د مسلمان عالم او د قرآن سوځوونکي پادري تر منځ مناظره

د لراوبر اداره | مې 14th, 2011






ژباړه: استاد نسیم پسرلی ـ کابل پوهنتون


نېټه: ۱۳۹۰/۲/۲۳ 


ته وایې چې مسیحي یې، نو بیا ولې هغه کلام سوځوې چې د عیسی علیه السلام په باره کې دئ؟! یو ځل وایې چې موږ د مسلمانانو ضد نه یو؛ خو بیا داسې یو کتاب سوځوې چې د ټولو ادیانو لپاره دئ! ته دوه مخی انسان یې! څرنګه مخکې له دې چې قرآن ولولې هغه سوزوې؟ 


امریکا مېشتي شیعه روحاني حجت الاسلام و المسلمین سید حسن قزویني په دې وروستیو کې له قرآن سوځوونکي پادري (ټیري جونز) سره یوه تلویزیوني مناظره تر سره کړه. په دې راپور کې به د دوی مناظرې ته یو ځغلند نظر واچوو.



Mogelijk ondersteunt de browser de weergave van deze afbeelding niet.


د فاکس تلویزیوني چینل چلوونکي د خپرونې په پیل کې وویل: پادري (ټیري جونز) چې د فلوریدا په کلیسا کې یې د قرآن سوځولو امر وکړ، د هغه اعتراض په اړه چې ده اسلام افراطي وباله دلته حاضر شوی دی.


زموږ د خپرونې بل مېلمه سید حسن قزویني دی. نوموړی څېړونکی او استاد دی. دی د عراق د پخواني دیکتاتور صدام حسین لخوا بندي شوی هم وو چې اوس  د امریکا د اسلامي مرکز ريیس دی.


زموږ د خپرونې بل مېلمه (اد رو) د دیترویت کلیسا سرپرست دی. دی داسې کس دی چې لسګونه کلونه یې د ادیانو د یوالي او اتحاد په هڅه کې تېر کړي دي.


د خپرونې یو بل مېلمه د قانون د چارو شنونکی او د فاکس چینل وکیل او حقوقپوه (چارلی انجتون) دی. نوموړی د هغو قانوني قضیو د شننې لپاره چې په دې مناظره کې به ترسره کيږي له موږ سره موجود دی. 


د خپرونې چلوونکی له ټیري جونز څخه: تاسې ولې په ډیربرن کې یاست؟ 


ټیري جونز: زه د دې لپاره دلته یم تر څو د هغو کسانو پر ضد اعتراض وکړم چې اسلامي افراطیان نوميږي. زه نه د دې ښاغلي (حجه الاسلام قزویني) ضد یم، نه د قرآن او نه هم د ډیربرن د مسلمانانو ضد یم او نه هم د هغو مسلمانانو ضد یم چې دلته زېږېدلي دي او یا هم په رسمي ډول امریکا ته مهاجر شوي دي او د امریکا قانون ته یې غاړه ايښې ده. خو زه د جهاد او افراطي مسلمانانو مخالف یم چې په شریعت عمل کوي؛ خو د امریکا په قانون عمل نه کوي. 


د خپرونې چلوونکی له حجه الاسلام قزویني څخه: تاسې څه ځواب ورکوئ؟ 


سید قزویني: ته چې د شریعت ضد یې، آیا اصلا شریعت پېژنې؟


ټیري جونز: موږ د شریعت مخالف یو، ځکه چې شریعت د امریکا د قانون مخالف دئ، د بېلګې په ډول د مجرم سنګسارول د امریکا د قانون خلاف عمل دی.


سید قزویني: هر هغه شی چې په اسلامي شریعت کې د قانون ضد وي، نشو کولای په هغه عمل وکړي. موږ د امریکا د قانون احترام کوو. آیا هغه کارونه چې ته یې د خلکو د وېرولو لپاره تر سره کوې، توند لاري نه شمېرل کيږي! تا درې اونۍ یا درې میاشتې وړاندې قرآن عظیم الشان سوځولی دی… آیا پوهېږې چې په قرآن عظیم الشان کې د حضرت عیسی علیه السلام په باره کې ګڼ آیتونه راغلي دي؟! ته وایې چې مسیحي یې، نو بیا ولې هغه کلام سوزوې چې د عیسی علیه السلام په باره کې دئ؟! یو ځل وایې چې موږ د مسلمانانو ضد نه یو؛ خو بیا داسې یو کتاب سوځوې چې د ټولو ادیانو لپاره دئ! ته دوه مخی انسان یې! څرنګه مخکې له دې چې قرآن ولولې هغه سوزوې؟


ټیري جونز: ما د قرآن ځینې برخې لوستلي دي. یواځې د تندلارۍ او جهاد پر لور بلنه کوي او زه د دې شیانو ضد یم. زه یوازې د افرا‌طیانو ضد یم. 


