سلطان محمد فاتح په زړه پورې تاریخي داستان – لسمه برخه
سلطان محمد فاتح په زړه پورې تاریخي داستان – نهمه برخه له دې ځايه ولولی
لسمه برخه ..
«اوس نو څه ته انتظار کوې …. اوس خو زمونږه لور غزاله جانه باید زمونږ کور ته راوستل شي . ځکه هغه هلته دخپلې عیسوي مور سره دخوندیتوب احساس نه کوي .»
قاسم دخپلې مور په خبرو ډیر حیران شو . هغه ته داسې څرګنده شوه چې په دې سهار کې د هغه د مور د خبرو او دهغه د تیرې شپې دخوب تر منځه یو ډول یوشانتوالې تر شترګو کیږي . هغه ته په ناڅاپې توګه د مارسي هغه خبره هم یاد ته راغله چې ډیره موده مخته یی قاسم ته ویلي وو ….. « زه هر وخت د خپل خوندیتوب په اړه اندیښمنه کوم »…… ډاګیزه نه شوه چې قاسم ته څه ورپیښ شول چې یو ناڅاپه یی د سهار د ناشتې څخه لاس واخست . هغه په ډیر غمژنه توګه خپلې مور ته وویلې :
« مورجانې ! داریښتیا ده چې زه د غزالې د خوندیتوب په اړه ډیر اندیښمن یم، خو دسلطان د راستنیدو دمخه زه هیڅ داسې قدم نه شم اخستلې ، ځکه زه سلطان دلته په اورنه کې څارونکې اوسراغ رسان ټاکلې یم . نو اوس که زه چیرې په دښمن باندې دڅارنې په ځاې دواده په مراسمو کې مصروف شم نو بیا به زه دسلطان تر مخه خجالت و اوسم ……. بس یو څو ورځې نور هم صبر وکړئ، څنګه چې سلطان دخپل فوځې مهم څخه بیرته را ستون شي نو مونږ به هم غزاله کور ته راوړو »
په د ې وخت کې د قاسم ذهن بل ځاې کې مشغول و ، هغه چې څه ویل هغه یی په خپله هم نه اوریدل. خو دهغه په دماغ کې د تیرې شپې خوب یو ځل بیا خپلې نوکې ښخې کړې وې . ډیره نا ارامي یی احساسوله . په همدې وخت کې د قاسم دکور دروازه چا و ټکوله . د قاسم کور ته دمارسی نه پرته بل څوک دومره نه راتلل . قاسم ددروازې دهمغه لمړي ټکټک سره را پورته شو خو یو ناڅاپه ډیره حیران پاته شو چې مارسی به ولې دومره وختي زمونږکور ته راغلې وي ؟ هغه راپورته شو او په ډیر بیړه دروازی ته ورغې . خو کله یی چې په دروازې کې د پټې محکمې مشر بهرام خان وکوت نو ډیر حیران پاته شو ، مارسي یی له یاده ووته او دا فکر یی په ذهن کې را وګرزید چې هسې نه چې په ښار کې ابوجعفر دبغاوت اور نه وي لګولې . هغه دروازه و تړله او بیرون د بهرام خان سره په خبرو شو .
« بهرام خانه ! خیریت دې … ته ؟…… دومره سهار وختي ……؟؟»
خو دبهرام څیره دقهره تک شنه وه . دقاسم زړه هم په زوره زوره درزیده او اعصاب یی ستومانه شوي و . هغه خپل ځان د هر ډول بدې خبرې اوریدو ته تیار کړې و . په همدې خاطر یی د بهرام خان څخه یو ځل بیا وپوښتل.
« بهرام خانه ! ته خو هیڅ نه وایی ؟…. دومره سهار وختي دلته څنګه راغلې یی ؟»
بهرام خان په نیولې ژبه ورته وویل « ستا له پاره زه ښه خبر نه لرم قاسم بن هشام ! زه تاته لږ څه زحمت درکول غواړم …..»
د بهرام خان د لهجې څخه دقاسم خان په تندې خولې را ماتې شوې . ځکه ضرور داسې کومه خبره شته …هغه د بهرام خان په لهجه کې نه یواځې طنز محسوساوه بلکه دهغه تحکمانه انداز یی هم له پامه و نه ویست . خو بیا یی هم ترې و پوښتل :
مقصد دې څه دې ؟….. ته ماته څه ویل غواړې ؟….. کومه خبره زما له پاره ښه خبر نه دې ؟»
«قاسم بن هشامه ! د البانوي وینځې په کور باندې چا حمله کړې ، حمله کونکو هغه هم وژلې ده او ترڅنګ یی دهغې زوړ ملازم او ځوان کوچوان هم له منځه وړې دې . دهغې ځوانه لور هم حمله کونکو له ځانه سره تښتولې ده . ددې ټولو حالاتو او ګواهیو نه دا څرګندیږي چې ددې وژونکو عملیاتو شاته یو شخص قرار لري ….»
بهرام دهمدې خبرو وروسته خاموشه شو. خوپه ددې وژونکې خبر په اوریدو سره په قاسم سر وګرزید. هغه دخپلو پښولاندې زمکه خویندونکې احساسوله . دمارتها، اکبر او زوړ خادم د وژلو خبر دقاسم لپاره لړزونکې و . اوس نو هغه دبهرام خان تحکمانه لهجه هیره کړې وه . هغه دې ته هم متوجه نه و چې د بهرام خان سره د پټې محکمې درې څلور کسان عسکر هم ولاړ دي .
