه د وحدت الوجود فلسفه خوښه کړه که د وحدت الشهود؟


باز محمد عابد:  تر هغې حده خو په مې ونه رسیدم البته د دې دواړو فلسفو اداب مې زده کړی وو. اوس دې خدای راباندې وړحمیږي.


فضل اندلیب :  ښه غابد صیب—تاسو د پښتو نور اصناف لکه سندره چاربیته-نیمکۍاو نور هم لیکۍ که یواځې غزل نظم او قطعه لیکۍ؟


باز محمد عابد:  نه جانانه نورو ولسي اضنافو کې مې لاس نه رسي، غزلې، نظمونه، قطعې، ازاد نظمونه لیکلی شم


فضل اندلیب :  کور دې ودان عابد صیب—دا خبره هم د کولو ګڼم چې پښتانه شاعران اکثر قامپ رست وي–یانې د قام مینه ورپکښې له هرچا نه ډیره وي–نو تاسو هم کومه قام پرسته شاعري-د نظم یا نورو اصنافو په شکل کښې کړې ده؟


باز محمد عابد:  عندلیب صیب، ډییره ښه پوښتنه دې وکړه. دا راسره ومنه چې زه د یوه افغان په حیث یو قوم پرست انسان یم، کله نا کله مې شعوري کوشش کړی چې قوم پرستي شاعری وکړم خو هغه به هم رانه په مینه رنګ شوه. نو داسې کوم خاص نطم مې په قوم پرستۍ نه دی لیکلی خو په غزلونو او نظمونو کې یې رانه یو څه څرک د قوم پرستۍ هم ځای شوی دی خو زه نه پوهیږم هغه شعرونه چې ما به په کې د قوم پرستۍ نظریه راوړله تغزلی به نه راتله داسې شعاري بڼه یې خپلوله خو ډیر په خپلو شعرونو کې مینې ته تم شوی یم


فضل اندلیب :  عابد صیب وخت مو ډیر ناخلم-خو ځنې خلک په ترنم کښې شعر واي–خو چې کله يې شعر د لیکلو حالت ته راشي نو بیا پکښې بلها فني خامیانې وي-تاسو ترنم ته په کوم نظر ګورۍ؟


باز محمد عابد:  ترنم خو د موسیقۍ ځاي ډکوي نو د پښتون په روایانو کې موسیقي راګډه ده په رګ رګ کې یې خوره ده، نو چې څوک د ترنم خواږه په خپل غږ کې ولري هغه دا مانا لري چې د موسیقۍ د برخې خوند اوریدونکو ته ور انتقالوي نو زه دا منم چې ډیر کمزوءزی شعرونه د ترنم د سیوري لاندې داسې تیریږی لکه اوسنۍ پښتو سندرې چې له شاعرۍ په کې د موسیقۍ اغیز ډیر پیاوړي دی


باز محمد عابد:  تر هغې درسره خبرې کولای شم چې څومره پوښتنې له تا سره وي کخبروه بجلی لاړه نو بیا به ګیله نه کوي او پوښتنې دې بله ورځ هم درځوابوم البته د خبلې پوهې سره سمې زه دا نه وایم چې زه به معقول غږیدلی یم کیدای شي نوي په سلو کې زما له سره مخالفت وکړي چې زه دا د هغو حق ګڼم


فضل اندلیب :  یانې ځنې شاعران ترنم یا طرز مخکښې جوړ کړي او شعر بیا ورسته ورله ولیکي—نو دغلته يې د شعر خوند وران شي–او ښه شاعران شعر اول ولیکي او بیا طرز ورله وروسته ورکړي نو دغه خوند کوي او فني تقاضې هم پوره کوي—ستاسو څه خیال دی؟
5
باز محمد عابد:  بلکل زه درسره موافق یم . که موږ او ستاسې نامتو شاعر رحمت شاه سایل ته تم شو هغه هم ترنم کوي خو له ترنم سره ښه شعر هم لیکی نو هغې سره چې زما خبرې د راډیو د مرکو له پاره شوي هغه راته دا ویلي دي چې زما په تخیل اول د ترنم یوه زمزمه راشي له ځانه سره داسې یوه څه وایم چې زه هم پرې ته پوهیږم خو کله چې شعر مکمل شي نو طرز ورته وروسته جوړوم او هغه دا هم ویلی ذی چې ډیرې غزلې یې په ځوانۍ کې په خپل اواز ریکارډ کړې وې چې بیا به د کیسټو په دوکانونو کې خرڅیدې چې وروسته بیا ډیرو تکړه تکړه سندرغاړو د همغه په طرز کې له موسیقۍ سره ویلی دی


