کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / شېرخوستي هم مدافع وموند،غزنيوال دې نورې چيغې نه وهي

شېرخوستي هم مدافع وموند،غزنيوال دې نورې چيغې نه وهي


محب الله ضيايي  


زماقلمي جګړه نه خوښېږي، هڅه کوم چې دچا په اړه مشخص دريځ ونه نيسم اوتر ډېره دهېوادمل صيب په څېر ځان ملي ساتم، خو کله کله واقعيتونو سړى اړباسي چې يوڅه وليکي ځکه دوجدان ملامتي تر نورو ټولو ستره ده .
په لر او بر(WWW.LARAWBAR.COM) ويبپاڼه کې مې د(( شير خوستى يك افغان است و آرزومند خدمتگذارى صادقانه)) تر سرليک لاندې دمومند په قلم ليکل شوې يوه ليکنه ولوسته .
ښاغلي مومند په خپله ليکنه کې ديماعبدالله زوى په هغې ليکنه کره کتنه کړې چې تر دې مخکې لر اوبر ويبپاڼې تر دې سرليک لاندې ((شېرخوستى به په غزني کې والي او که دامريکا سفارت استازى وي؟ )) خپره کړې وه .
ښاغلي کره کتونکي په سر کې لا ويلي و چې دعبدالله زوى دليکنې په لوستلويې افسوس کړى او پرېکړه يې کړې ده چې په دې هکله خو بايد ارو مرو يو څه وليکي .


هماغه و چې په فاړسي ژبه يې يوه ليکنه خپره کړې او په هغې کې يې هڅه کړې ده چې شېرخوستى اتل وځلوي خو له وسه يې نه دي شوې .


مومند دهغې ليکنې په ليکوال پسې  ليکي چې له احساساتو څخه ډکه ليکنه يې کړې ده او دى دشېرخوستي ديوه همکار په توګه وايي چې شېرخوستى يو زمرى دى خو په ولسي جرګې په ټاکنو کې ځکه بريالى نه شو چې په کوم حزب پسې نه و تړلى .


زه دلته دګرانو لوستونکيو پاملرنه څو ټکوته راګرځوم .
خو په سرکې بايددا روښانه کړم چې زه ښاغلى فيضان، شېرخوستى او مومند چې بشپړ نوم يې احسان الله مومند دى او داريانانټ ورک په ګنج کې کمپيوټرکار دى درې واړه پېژنم .


لومړى خو کومه ليکنه چې دمومند په نوم په فارسي ليکل شوې او خپره شوې ده دا ښاغلي مومند نه ده کړې بل چا ورته ليکلې ده ، ځکه زه دى پېژنم چې ټوله نړۍ يې يواځې دکمپيوټر کليدړه ده او له هغه ور ها يې مه پوښتئ .
مومند تر کومه ځايه چې زه پېژنم دکمپيوټر تر تڼو او کليدړې پورې سواد او زده کړې لري او که کليدړه نه وي نو مومند بې سواده  ده که څه هم دمحمداسماعيل نويد زياتې مقالې يې هم ټيپ کړې دي خو لا دومره نه دى چې ليکنه وکړي  .


دغه ښاغلى هېڅ وخت هم دليکنې وړتيا نه لري خو کومه ليکنه چې دده لپاره بل چا کړې ده هغه هم دده تر سويې لوړه نه ده، هغه هم دغسې ليکنه ورته کړې ده چې دده له سويې او وړتيا سره سمون وخوري .
دويم دى وايي چې شېرخوستى دده دهمکار په توګه يو متوازع او خاکساره سړى و دا به هم ورسره ومنو چې خوستى همدغسې دى لکه مومند چې ادعا کوي خو دا خوستى و چې پردي شعرونه به يې پټول او بيا به يې همکارانو ته ورکول چې ورته ديکلمه يې کړي او دده دخوښې نجلۍ ته يې ډالۍ کړي .


اوسنى والي صيب دومره هم نه پوهېده چې پردى شعر پټول خو که له يوې خوا فرهنګي او ادبي غلا ده ، نوله بلې خوا ډېره بدنامي هم ده خو څوک چې دا کار کوي دوه لامله لري يو به په غلا روږدى وي او بل به دنوم او …. په کيسه کې نه وي .