هغه لا تراوسه د پیښې په چار چاپیر کې ډوب و چې یو ځل بیا یی ټکان وخوړ . بهرام خان ورته وویل :
قاسم بن هشامه ! د البانوي وینځې لور مارتها د څو ورځو راهیسې ستا کور ته تله راتله . او د بهرام خان دسترګو څخه داخبره پټه نه وه …… ماته دا هم ډاګیزه شوې وه چې البانوي وینځې له تا او له تا سره دملګرې پیغلې مارسي څخه کرکه کوله . اوس ددې نجلۍ ژوندۍ غیبول او په بې رحمۍ سره دمارتها وژل همدې لورې ته اشاره کوي چې زه باید تا سمدستي له ځانه سره بوځم او بندي دې کړم .»
اوس نو دقاسم پښتۍ سره ورغلې وې . دهغه د بدن ویښتان را زیږه شوي و. اود یوې لمحې له پاره بې روحه ولاړ و اوبیا یی د ویرې پرته په ډیر قهر سره بهرام ته وویل : « څه ؟……..دا ته څه چټیات وایی ؟ تا خو اصل جاسوسان پریښې دې اوزما څارنه دې پیل کړې ده . دومره ستره پيښه شوې ده ، زه دسلطنت شاهي سراغ رسانه یم او همدا وخت دې چې دمجرمانو څټونه ورمات کړم …… خو ته زما دبندې کولو خبرې کوې ؟…..»
د قاسم د ژبې څخه اور وریده ، خو بهرام خان سمدستي خپله توره لوڅه کړه او برق په څیر و غرید او ویی ویل : « قاسم بن هشامه ! ته د بهرام خان په سترګو کې نه شي ور ننوتلې . ما ستا د نیولو اوبندې کولو د ټول تیاري سره یو ځاې دلته راغلې یم . ما د پیښې د پلټون د تکمیلیدو نه وروسته ، تر هر څه دمخه شهزاده علاوالدین ته مراجعه وکړه . او دروند شهزاده ماته په ذاتي توګه حکم وکړ چې تا سمدستي له ځانه سره بندي کړم، زه د سلطاني قصر څخه نیغ په نیغه دلته راغلې یم .
اوس نو دقاسم احساس را ژوندې شوې و ، هغه ته ډاګیزه شوه چې هغه په ډیره بده توګه د جاسوسانو په جال کې را ښکیل شوې دې ، هغه فکر وکړ چې داځل بندیتوب به یی د سلطنت له پاره ډیر زیات زیانمن ثابت شي . ځکه ددښمن سازشونه هم خپلو اخري پوړونو ته رسیدلې دي . هغه دې ته هم متوجه و چې دا ځل به سلطان علاوالدین هغه په عزتمنده توګه له خپله ځانه سره نظر بند نه کړي بلکه شونې ده چې نوموړې به دهغو دری ګونو قتلونو په جرم دجلاد تورې ته ورحواله کړي . په همدې خاطر یی پریکړه وکړه چې جالات هر ډول چې وي باید د بهرام خان لاسو کې ځان و نه نښلوي . هغه په همدې فکر کې ډوب و چې تر شا یی دروازه پرانستل شو ه، دا طاهر و ، د قاسم ورور ،هغه د بهرام خان قهر جن اواز اوریدلې و ، په دې خاطر ددروازې نه بیرون راووت . طاهر د کومې ترمخه خطرې له مخې خپله توره همداسې لوڅه راخستې وه . کله چې د دروازې څخه را بیرون شو نو سترګې یی د بهرام خان په لوڅې تورې ور ونښتې . هغه لا تر اوسه په موضوع نه و پوه شوې چې بهرام خپلو عسکرو ته حکم وکړ :
« دا سړې بې وسلې کړئ او ویی نیسئ ..»
عسکر را مخته شول خو طاهر دخپله ځایه هم ونه خوزید، هغه د حجاز د درې منل شوې توره وهونکې او دعثماني سلطنت د تورې د وهلو د فن تر ټولو ستر استاد و . هغه درې واړه عسکر هملته تم کړل ، په داسې حال کې چې د بهرام خان سره یی ذاتي پیژندګلوي هم درلوده او په کار ورته داو چې هغه د بهرام خان څخه د مسئلې حقیقت ځانته معلوم کړې و، خو هغه د بهرام خان په نیت باندې وپوهید. هغه دا هیله نه درلوده چې د بهرام خان څخه داسې کومه نا خوښه خبره واوري . همدا علت و چې هغې دمحکمې ددرې واړو عسکرو تر مخ خپله توره پورته کړه او د بهرام خان په ګډون یی پر ې حمله ور وړه . ددروازې تر مخه د طاهر او د بهرام عسکرو تر منځه د تورو د وهولو شړنګار له لرې لرې څخه اوریدل کیده. طاهر دخپلې تورې په زور څلور واړه سپاهیان په نڅا نڅول . اوس نو دغو عسکرو اوبهرام خان دا احساس کړې وه چې هغوې نه شی کولې ددې پوه اوماهره توره وهونکې په مقابل کې بریا تر لاسه کړي . …… بهرام د قاسم په سر توره نیولې وه او هغه یی په خپل قابو کې راوستې و ، دهغه په سترګو کې حیرانتیا هم وه او قهر و غضب هم . ځکه دهغه تکړه اوروزل شوي سپاهیان د طاهربن هشام تر مخه لکه د نانځکو په څیر نڅیدل، بلاخره یی په قهر اوغضب سره وویل :
« طاهر بن هشامه ! زه درته حکم کوم چې توره دې کیږده ، ستا د ورور د نیولو په اړه پخپله شهزاده علاوالدین حکم کړې د ې. که چیرې ته خپله توره ونه غورزوی نوزه به په شاهي کارونو کې ستا مداخله ستر جرم وګڼم او ستا د وژلو څخه به هم دریغ و نه کړم .»