د خپرونې چلوونکی: تر اوسه پورې ۱۲ کسه ستا د قرآن سوځولو له امله مړه شوي دي… ولې دې دغه کار وکړ؟ 


ټیري جونز: زه د هغوی د وژنې مسوول نه یم، دا په حکومت پورې اړه لري. د حکومت د خراب امنیت له امله… داغه خلک ووژل شول. 


د خپرونې چلوونکی له پادري اد رو څخه: ستاسې نظر څه دی؟ 


پادري ادرو: هغه کار چې ټیري تر سره کړ، د مسحیت خلاف دي او دی دا حق نه لري چې یو مقدس کتاب وسوځوي. ته د تندلارۍ په لور بلنه تر سره کوې. ته په داسې یو ځای کې چې د خلکو او ډلو تر منځ سوله او یووالی موجود دی، د صفونو د ماتولو پر لور بلنه کوې. 


د خپرونې چلوونکی له ټیري څخه: که همدا اوس حضرت عیسی علیه السلام موجود وي، آیا هغه کار به ومني کوم چې تا کړی دی- یعنې د قرآن پاک سوځول؟ 


ټیري جونز: یو کتاب چې نه روح نه ځان او نه هم حرکت لري، وسوځول شو… زه دلته د دې لپاره نه یم راغلی تر څو د یوه کتاب په سوځولو بحث وکړم. موږ یوازې د افراط ګرایۍ مخالف یو. 


د خپرونې چلوونکی: ولې سوله ییز دریځ غوره کوې؟ 


سید قزویني: د امریکا ملت له اسلامه ویریږي، ستا په څېر خلک چې د ویرې او وحشت په کارونو لاس تر سره کوې تر څو خلک ووېروې او ستونزه پیدا کړې. ته پوهېږې چې په هره ډله کې داسې خلک پیدا کیږي چې افراطي دریځ لري… هغوی په هیڅ ډول د هغې ډلې استازي نه دي. آیا موږ د اوکلوهوما چاودنې په مسیحیت پورې وتړو؟ څلور افراطي ډلې موجودې دي چې په هیڅ ډول د اسلام استازې نه دي. طالبان د اسلام استازي نه دي. همدا ډول غواړم ستاسو پام دې خبرې ته راوګرځوم چې موږ د هغو ډلو مخالف یو چې دغه ۱۲ کسه یې ووژل. په امریکا کې شپږ ملیونه مسلمانان ژوند کوي که ته کولای شې نو ماته یوازې یوه بېلګه راوړه چې دغو مسلمانانو دې داسې یو افراطي عمل تر سره کړی وي لکه تا چې وکړ. 


د خپرونې چلوونکی: که څوک وغواړي په امریکا کې چاودنه تر سره کړي، نو څه؟ 


سید قزویني: اسلام د تروریزم مخالف دی او دغه ډول کارونه نه مني؛ خو ټیري جونز د ۱۲ انسانانو د وژنې سبب دی.


ټیري جونز: موږ یوازې سوله غواړو او واقعیت د دې برعکس دی. 


ټیري جونز د هغه خبرې پرېکوي او له وکیل چارلي انجتون څخه پوښتي: سبا به په محکمه کې څه کیږي؟ 


وکیل چارلي انجلتون: دا د دې ډول لومړۍ قضیه ده چې څېړل کیږي، خو قاضي او د امریکا له ملت څخه شپږ تنه نور به تصمیم نیسي چې آیا ټیري جونز مظاهرې وکړي او کنه. 


د خپرونې چلوونکی له ټیري جونز څخه: که محکمې د مظاهرو د نه کېدو حکم وکړ، ستا پرېکړه به څه وي؟ 


ټیري جونز: ما ته د محکمې پرېکړه مهمه نه ده! زه به مظاهرې پیل کوم. 


د خپرونې چلوونکی: حتی که مجبور دې کړي چې جریمه ورکړې؟ 


ټیري جونز: مظاهرې به وکړم که هر څه کيږي و دې شي. 


د خپرونې چلوونکی: ولې له امام سره په لمانځه کې نه حاضرېږې تر څو ستونزه حل شي؟ 


ټیري جونز: زه له امام څخه غواړم چې له ما سره په مظاهرو کې ګډون وکړي؛ زه هغه کار ته چې مارټین لوتر تر سره کړ ترجیح ورکوم. 


پادري اد رو: د مارټین لوتر خبره مه کوه ځکه هغه داسې یو کس وو چې د سولې او آزادۍ پر لور يې دعوت کاوه. 


د اورېدونکو نظر: ټیري خپل ښار فلوریډا ته وګرځه… موږ نه غواړو چې ته دلته و اوسې. ټیري دا کار ځکه کوي چې مشهور شي.

Copyright Larawbar 2007-2024