فضل اندلیب :  او عابد صیب خپل یو نوی غزل ورسره هم ملګرو ته وړاندې کړۍ


باز محمد عابد:  وبڅشه که پوښتنې دې ختمې وي نو بیا به درته غزل وایم خو پّ دې شرط چې په مرکې خپل نظر همدلته د دې یارانو په وړاندې ورکړې چې زما خبرې په دې ارزیدې چې پوره درنیم ساعته مو دا یاران له ځان سره وساتل؟


فضل اندلیب :  عابد صیب زما سره دلته په خپله کمره کښې نزدې نزدې دیرش ملګري ناست دي او ستاسو د خوږو خبرو نه خوند اخلو–دا خو زما د باره د ملغلرو نه کمې نه دي—تاسو به وړومبی غزل ورکړۍاو بیا به ټولو پښتنو ته خپل پیغام ورکړۍ–یوه نړۍ مننه


 


باز محمد عابد:  -دا ژوند خو تيرول غواړي څه چار ورته ګورم


ـ نور پام باندې قدم ږدمه او لار ورته ګورم


درويشه ما هم توره د بابا په چت کې کيښوه ـ


ما ستن لاس کې نيولې ده او تار ورته ګورم


ـ دا زړه به مې ټوټه ټوټه له ښکلو نه راټول کړم


له عقل سره پيوسته څه کار ورته ګورم


ستا ياد مخې ته راغی او اقرار د وعدې غواړي –


لږ سوج کوم خپه نه شې انکار ورته ګورم-


د کلي ټول رنګونه به له ځانه سره يوسم=


په لپو يې شيندمه چيرته ښار ورته ګورم


فضل اندلیب :  د کلي تول رنګونه به له ځانه سره یوسم—–واواواواواعابد صیب کور مو ودان–د پيښور په بجلۍ هم باور نشته نو خپل پيغام ملګرو ته ورکړۍ–او بیا درته مخه ښه وایم


باز محمد عابد:  په اردو ژبه کې یوه معقوله ده چې وايي:
چهوټي مو بړي بات
نو زه به په دې وړې خولې نه څه پیغام ورکړی شم. خو دومره ضرور په ځان فرض ګڼم چې ټولو پښتنو ورونو ته مالومه ده چې پښتانه د یوه عالمي سازش لاندې ځپل کیږي، نسل کشی یې روانه ده، هر څوک چې څه توانايی لري هغه دې په کار واچوي او خپل مظلوم ولس دۍ د دې حالاتو نه راوباسي، او دا مسوولیت تر هر چا زموږ او ستاسې په غاړه دی ځکه چې نن موږ او تاسو د هغو پښتنو پر تله چې په غرونو کې اوسیږي یو څو قدمه را مخته شوي یو او د انټر نیټي اړیکو څخه د نورو نړیوالو په څیر برخمن یو نو چې په دې وخت کې هم موږ د خپل ولس د بیدارولو چیغه پورته نه کړو نو دا به مو له خپل قوم او ولس سره جفا کړي وي


فضل اندلیب :  له خوږو افکارو مو لوګی شم–عابد صیب یوه نړۍ مننه چې تاسو زمونږ ملګرو ته خپل قیمتي وخت ورکړو–او زمونږ د ملګرو د پاره به تاسو یو ځل بیا هم دې دیرې ته راولم——کور دې ودان—یوځل بیا مننه——او شپه مو پخیر د پښتون اولس د بیدارۍ او پرمختګ په هیله


باز محمد عابد:  په الله مو سپارم له تاسو هم ډیره مننه چې زه مو برداشت کړم او له هغو تولو یارانو نه هم مننه چې ما او تایې کرښه په کرښه تعقیب کړی یو. یوه نړۍ مینه


 

.