خو د طاهر بن هشام توره لکه د جادو د خنجر په څیر په هوا کې نڅیده ، هغه پخپله د بادو توپان په څیر څلور واړه سپاهیان پسې واخستل اوبیا یی د تورې په خوزولو سره لکه د سر تیرې په څیر وخندل :
«بهرام خانه ! که ته وایی چې زه توره و غورزوم ، نه ته دهر څه لمړۍ زما د ورور دسر څخه توره لرې کړه . او که نه زه به تا او ستا دا کارندې د ګازرو اوملیو په څیر پرې پرې کړم.»
بهرام هیڅکله هم داسې هیله نه درلوده چې طاهر دې دشهزاده سلطان علاوالدین د نوم د اوریدو وروسته هم خپله توره و نه غورزوي . لږ څه فکر یی وکړ اوبیا یی دقاسم دسر څخه توره لرې کړه . دا د قاسم له پاره بهترین وخت و . هغه لکه سمدستي یوې لورې ته شو او بیا یی په یوه منډه ځان د هغه ځایه وویست . دا حالت د بهرام خان د هیلو پرخلاف و . کله یی چې وکتل چې قاسم خان یی د لاسو څخه ووت نو هر څه یی هیر کړل او سمدستي یی دهغه تر شا ور منډې کړې ، هغه نور سپاهیان چې د طاهر سره په توره وهلو کې مصروف و د بهرام د تلو سره سم یی د طاهر سره مقابله بس کړه او یوې لورې ته شول ، هغوې لا دپخوا څخه دعاوې کولې چې په کومه توګه ددې مصیبت څخه خلاصون ومومي . ځکه د طاهر توره پر هغوې د الله دعذاب په څیر را نازلیده . خو څنګه چې ورته د دې عذاب څخه د خلاصون لاره پیدا شوه نو شا یی را واړوله او په تیښته یی دهغه ځایه ځانونه وویستل . اوس نو بهرام خان اودهغې عسکر د قاسم په لټون پسې وتلې وو . خو په حقیقت کې هغوې قاسم له لاسه ورکړې و …….
۵
د زیجیډین تړون
قاسم د بهرام خان اودهغه دملګرو څخه داسې ورک شو لکه دخره دسر نه چې ښکرونه ورک شوي وي ، خو په حقیقت کې هغه دخپل کور تر څنګ په یوه کوڅه کې د یوه کور په ډیوډۍ کې ور ننوتې و . خوبهرام خان اودهغه ملګرو داسې انګیرله چې هغه به تر لرې کومه ځایه پورې تللې وي . په دې خاطر هغوې دخپل فکر له مخې په یوې لورې منډې وهلې. کله چې قاسم دبهر ام خان اودهغه دملګرو دسترګو څخه پټ شو نو دبرق په څیر بیرته راستون شو اودخپل کور مخې ته راغې ، دلته یی ورور لا تر اوسه توره په لاس حیران و پریشانه ولاړو. قاسم په ډیره بیړه طاهر ته وویل :
« وروره ! غزاله یی تښتولې ده .دهغې مور او دهغې ملازمین یی چې کوچوان اکبر هم په کې شامل دې وژل شوي دي ، خو بهرام خان ددې ټولې قضیی شک پر ما کوي او یو ځل بیا یی د شهزاده علاوالدین څخه زما د نیولو اوبندي کول احکام راوړي دي . خو زه غواړم چې غزاله را پیدا کړم خو شهزاده اوبهرام خان به ما دې کار ته همداسې پرې نه ږدي . خو ما پریکړه کړې چې پخپله د البانیه په لاره د غزالې د را پیدا کولو هڅې وکړم، ځکه زه په دې ډاډه یم چې غزاله د ابوجعفر کسانو د سکندربیګ له پاره ددې ځایه تښتولې ده . څرنګه چې دا ټوله پيښه د شپې په نیمایی کې ترسره شوې ده نو په دې اساس به تښتونکې تر ډیره لرې پورې نه وي تللي .»
کله چې قاسم خپل ورور طاهر ته داخبرې کولې نه هغه دخپل کور ددروازې تر مخه هملته په کوڅه کې ولاړ و . خو دخبرو د خلاصیدو سره سم یی د کور اخور ته ورمنډه کړه ، طاهر هم دهغه خبرې اوریدې اودهغه سره یو ځاې د اسونو اخور ته ور ورغې . کله یی چې قاسم دآس دزین کولو په حال کې وکوت نو ورته یی وویل :
« زه به هم درسره یو ځاې ولاړ شم …»
« نه ! ته له ماسره مه ځه ….. دلته په اورنه کې هرساعت د بغاوت د راپیدا کیدو ګواښ موجود دې . ته همدا اوس د شهزاده محمد او ملکې سروین سره ووینه او د ابوجعفر د نیولو احکام ترې تر لاسه کړه . زه سل په سلو کې ډاډمن یم چې مارتها د ابوجعفر کسانو وژلې ده .»
قاسم خپل آس تیار کړې واوپه کور کې د چاسره د کتلو پرته راووت. طاهر هم ورسره یو ځاې را روان و . په دې وخت طاهر یو ناڅاپه د قاسم د اس د زین سره تړلې وسلې ته وکتل او ورته یی وویل :
« اوه …..ستا دغشو په کڅوړه کې خو ډیر کم غشي دي ……لږ صبر وکړه چې زه په کې نور غشي هم کیږدم ……»
«نه ! …زه ددې نه زیات وخت نه شم ضایع کولې ،ځکه بهرام به په څو لمحو کې بیرته راستنیږي ، ته هڅه وکړه چې دهغه سره د سوال ځواب په ځاې سلطاني قصر ته ولاړ شې….»
طاهر هم دوخت د نزاکت احساس وکړ او خپل سر یی د اثبات په خاطر و خوزاوه .
