کندهار : په پنجوايي ولسوالۍ کي يو ښوونځى پرانستل سو

عطاالله محمدي | مې 15th, 2011


د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولسوالۍ کي يې هغه ښوونځى چي څه موده وړاندي د وسله والو د لوري بند سوى و بېرته يې د زده کوونکو پر مخ خلاص کړى . د پنجوايي ولسوال وايي چي د سيمي خلکو ژمنه کړې چي د ښوونځي ساتنه به کوي او نور څوک به نه پرېږدي چي بيا په دې سيمه کي ښوونځى وسوځوي.
د يادوني وړ ده چي طالبانو په وار وار سره ويلي چي دوى ښوونځي نه سوځوي او دا يې د نورو کسانو کار بللى .

Copyright Larawbar 2007-2024