کور / تازه خبرونه / لويه پکتيا: د اوبو او بريښنا وزارت نوي پروژې…

لويه پکتيا: د اوبو او بريښنا وزارت نوي پروژې…

پرون د مالي وزارت معين شهراني او د اوبو او بريښنا وزارت معين په پكتيا ولايت کښي د نويو پروژو خبر وركړ:


۱- د بريښنا شبكه : كابل – پكتيا  له اويا ميلونو څخه تر سلو ميلونو ډالرو پوري.


۲- د مچلغو د اوبو بند جوړول؛ چي شل ميلونه ډالر ورته ځانګړي شوي.


۳- د پكتيا پوهنتون د تعمير جوړول او فرنيچر اخيستل – ۱۶ سوه زره ډالر .


له اويا ميلونو څخه تر سلو ميلونو امريكايي ډالرو پوري ‌‌د بريښنا د لګېدولو په برخه كي له كابل څخه ژمنه وشوه چي دا پيسي د آسيايي بانك بلاعوضه مرسته ده


چي د بريښنا د اشبكه به  پكتيا، پكتيكا او خوست ته بريښنا وركوي



همدارنگه د مچلغو بند په اړه ژمنه وشوه چي شل ميلونه دالر وركول كيږي چي بند پري جور شي  اوس مهال يو ميليون دالر  عملا د او بو او بريښنا وزارت ته وركړل شول چي تخنيكي د بند سروي وشي



همد رانگه د پوهنتون په برخه كي شپاړس لكه دالر وعده وشه چي په 15 لكه به يي تعمير جوريږي او يو لك به په فرنيچر او تجهيزاتو لگول كيږي