قاسم هم سمدستي خپل آ س ته قمچینه ورکړه ، خپل مخ یی د پګړۍ په لمن کې را پټ کړ، آس یی هم دهوا په څیر پورته روان و او دښار په لور ورنزدې کیده.
هغه غوښتل په ډیره بیړه ډیر لرې سفر وکړي ، دهغه په آند چې مارسي د تښتونکو له اړخه سهار وختي د اورنه څخه تښتول شوې ده . هغه غوښتل ژر تر ژره پنځوس کوړه سفر وکړي ځکه هغه انګیرله چې تښتونکو به لا تر اوسه پورې پنځوس کوسه سفر نه وي وهلې . او که کړې یی هم وي نو ستومانه شوي به وي . دهغه ځواکمن آس د اورنه څخه لکه د الوتونکې په څیر د البانیه په لور الوت .
دبله اړخه طاهر هم سلطاني قصر ته ور رسیدلې و او شهزاده محمد او ملکه سروین یی د مارتها د وژلو او دمارسی د تښتولو څخه خبر کړل. دا دملکې له پاره یو دردونکې خبر و . هغې ته مارسی ډیره ګرانه وه اودمارتها په اړه یی هم تر یوه ځایه معلومات درلود. خو کله چې طاهر د ملکې څخه د ابوجعفر د سمدستي د نیولو غوښتنه وکړه نو ملکه په ډیره سخته توګه متوجه شوه او سمدستي یی وویل :
« بې شکه چې دا وګړي سمدستي او بې له ځنډه بایدونیول شي »
خو شهزاده محمد ورته وویل چې ابوجعفر د شهزاده علاوالدین سره خاص اړیکې لري او شهزاده علاوالدین دابوجعفر د نیولو په ځاې دقاسم بن هشام د نیولو حکم ورکړې دې ، شهزاده محمد هغې ته دا هم وویلې چې قاسم د بهرام خان د پنجو څخه دخلاصون وروسته دمارسي د را پیداکولو له پاره د البانیه لاره نیولې ده….. اوس نو ملکه هم د حالاتو د نزاکت څخه پوره پوره خبره شوه او د لږڅه فکر کولو وروسته یی وویل :
« سهي ده …… نو مونږ باید د شهزاده علاوالدین سره خبرې وکړو ….. راځئ تاسې دواړه هم زما سره یو ځاې ولاړ شئ ، زه به همدا اوس د شهزاده سره خبرې وکړم …»
طاهر اوشهزاده محمد دملکې سره یوځاې د شهزاده علاؤالدین ځانګړې خونې ته راغلل . ملکه تر ټولو دمخه روانه وه. دهغې دوه کسه خادمانې دهغې ښي او چپ لورې ته روانې وې ، کله چې ملکه د شهزاده علاوالدین کمرې ته ور ننوتله نو په پالنګ باندې دپریوتې شهزاده په کتلو سره حیرانه پاته شوه . هغه په بستره باندې پروت او دښار مشهور حکیم او طبیب سلیم پاشا یی د کټ تر څنګ ناست و . شهزاده د ملکې د کتلو سره سم دخپل پلار ددې سربیانی ملکې د درنښت په خاطر د راپورته کیدو هڅه وکړه . هغه د بسترې څخه بالښت را واخست او تکیه یی پرې وکړه . خو د لږ ځنډ وروسته ورته ډیر سخت ټوخې پیدا شو ، اوس نو شهزاده محمد او ملکه دواړه د شهزاده علاوالدین د ناروغتیا په اړه ډیر اندیښمن شوي و. ځکه هغوې ته دا نه وه ډاګیزه شوې چې شهزاده علاوالدین دومره سخت ناروغه شوې دې. شهزاده محمد ددې څخه څو ورځې مخته د خپل ورور د کتلو له پاره راغلې و خو په هغو ورځو کې شهزاده علاوالدین بلکل روغ رمټ و ، یواځې د تبې اوبخار تکلیف یی احساساوه . خو نن یی کله چې خپل ورور په داسې سختې ناروغتیا کې وکوت نو وجود یی ولړزید. شهزاده علاوالدین د عثماني سلطنت ولیعهد و او د سلطان مرادخان ثاني د مشر زوې اودهغه د ځآې ناستې په اساس ، سلطان ته ډیر ګران او منلې و . سلطان د شهزاده علاو الدین سره ډیره زیاته مینه کوله . محمد فکر وکړ چې که چیرې دهغه پلار ته دهغه ددې نازولي زوې دداسې خطرناکې ناروغتیا په اړه معلومات تر لاسه شي نو دغم نه به لیونې شي . محمد په ډیره غمګینه توګه مخته ورغې او خپل ورور ته یی وویل :
« ورور جانه ! ته دومره سخت ناروغه یی …….. اومونږ ته یی یو خوله خبر هم را و نه لیږه …..»
محمد د خپل ورور دځواب دمخه د طبیب په لور ورمخ کړ « طبیبه ! دا ستا مسؤلیت و ، زما ورور خو ناروغه دې ، او ته دهغه معالج ډاکټر یی . تاته په کار و چې مونږ ته دې په دې اړه خبر راکړې وې .»
ملکې هم خپل شاهې شان وشوکت له پامه و غورزاوه او د شهزاده سره دهغه په تخت کیناسته ، دشهزاده لاس یی په خپل لاس کې و نیوه او ورته یی وویل « علاوالدینه ! ایا ته زمونږ څخه ناراضه شوې یی ؟ ته دومره سخت ناروغه یی او مونږ ته دې یو خوله خبر هم نه دې راکړې ؟»
« نه ! درنې ملکې ! هیڅکله هم ، دا سې څه خبره نه شته . زه تر پرونه پورې بلکل روغ رمټ وم خو نن سهار مې ناڅاپه روغتیایی حالت خراب شو، تبه او کمزورتیا را ته د پخوا څخه وه خو نن سهار د یوه خراب خبر په اوریدو سره زما روغتیایی حالت نور هم خراب شو .»
