کور / تازه خبرونه / هلمند : عامه كتابتون ته څلور زره كتابونه وركړل سوه

هلمند : عامه كتابتون ته څلور زره كتابونه وركړل سوه

نن ددغه ولايت  عامه كتابتون ته ديولړمراسيموپه ترځ كى څلورزره جلده كتابونه كښيښودل سوه .


دغه كتابونه چى تيره ورځ دمركزكابل څخه دهلمندولايت ته راورسيده نن ددغه ولايت دوالى دځاي ناستى سيد امان الله سادات په لاسونودكتابتون په الماريوكى ځاى پر ځاى سوه .


امان الله چى ددغه ولايت مستوفى دى اودامهال دوالى ځاى ناستى دى وويل چى ډير دخوشحالى ځاى دى چى ددغه ولايت كتابتون ته څلورزره كتابونه راوړل سوه او داطلا عاتو اوكلتور دوزير عبد الكريم خرم څخه يي مننه وكړه چى دهلمندولايت ته يي كتابونه وركړ ل اودلازياتو همكاريو غوښتنه داطلاعاتو اوكلتوروزارته څخه وكړه نوموړى په خپل خبروكى وويل چى كه څوك ددغه كتابوڅخه دلوستلوپه برخه كى كار واخلى باوروينم چى زموږ دسر څخه به بدبختى ليرى سى .


ددغه كتابو دځاى پر ځاي كولو په وخت كى دولايتى شورا استازى اوحكومتى چارواكى هم راغونډ سوى وه .


ددغه كتابتون مسؤل شير احمد خان هم په خپل وارسره وويل چى دخوشحالى ځاى دى چى يوځل بيا نوموړى كتابتون ته كتابونه راوړل سوه نوموړى وويل چى تردى مخكى په دغه كتابتون كى دوه زره كتابونووجود درلو د چى ددغه ولايت دوگړولپاره كافى نه وه ولى اوس چى څلورزره كتابون راوړل سوه ښايي يوڅه دخلكودمعلوماتو دپام وړسى نوموړى زياته كړه چى په راوړل سوكتابونوكى اجتماعى ،اسلامى ،كلتورى ،اوانگليسى كتابونه سته ده وويل چى دهريولوستوونكى لپاره ددوى دروازه خلاصه ده چى په ډاډه زړه دلوستلولپاره كتاب يوسى  .


په راغونډوسوكسانوكى يوتن چى عبدالصمدنوميدى وويل چى خوښ يم چى دهلمندولايت ته دامهال دمرميوپرځاى كتابونه راځى


نوموړى زياته كړه چى دغه كتابونه ددى ښكارندوى دى چى اوس هلمندوال دجگړى څخه ستړى اولوستلو ته يي زړه ښه كړى دى .


د هلمند مرکزي عامه کتابتون  د لوموړي ځل لپاره  د اطلاعاتو او کلتور وزارت د زرګونو ټوکو بيلا بيلو کتابونو په ورکولوو سره ددې جوګه کړ  چي خلک  مطالعې او څېړنو ته را مات کړي .


دغه کتابتون چي څو څو ځله په کورنيو جګړو کي سوځل سوى دى دا ځل  د اطلاعات او کلتور وزرات  څلور زره ټوکه کتابونه ورکړل .


دغه دولتي کتابتون چي په لښکرګاه کي دى  څو څو ځله د کورنيو جګړو له امله په بشپړه توګه سوځل سوى دى  ، اوس هم پکي په زرګونو داسي کتابونه  ليدل کيږي چي نيم سوڅل سوي دي .


د اطلاعات او کلتور وزارت  نوموړي کتابتون ته څلور زره  ادبي ، سياسي ، روغتيايې او نور ټولنيز کتابونه ورکړل ، چي د ځينو فرهنګيانو په اند دا د هلمند ولايت فرهنګ ته لويه لاسته راوړنه ده او په دې کار سره به د هلمند ډېرو خلکو ته د مطالعې او څېړنو اسانتيا برابره سي .


ويل کيږي  دا مهال په نوموړي کتابتون کي تر لسو زرو پوري کتابونه شتون لري .


هيره دى نه وى  چى دامهال په هلمند ولايت كى بيشميره ليكوالان اوشاعران سته خوولى بايد وويل سى چى دامهال په دغه ولايت كى يوكتابتون دى.