اسلامي حزب : په پکتيا او وردګو کي مو ١٦ امريکايان ووژل

عطاالله محمدي | مې 14th, 2011


د اسلامي حزب په ويب پاڼه کي خبر ورکړل سوى چي په پکتيا او ميدان وردګو ولايتو کي يې د يو شمېر بريدو په ترڅ کي ١٦ تنه امريکايان وژلي او د هغوى ٤ ټانګان يې د منځه وړي دي . په ويب پاڼه کي راغلي چي لومړى بريد تېره ورځ شاوخوا درې بجې د پکتيا د احمد خېلو په شوات تنګي کي د يوه ريموټ په وسيله ترسره سوي او همدا ډول په ميدان وردګو کي تېره شپه اته بجې او دېرش دقيقې دوهم بريد ترسره سو چي په لومړي بريد کي اته تنه او په دوهم بريد کي هم اته تنه وژل سوي .
د يادوني وړ ده چي د اسلامي حزب د دې ادعا په اړه تر اوسه بهرنيانو څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024