« ستا په دښمنانو دې وي ……، خداې دې نه کړي چې تاته به داسې کوم خراب خبر راغلي وي، هغه به کوم داسې خبر وي چې ته یی داسې خراب تراب کړې یی ؟ » ملکې په ډیره مینه د علاوالدین لاس زور کاوه او تری ویی وپوښتل .
« په حقیقت کې زما څخه یوه ډیره ستره غلطی شوې ده چې ما ستاسو په اصرار باندې د سلطنت یو ستر دښمن ازاد کړ. همدا علت دې چې مونږ نن ددې بد اوخراب خبر تر اغیز لاندې را غلو . مونږ ستاسو په غوښته قاسم بن هشام ازاد کړ خو هغه تیره شپه زمونږ د سلطنت ډیره پخوانۍ میلمنه مارتهابیګم وژلې او دهغې ځوانه لور یی تښتولې ده ……همدې خبر …… همدې خبر مونږ ته دخپلې غلطۍ احساس را پیدا کړ او مونږ یی په بستر ه کې را پریوستلو . مونږ بهرام خان ته د قاسم بن هشام د ژوندې یا مړ نیولوحکم کړې دې ، تاسې اندیښنه مه کوئ که دا ځوان یو ځل زمونږ په لاسو کې راشی نو بیا به زما روغتیایی حالت پخپله ځاې ته راشي .»
په کمرې کې شتو خلکو ټولو د شهزاده علاوالدین خبرې واوریدې او ټول پرې په خپلو خپلو ځایو کې حیران او ګوته په خوله پاته و . د سلیم پاشا په وجود کې د خوشحالۍ څپو منډې وهلې . شهزاده محمد اوملکه دواړه په دې خاطر ګوته په خوله و چې هغوې چې دکومې خبرې له پاره راغلي وو دهغې دکولو ځاې نه لیدل کیده . اود طاهر وجود د شهزاده د نیت په کتلو سره په لړزه راغلې و .
ملکه په دې فکر کې شوه چې اوس باید څه وکړل شی ؟ ناروغه شهزاده چې دسلطنت وارث و د قاسم بن هشام په اړه دخبرې اوریدوته هم تیار نه و . نوپه داسې حال کې به د ابوجعفر د نیولو له پاره حکمنامه څه ډول ترلاسه کړل شي. هغې په زړه کې دا دعا کوله چې کاشکې یا سلطان پخپله اویا د هغه کوم قاصد دهغه له اړخه کوم پیغام راوړي . شهزاده ناروغه و او ملکې نه غوښتل هغه نور هم په اندیښنو کې را لتاړ کړي . شهزاده محمد هم د ملکې په څیر په فکرونو کې ډوب و . خوطاهر په خپل ځاې ولاړ او وجود یی په دې فکرونوکې لړزیده چې که دهغه ورور د شهزاده علاوالدین په لاسو ورشي نو پایلې به یی ډیرې خرابې وې . هغه هغې ورځې ته بد رد ویل په کومې چې سلطان دهغه ورور قاسم ته د سلطنت د سراغ رسانۍ ډیر در نده او خطرناکه دنده ورسپارلې وه ، ټول خلکو په خپلو خپلو ځایو کې په فکرونوکې ډوب ناست وو چې په دې وخت کې دروازه چي دغې ځآنګړې خونې ته د راننوتلو اجازه وغوښته . شهزاده علاوالدین دروازه چي ته په پلټونکې سترګو وکتل اوبیا یی اجازه ورکړه چې را ننوځي .
دروازه چې د راننوتلوسره سم وویل چې د پټې محکمې مشر بهرام خان له تاسې سره دکتلو اجازه غواړي . شهزاده د بهرام خان د نوم د اوریدو سره سم نیغ را پورته شو او سمدستي یی بهرام خان ته د راتلو حکم وکړ . کله چې بهرام خان کمرې ته راننوت نو دهغې دحالت په کتلوسره په کمرې کې ناست ټول خلک حیران پاته شول ، ځکه دبهرام خان ویښتان په خاورو ککړ و اوڅیره یی د حده زیاته لویدلې اوخړه پړه وه . شهزاده ترې په سخته لهجه وپوښتل :
« بهرام خانه ! داسې معلومیږې چې تا دسلطنت غدار له ځانه سره نه دې راوړې ؟ »
خو بهرام خان شهزاده ته دځواب ورکولو په ځاې په ویستلو او برندو سترګو طاهر ته وکتل اوبیا یی دیوه ماشوم په څیر د شاهی ادابو د په نظر کې نیولو پرته چیغې کړې او ویی ویل :
« دغه دې …….دغه دې درونده شهزاده ! دغه دې هغه شخص چې خپل ورور قاسم بن هشام ته یی د تيښتې له پاره لاره برابره کړه ، دا د قاسم بن هشام مشر ورور طاهر بن هشام دې . سمدستې ددې نیولو حکم ورکړئ . درونده شهزاده ! دغه وګړي په همغه وخت کې چې ما غوښتل د قاسم بن هشام په لاس کې زولنې ور واچوم ، زما په سپاهیانو یی حمله وکړه او معامله یی بدله کړه . درونده شهزاده ! دا د قاسم بن هشام ورور دې او ډیر خطرناکه توره وهونکې دې ، بې شکه چې دا به هم دخپل ورور سره په دې سازش کې ورګډ وي .»
