په يوه چارواکي نيوکې بايد د هغه د چارو د سمون لامل وي!

د لراوبر اداره | مې 14th, 2011


د طالبانو د رژيم تر پرځيدو وروسته ټولو دا انګيرله چې هیواد به نور له ناخوالو خلاصى ومومي د نړيوالې ټولنې په شتون کې به افغانستان هم په هغو پرمختګونو لاس رسى پيدا کړي چې د نړۍ په نورو هیوادو کې لا پخوا حاصل شوي دي. بې روزګاره او په نورو هیوادو کې ميشتو افغان کډوالو ته به په کور دننه د کارونو زمينې برابرې شي،د ملي اردو او ملي پوليسو په ګډون به ټول امنيتي ځواکونه د امنيت د ښه والي لپاره کار وکړي،هیواد به له سيمیزو او کورنيو سياليو وژغورل شي،خو له بده مرغه د افغانستان په مساله کې د نړۍ د ډيرو هیوادو تر ښکليدو وروسته حالت نور هم پيچلى شو آن تر دې چې پلازمينې کابل د پوځي کلا بڼه غوره کړه.او د افغانستان په تړاو هغه متل صدق وکړ چې وايي \”قصاب که زياد شد ګاو مردار ميشه\”
د افغانستان ټولې سيمې د ناامنيو په ډګر واوښتي خو د سيمیزو او نړيوالو لوبغاړو په دغو سياليو کې لا هم د ګوتو په شمير ځينې داسې سيمې هم شته چې ښه امن لري او خلک په کې له کومې ځانګړې انديښنې پرته ژوند کوي.له دغو سيمو يو هم په شمال کې پروت د بلخ ولايت دي.بلخ چې د پنځو شمال ولايتونو د زون مرکز بلل کيږي د کرزي د ادارې تر رامنځته کیدو وروسته په هر ډګر کې ډير مثبت اړخونه لري.د دغه ولايت په مرکز لرغوني مزار شريف ښار کې د پرمختګونو او هيلو څرک له ورايه بريښي.دغلته له پانګوال نيولي تر عادي سړي پورې خپل کار له معمول سره سم پر مخ وړي.د ښـار په واټونو کې ډير امنيتي ځواکونه نه تر سترګو کيږي.د ولايت په کچه يي هم حالت ښه دى.د بلخ ډير اوسيدونکي د دغه حالت يواځينى لامل د دولتي او غير دولتي ادارو تر منځ په چارو کې ښه همغږي په ګوته کوي،دا هغه څه دى چې د کابل په ګډون د هیواد په ډيرو سيمو کې لږ تر سترګو کيږي.دی بلخ ولایت لومړنی ولایت په کچه دی هیواد وو چی مخدره توکوته یی دی پای ټکی کیښودل شو د مزار او په ټولو کې د بلخ خلک خوښ دي چې دغلته سيمه ييزي او توکميزې سيالۍ هم نشته او که وي کچه يي دومره نه ده چې د خلکو ژوند ته ګواښ پيښ کړي.
په بلخ کې که له ډيرو کسانو څخه د والي عطا محمد نور په اړه وپوښتل شي، وايي خداى دي هغه زمونږ له سره نه کموي ځکه په لرې کيدو سره به يې دغه ولايت له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.دا واقيعت دى چې ښاغلى نور په کور دننه او بهر موافقين او مخالفين لري.د ده مخالفين اکثرا داسې کسان دې چې ور سره عقده يي چلند کوي او نورو ته هم د خپل زړه د بړاس د کينولو لپاره وايي چې والې عطا محمد د سيمه ييزو او توکميزو ناروغيو په ګډون ګڼې نورې ستونزې هم لري.
په افغانستان کې د څو لسيزو ناخوالو هر څه بدل کړل آن ليکوال ته هم له نيوکو پرته بل څه په لاس نه ورځي.د هیواد د چارو د سمون لپاره په کار ده چې کارګر وستايل شي او هغه څوک په سزا ورسول شي چې کار نه کوي او له خپل پست او مقام څخه د شخصي اغراضو لپاره کار اخلي.د يوه کس په ټکولو کې ليکوال ته په کار ده چې د خپل قلم پوله او حد وپيژني.په يوه چارواکي نيوکې بايد د هغه د چارو د سمون لامل وي نه دا چې هغه تورن شي پرته له دې چې کره اسناد موجود وي.که يو څوک را ولاړيږي د يوه چارواکي په توګه خپل قوم او سيمې ته خدمت کوي په کار ده چې وستايل شي څو هغه ته د نور کار انګيزه ورکړل شي.نه دا چې د هغه مثبت کارونه تر پوښتنو لاندې راشي او هغه ته د کسات او نورو ناوړه کارونو موقع په لاس ورشي.ليکوالان،رسنۍ او لوستي کسان کولاى شي د عامه افکارو د روښانولو لپاره تورو ته تور او سپينو ته سپين ووايي.

Copyright Larawbar 2007-2024