طالبان : په سيد آباد کي مو يو کشفي الوتکه رانسکوره کړه

عطاالله محمدي | مې 13th, 2011


وسله وال طالبان وايي چي په سيد آباد کي مو يوه کشفي الوتکه رانسکوره کړه . د نوموړو په وينا چي ياده الوتکه يې تېر مازديګر شاوخوا شپږ بجې د سيدآباد په اونخي دره کي د څار پر مهال رانسکوره کړې .
تېره چهارشنبه هم وسله والو طالبانو په نورستان کي د يوې چورلکي د رانسکورېدو خبر ورکړ چي وروسته يې افغان دولت پخلى هم وکړ خو د دې کشفي الوتکي په اړه يې تر اوسه نه افغان دولت او نه بهرنيانو څه ويلي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024