طاهر خو پریږده چې دغه حالت د شهزاده محمد ، ملکې او ان د سلیم پاشا له پاره هم د توقع وړ نه و . دملکې او شهزاده محمد په امیدونو باندې ګرد پریووت . طاهر هم په ډیره بده توګه وارخطا شوې و. هغه هیڅکله هم دا نه وه انګیرلې چې دداسې حالاتو سره به هم مخ کیږي په داسې حال کې چې شهزاده علاوالدین خپلې سترګې پرانستې وې او په طاهر کې یی ورننویستې وې ، د طاهر زړه هم په زوره زوره درزیده ، خو څرګنده نه شوه چې ملکې څه ډول همت و کړ او شهزاده علاوالدین یی خپلې لورې ته متوجه کړ . او ورته یی وویل :
بلکل غلط….. د بهرام خان پلټنه بلکل غلطه ده . مونږ په پوره ډاډ سره ویلي شو چې دالبانوي وینځې وژل اودهغې د لور د تښتولو په پيښه کې قاسم بن هشام هیڅ ډول لاس نه لري بلکه دا کار د قیصر دجاسوسانو له اړخه تر سره شوې دې . دا جاسوسان نه یواځې په اورنه کې دبغاوت د پیداکولو له پاره کار کوي بلکه غواړی خپل ستر دښمن قاسم بن هشام هم دخپلې مخې څخه لرې کړي . علاوالدینه ! ته د غصې اوقهر په وخت کې په بیړه کومه پریکړه ونه کړې. معظم سلطان به څه کتلي وی چې قاسم بن هشام یی شاهي سراغ رسان ټاکه .
شهزاده ته د ملکې خبرې د زغم وړ نه وې ،او لکه دتنور په اور کې سوزیده . بیا یی په لږ څه سخته لهجه وویل :« درنې ملکې ! د سلطنت په امورو کې زمونږد سترګو لید تر هغو ځایو پورې رسیږي چې د محل درنې بیبیانی یی نه شي کتلې . ته په کومو دلایلو د قاسم بن هشام څخه دومره ملاتړ کوې ؟ په داسې حال کې چې دهغه په خلاف زمونږ سره دهغه د جرم ټول شواهد موجود دي . دشهزاده په خبرو سره ملکه په خپل ځاې کې په لړزه راغله . په دې وخت کې په خونه کې موجود طبیب سلیم پاشا مخته راغې اوپه ډیره مؤدبه توګه یی شهزاده ته وویل :
«درونده شهزاده ! د درنې ملکې همدردی دقاسم بن هشام سره شوني نه ده بلکه دهغې همدردي به دمارتها بیګم سره شوني وي . ځکه چې درنې ملکې به په یقین سره د البانوي وینځې مارتها بیګم سره سیمه ایزه مینه اومحبت درلود. په دې اساس د معظمې ملکې خبره باید له نظره و نه غورزول شی .»
دسلیم پاشا په خبرو ملکه و بګنیده، که څه هم دا په څرګنده توګه د ملکې سره د خواخوږۍ جمله وه ، خو په حقیقت کې دا یو ژور طنز و ، شهزاده محمد هم دا طنز په ښه توګه محسوس کړې و ، خو شهزاده علاوالدین د سلیم پاشا په دې خبره ډیر سخت غبرګون و ښوداو په قهرجنه توګه یی سلیم پاشا ته وویل: «طبیبه ! ته پوهیږې چې دملکې په ملاتړ کې ته څومره په غلطه روان یی . معظمه ملکه د کومې البانوي وینځې سره د سیمه ایز محبت په ځاې زمونږ سره ډیره مینه اومحبت کوي . زه ستا په خبرو باندې ډیر زیات خفه شوم ، » ناروغه شهزاده په سلیم پاشا باندې سترګې را برګې کړې ،سلیم پاشا د شهزاده دقهر څخه ډیر وارخطا شو او پښې یی په لړزیدو راغلې . او د یوه مکارې ګیدړې په څیر یی خپل لاسونه غبرګ کړل اودملکې په پښو کې ولوید او په ډیر منت او زاریو سره یی ورته وویل :
« درنې ملکې ! دا حقیر او کمتر شخصیت په خپلو خبرو ډیر زیات پښیمانه او نادم دې ، زما د وینا مقصد هغسې نه و چې څنګه ترې واخستل شو ، په دې اساس زه د زړه له کومې له تاسې څخه د خپلو دغو خبرو په اړه بښنه غواړم »
ملکې د سلیم پاشا دغه غورزې پرزې دسترګو وغورزولې او شهزاده علاوالدین ته یی وویل :
« علاوالدینه ! په دې وخت کې په اورنه کې ددښمنانو له اړخه د بغاوت ګواښونه تر مخه دي . زه غواړم چې ته کوم تیز تلونکې قاصد سلطان ته ورولیږي اودهغه څخه نیغ په نیغه لارښوونې تر لاسه کړې . مونږ ته مارتها بیګم ډیره ښه معلومه وه . او د هغې کورته د غرب دخطیب ابوجعفر د تلو راتلو په اړه مو هم پوره معلومات درلود . اوس هم مونږ په همدې فکر کی یو چې تاسې د قاسم بن هشام پر خلاف خپله نیوکه کمه کړئ اودهغه په ځاې د ابوجعفر څارنه پیل کړئ .»
ملکې د شهزاده لمړنۍ خبرې هم له یاده وویستې او دخپل مقصد خبره یی بیرته د هغه تر مخه راغبرګه کړه . ان تر دې چې هغه ته یی د ابوجعفر د نیولو مشوره هم ورکړه . اوس نو شهزاده محمد هم غوښتل چې د ملکې ملاتړ وکړي نو په دې اساس یی وویل :
« درونده وروره ! مونږ د قاسم بن هشام د دوست په څیر تاسې ته دا په دعوې سره وایو چې دقاسم په څیر سرښندونکې مجاهد به هیڅکله هم د سلطنت دښمن و نه اوسي .»