مومند دعبدالله زوى پر ليکنه دکره کتنې په ترڅ کې ويلي دي چې خوستى دپټان دسلاکار په توګه په خوست کې پاتې شوى دى او پارلماني ټاکنو ته کانديد شو او دغه دنده يې پخپله خوښه پرېښوده خو چې بريالى نه شو بيا هم هماغه خبره چې پيسې او دډلې ملاتړ يې نه درلود .
دا چې يو څوک کمپاين په هلکوپټر کې کوي او بيا درې رايي ګټې زه نه پوهېږم چې مالي ملاتړاو يا په يوه ډله پسې تړاو څه معنا لري او دخوستي دنه کاميابۍ راز په څه کې دى ؟


دلته زه اړينه ګڼم چې دخوستي په بګراونډ باندې هم يو څه ووايم .
خوستى په امريکا کې له يوې ټېلېفوني کمپنۍ سره مزدور و او کله چې امريکان افغانستان ته راغلل نو دى هم د ډېرو نورو په څېر له دې طلايي چانس څخه په ګټه اخيستنه هېواد ته راستون شو .
دلته يې په لومړي سر کې دکارپوه نوم هم وګاټه ځکه دا داسې يو نوم و چې له لوېديځه هر راستانه شوي يې له حقوقو څخه ګټه اخيستلاى او کاپي رايټ يې هېڅ ډول مجازات نه درلود .
که  څه هم دکارپوه کار به معلوم نه و چې دسپي منيځلو کارپوه دى ، دهوټل دګارسوني چارو کاپوه دى او که دلوښووينځلو   ؟


په هر صورته خوستى هم کارپوه شو او له راستنېدلو وروسته يې  په خوست کې له ايتلافي ځواکونو سره اړيکي ټينګ کړل که څه هم معلومه نه شوه چې دنده يې څه وه خو هره ورځ به هوايي ډګر ته ور روان و .


کله چې د پارلماني ټاکنو لپاره کمپاين پيل شو يواځنى کانديد خوستى و چې سيمو ته به يې  دکمپاين لپاره په هلکوپټر کې تګ راتګ کاوه او دامريکايانو له شونتياو به يې ګټه اخيستله .
دا په داسې حال کې ده چې ښاغلى مومند وايي چې خوستى ځکه په دې ټاکنو کې ماتې وخوړه چې مادي ملاتړ يې نه درلود او په کومه سياسي ډله پسې نه و تړلى .


کله چې سړى دکمپاين لپاره په هلکوپټر کې ځي نو دهغه مادي ملاتړ لا څه وړ وي خو دا چې ده بيا په خپل کلي کې هم درې رايي ګټلې وې دا بيا بېله خبره ده .


خو يوه مهمه خبره بله هم دلته بايد ياده شي چې دى امريکايانو ولې له هوايي اډې څخه وشاړه ؟
دخوست په هوايي اډه کې يوه ژباړن راته کيسه کوله چې خوستى څه موده ډېر ګرم ګرم هوايي اډې ته ورتو او کار يې هم نه و معلوم خو بله ورځ چې مامورين اډې ته ورتلل نو دننوتلو ددروازې په خوله کې يې يوه لوحه وليده چې پرې ليکل شوي و((شېرخوستى هوايي ډګر ته دننوتل حق نه لري  )) په دې توګه په خوست هوايي اډه کې  دخوستي نامعلوم ماموريت هم  پاى ته ورسېده .


په پارلماني ټاکنو کې له ناکامي وروسته اريانانټ ورک ته راغى او دبيات لکۍ يې ونيوه .
داريانا دکارکونکيو په وينا چې له بيات سره عکس اخيستل ورته وياړ ښکاريده او تل به يې هڅه داوه چې له هغه سره عکس واخلي .


کېداى شي له بيات سره همدغې مينې تر ولايته هم رسولى وي .
واقعيتونه که  څه هم ترخه وي خو موږ يې بايد ومنو او دشېرخوستي په ټاکنه کې هم داسې فکټونه شته چې سړى ورڅخه سترګې نه شي پټولاى .
اوس به راشو دې ته چې مومند و لې دخوستي ملاتړ کوي ايا دى په غزني کې اوسي او که يې له غزني سره  بل زړه تړاوى موجود دى ؟


دده خو هلته کور هم نشته چې دخوستي په ورتګ هلته امنيت را شي او دى ښه ژوند وکړاى شي .
دغزني په لکونه اوسېدونکي دخوستي ورتګ غندي او هلته يې ديوه نوي ناورين دپيلامې په نوم يادوي او مومند وايي چې خوستى ډېر دکار سړى دى .


ښاغلى مومند چې  تر کومه ځايه زه پېژنم غزنى يې سم ليدلى هم نه دى نو څرنګه به وکولاى شي چې دهغه په اړه پرېکړه وکړي .


