د ارغنداو ۵۱ ځوانان د سيمه ايزو پوليسو په توګه وروزل سول

د لراوبر اداره | مې 14th, 2011


د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي  د کندهار په ارغنداؤ ولسوالي کي ٥١ تنه هغه سيمه ايز پوليس چي د څه مودې لپاره يې زدکړي تر لاسه کړي دي نن په دندو وګمارل سول او ورته وسلې ورکول سوې. 
د ارغنداؤ ولسوال حاجي شاه محمد احمدي په ناګهان کي په دې اړه جوړه سوې غونډه کي تازه فارغ سوو پوليسو ته وويل چي سيمه وال او کليوال يې امنيت ته اړتيا لري او دا ددوى وظيفه ده څو ياده اړتيا پوره کړي او خپل خلک او سيمي د هر ډول امنيتي ستونزي څخه وساتي.  
له دي وړاندي هم ٢٠٠ تنه نور سيمه ايز پوليس تر زدکړو وروسته په ياده ولسوالي کي پر دندو ګمارل سوي وه.


په کندهار کي د سيمه ايزو پوليسو روزل د مشرقي ولايتونو د اربکيو د طرحي يوه برخه ده چي عملي کيږي ، دا چاره له ارغنداو څخه هغه مهال شروع سوه کله چي دوه کاله مخکي په لوی شمېر طالبانو له ارغنداو څخه پر ښار د حملې کولو پلان درلودی خو ښار ته تر رسېدو مخکي د ناټو او هوايي او مځکني عملياتو په ترڅ کي يو شمېر د ارغنداو اوسيدونکي ووژل سول او زرګونه کورنۍ د کور کلي پرېښېدو ته اړ ايستل سوې .

Copyright Larawbar 2007-2024