د شهزاده محمد په خبرو سلیم پاشا مات مات شوې و . طاهر هم اوس لږ څه په ځان پوهیدلې و . خو شهزاده علاوالدین د هیچا دخبرو منلو ته تیار نه و . هغه د ټولو مشورې اوخبرې له پامه وغورزولې او نیغ په نیغه یی دبهرام خان څخه دقاسم د نیولو او دهغې د تیښتې په اړه د راپور داوریدو حکم وکړ. بهرام خان اوس هم طاهر بن هشام ته په سوزونکو سترګو کتل . هغه مخته ورغې اودشهزاده تر مخه یی په ډیرې مؤدبې توګه خپلې خبرې پیل کړې :
« درونده شهزاده ! مونږ قاسم بن هشام نیولې و . خو دهغه ورور طاهر د کوره راووت او دخپلې تورې په واسطه یی زمونږ په سپاهیانو باندې حمله وکړه ، قاسم هم د همدې فرصت نه ګټه واخسته او زمونږ د لاسو څخه ووت .»
« خو بهرام خانه ! …….هغه نجلۍ څه شوه چې تاسې ویل چې قاسم بن هشام تښتولې ده . ایا د قاسم د کور څخه هغه نجلۍ یا بله کومه داسې نښه نښانه تر لاسه شوې ده ؟ »
کله چې شهزاده د بهرام خان څخه دا پوښتنه وکړه نو سلیم پاشا په خپل ځاې په زمکه کې ننوت . ځکه مارسی دهغه په کور کې وه . خو هیچا هم دهغه په لور کومه توجه ونه کړه . خو دشهزاده دپوښتنې سره سم په بهرام خان سر وګرزید. که چیرې مارسي قاسم تښتولې وې نوهغه به خامخا دهغه په کور کې را پیدا شوې وې . بهرام ډیره پلټنه وکړه خو مارسي یی پیدا نه کړه اوپیدا کولې یی هم نه شوه . او اوس دبهرام خان څخه شهزاده د مارسي په اړه پوښتلي وو . بهرام خان ورته په ماته ژبه وویل :
«درونده شهزاده ! زه خجالت باسم چې ما تر اوسه پورې مارسي نه ده پیدا کړې »
په کمرې کې عجیب حالت حاکم و . شهزاده ناروغه او کمزورې و . په همدې خاطر شهزاده محمد او ملکې نور څه ویل نه غوښتل . بلاخره شهزاده په داسې حال کې چې خپل اړخ یی بدلاوه بهرام خان ته وویل :
« بهرام خانه ! هغه نجلۍ باید را پیدا کړل شي ، د اورنه کونج کونج و لټوئ ، قاسم که ګنګار وې او که نه ، تر نن ماښامه پورې یی زما مخې ته راوړئ .»
شهزاده ستومانه شوې و، دابوجعفر ارامو زهرو دهغه وجود دننه خوړلې و . ملکې محسوس کړه چې شهزاده نور دخبرو وړتیا نه لري . نو را پورته شوه او د تللو اجازه یی واخسته .
« علاوالدینه ! په دې خبرو ځان دومره مه کړَوه . دغه ډول پیښې باید د شهزادګانو په ژوند باندې اغیز ونه کړې . ته زما د مشورې په مطابق د سلطان په لور یو ګړندې قاصد و لیږه ، انشاءالله چې ټول حالات به په سهې لاره ولاړ شي.»
کله چې شهزاده محمد ، ملکه او طاهر د شهزاده علاوالدین دکمرې څخه بیرون را وتل نو شهزاده د طاهر په لور مخ کړ او ورته یی وویل :
« طاهر بن هشامه ! د سلطنت مجرم ته د تيښتې لاره ورکول ډیر ستر جرم دې . خو مونږ تا ته د معظمې ملکې دملګرتیا په اساس بښنه کوو . اوس ستا دنده ده چې دبهرام خان سره یو ځاې دد ې نجلۍ په پیدا کیدو او د قاسم بن هشام په نیولو کې مرسته وکړې .»
د شهزاده دخبرو په اوریدو سره طاهر بن هشام په ډیره ناخوالې سره د اثبات په توګه سر و خوځاوه ، اودملکې تر شا بیرته روان شو .
طاهر دسلطانې قصر څخه د راستنیدو وروسته نیغ په نیغه کور ته راغې . ډیر زیات اندیښمن و ، کله چې کورته راغې نو ټولو ترې د قاسم په اړه وپوښتل . خوطاهر ورته په لنډه توګه وویل چې قاسم روغ رمټ دې او ډیر ژر به بیرته راستون شي . خو په حقیقت کې هغه په خپله ډاډه نه و. هغه ټوله ورځ د قاسم اودهغه د سفر په اړه په فکر کې ډوب و . کله چې شپه شوه نو د طاهر نا ارامتیا نوره هم ډیره شوه. په داسې حال کې چې هغه دخپلې کورنۍ ټول غړې په یوه ډول ډاډمن کړي و خو پخپله ټوله شپه په بستره کې اوښت را اوښت . ټوله شپه یی په همدې حال کې تیره کړه خو قاسم بله ورځ هم را ستون نه شو .
ډیرې ورځې شوې وې چې قاسم د البانیی په لور په سفر روان شوې و ….. همدا نن سهار طاهر ته خبر راغلې و چې سلطان بیرته را ستون شوې دې . د طاهر له پاره دا خبر ډیر خوشحالونکې و . خو دخپل ورور قاسم د ورکیدو په اړه اندیښمن و . هغه هوډ وکړ چې همدا نن د سلطان سره مخ شی او د حالاتو څخه یی خبر کړي . تر څو سلطان دقاسم او غزالې د ورکیدو په اړه کوم قدم واخلي .