غزني ته چې کله پټان راغى نو په يوه خونړي ولايت يې بدل کړ او کټ مټ دخوست کېسه يې په کې تکرار کړه .
پټان چې کله په خوست کې وه هلته هم حالات داسې ويجاړ شول لکه په غزني کې چې يې کړل ، خو کله چې ارسلاجمال ورغى نو حالات يې  بېرته کابو کړل او خوست اوس   بيا په يوه ارام ولايت بدل شوى دى .
غزني کې هم دې ته ورته حالت راغى خو کله چې پټان ولاړ نو دفيضان په راتګ بېرته حالات ښه شول خو اوس خداى  خبر چې بيا به څه حال راځي ځکه دوالي دمعرفي کولو په ورځ لا دښار په څنډه کې جګړه روانه وه هغه څه چې دفيضان دولايت پر مهال په ولسواليو کې هم کمه شوې وه .


اوسني حالات  خو ټول امريکايانو په  قبضه کې اخيستي دي ، دوى که هر څه  غواړي په پراخ مټ يې تر سره کولاى شي او د ډېرو موثقو راپورونو په اساس دهېواد په ګډوډۍ کې امريکايان بشپړ لاس لري .
دغه لاس لرل کله ډېره ښکاره وي او کله لکه خوستى غوندې بې کفايته کسان په کارګماري چې دغه چاره له بې امني سره مترادفه او موازي ده .


 کله چې په يوه سيمه کې سم والي مقررېږي معلومه ده له هغه سره امنيت راځي لکه په غزني کې دفيضان پر مهال ، خو امريکايان هغه لري کوي او دشېرخوستي غوندې خلک په کار ګماري چې دکار پر دويمه ورځ يې دښار په منځ کې امنيه قوماندان ورته وژني .


دا چې مومند ولې دخوستي ملاتړ کوي دا معلومه خبره ده ، خوستى دبيات ټاکنه ده  او مومند غواړي په دې توګه ځان بيات ته نږدې کړي، ځکه دوى خو دژوند ټولې هيلې په بيات پسې تړلې دي او په داسې حال کې اړينه ده چې دوى به دخوستي ملاتړ کوي .



ښاغلى مومند صيب !  ته له ګنجه څخه خبرې کوې تا هغه خلک څه ليدلي دي چې په بمباريو او جګړو کې يې دزړه ټوټې له لاسه ورکړې وي .


ته دبيات له ډالرو سره موازي خبرې او ادعاکوې تا هغه خلک څه ليدلي دي چې په غزني کې يې دجګړو او بمباريو او دبې کفايته چارواکو دواکمنۍ له لاسه خپل کورنه پرېښي او ديوې مړۍ ډوډۍ دپيداکولو په نيت له سيمې ورک او له ټول پښتني غرور سره سره سوال کوي .


دا بېله خبره ده چې ته دبيات دخوشالولو او د ډالرو دلاسته راوړلو لپاره په وجدان پښه ږدي او چې څه دې زړه غواړي هغه ورته ليکې .
که ستا کور په غزني کې واى او په جګړه کې حصار پاتې شوى واى  اويا دې خداى مه کړه دکورنۍ کوم غړى او خپلوان دجګړې قرباني شوى واى او بيادفيضان دواکمني غوندې دوره درباندې راغلى واى چې دارام ساه دې اخيستې واى نن به تا هم دهغو لکونو غزنيوالو له غږه سره خپله چيغه شريکوله چې وايي فيضان دې نه ځي .
هغوى که فيضان غواړي خو سر او مال يې ټول په امن کې و جګړې يې له سيمې څخه کمې کړې وې او هڅه يې وه چې پسې کمې يې کړي ستاموخه او ګټه څه ده چې دټولو خلکو په خلاف غږ پورته کوې .
ته که دخپل وجدان او ضمير په ستوني پښه اېښوداى شي دا ستا کار دى، خو دهغو کونډو، ورارو، يتيمانو او زرګونه دردمنو په ستونې دپښې ور اېښودلو هڅه مه کوه چې خپلې دزړه ټوټې يې په جګړو کې له لاسه ورکړې دي .
که دخلکوپر ضد ددريځ نيولو له امله له خدايه وېره او له خپل ضمير څخه (که يې لرې شرم نه لري ) نود لکونه هغو غزنيوالو له ازاره ووېرېږه چې په تېرو څو کلونو کې يې سترګې له اوښکو او زړه له داغه نه دى خالي شوى .