هغه دسلطان دربار ته ورغې ، او دسلطان سره یی وکتل ، سلطان یی خبرې په ډیره سړه سینه واوریدې. خو څه ځانګړې دلچسپې یی دهغه دخبرو سره څرګنده نه کړه . یواځې همدومره یی وویل : « طاهر بن هشامه ! ته په ډاډمنه توګه په خپل کور کې اوسه .مونږ د ټولو حالات څارنه کوو . تاته ډاډ درکوم چې ستا ورور ته به هیڅ زیان نه رسیږي ، ته ولاړ شه او په دې اړه هیڅ ډول اندیښنه مه کوه .»
دطاهر له پاره دسلطان خبرې هسې غولونکې معلومې شوې خو بیا هم طاهر یوه نا اشنا حوصله محسوس کړه . دا ځل چې کورته را ستینده نو اندیښنې یی نیمایی را کمې شوې وې .
سلطان د قونیا د بغاوت د ځپلو نه وروسته بیرته بریالې را ستون شوې و .ځکه د کرمانیا امیر د سلطان دلښکر تر مخه په هیڅ ځاې کې نه و تم شوې . بلکه د کوچنۍ اسیا په ټوله سیمه کې هغه مخته په تیښته و او سلطان یی تر شا ور روان و . بلاخره د کرمیا امیر د سلطان په لاسو سخته ماتې وخوړله . او سلطان دهغه دماتې څخه وروست اورنه ته را ستون شوې و . هغه دخپل پخواني پلان له مخې باید د قونیا دبغاوت د ځپلو وروسته دشهاب الدین پاشا په لور تلوتللې واې . خو د کرمیا دامیر سره د پرلپسې جنګ په واسطه په هغه ناوخته شوې و .او شهاب الدین پاشا هم د « وازاګ » د سیمې څخه د بلقان تر درې پورې ماتې خوړلې وه ، سلطان ته هم د شهاب الدین پاشا دماتې خبر په کوچنۍ اسیا کې ور رسیدلې و. همدا علت و چې هغه په ډیره بیړه بیرته اورنه ته را ستون شو، دهونیاډې سره د جنګ په وخت کې دسلطان دخور میړه محمد چلپې هم ددښمن په لاسو کې پریوتې و . کله چې سلطان بیرته خپل شاهي محل ته ر استون شو نو دهغې غمځپلې خور ورته په ژړیدونکو سرو سترګو مخې ته راغله . اودخپلو کوچنیانو واسطه یی ورکوله او دخپل میړه د راخلاصون له پاره یی ترې غوښتنه کوله . دبله اړخه دسلطان مشر زوې علاوالدین دمرګ په بستره باندې پروت و ، هغه ته اورنه ته د راستنیدو دمخه د ټولو حالاتو په اړه پوره پوره معلومات تر لاسه شوې و خو محل ته د راستنیدو وروسته یی چې کله د شهزاده علاوالدین حالات وکتل نو هر څه ترې هیر شول ، سلطان دا محسوسوله چې الله تعالې هغه په ډیرو سختو ازمیښتونو کې را ګیرکړې دې . هغه دناروغه شهزاده څخه د قاسم یا ابوجعفر په اړه هیڅ ډول پوښتنه و نه کړه . بلکه ددخپلو ستونزو دحل له پاره یی شپې شپې په دالله په درګاه کې په عبادت تیرولې اودهغه څخه یی دخپلو ستونزو د حل له پاره مرسته غوښتله .
د حیرانتیا خبره دا وه چې هغه تر اوسه پورې دابوجعفر اویا بهرام خان په اړه هیڅ هم و نه پوښتل .او نه یی په هغوې باندې لاس واچاوه. پخپله ابوجعفر هم دسلطان په دې سلوک باندې حیران پاته و . په داسې حال کې چې د شهزاده طبیب سلیم پاشا هغه په دې پوه کړې و چې سلطان په ډیرو خبرو باندې پوه شوې دې . خو سلیم پاشا هم په دې حیران و چې سلطان ته دمحل درارسیدو تر مخه دا ټول معلومات څه ډول ور رسیدلې دې . اوس نو ابوجعفر دپخوا څخه ډیر محتاط ګرزیدلې و ، هغه دډیر چالاکه اومکار شخصت مالک و، دهغه شپږم حس هم را بیداره شوې و . هروخت به یی غوږونه بیداره و ،ځکه هره ګړۍ دخپلو نیولو تر ګواښ لاندې و . هغه ته د قاسم ورکیدا اود سلطان د رازه ډکه چوپتیا د کوم ستر توپان دراتلو تر مخه دخطر زنګ حسابیده . اوس نو ابوجعفر په دې فکر کې شو چې دهغه پخواني جوړ شوې پلان به اغیزمن ثابت نه شی ،اول یی فکر وکړ چې په جوړ کړل شوي پلان باندې باید سمدستي اوپرته له ځنډه عمل وکړل شي ……. خوهغه دسلطان په چوپتیا باندې نه پوهیده . په سلطانی قصر کې دهغه جاسوسانو هغه ته هر ګړۍ د قصر خبرونه ور رسول، ددې جاسوسانو په سر کې پخپله سلیم پاشا شامل و
یوه ورځ سلیم پاشا ابو جعفر ته وویل : چې سلطان د خپلې خور دمیړه محمدچلپې د خلاصون له پاره دصلیبیانو د فوځونو دمشر هونیاډې سره د خطونو دلیږلو را لیږلو په واسطه اړیکې کلکې کړې دې…. د ابوجعفر له پاره دا خبر دهغه دهیلو څخه پورته و . هغه ته د ا ډاګیزه شوې وه چې دسلطان خور به سلطان مجبوروي چې هغه دهونیاډې د پنجو څخه دخپلې خور میړه محمد چلپې را ازاد کړي ، په همدې اساس یی د حیرانتیا ښوولو پرته وویل :
پرلپسې لري……