کور / شعر / ستی ګلان

ستی ګلان

څنګه به اوس ګل سـي هغـــه بيبانى ګلان
هــم مو وهـلي په باروتــودا ښـارى ګلان
نه غـړوي سترګـي اوس پــراتـه په ډيرانو
لګـــيا دي رﮋوي هــم نــوي حـياتى ګلان

اغــزيه چا په سترګو يي ړونــد كړي تـــه
سـي نــه ويني په خواكـــي ګـاونډى ګـلان
فـكرورته وكړه تا دي رنګ ځني اخيستى
پــــه خـواكي دي پراته دغه زخــمى ګلان

اوليږي سى يوبل ته دغه ســوغاتى ګـلان
نشته زمــونږكلي كي هغسي موډی ګــلان
خــداي ږو كه مي ليدلي ول په عمر كــي
ستاسوځيكروباندي ددغـي خپلواكى ګــلان

وغړوي سترګي كه پاتي وي باقــى ګلان
خــــوندي كي نور د سيمي دا تنكی ګـلان
رنـــګ د بوراګــــانو مو هـير شوي دي
وايــي نه ګـورو نـور دغه ښكيلاكى ګلان

نــه ښكاري ګلـــشن كي هغه پخوانی ګلان
ځكه خواكي دى پراته مو مصنوعی ګلان
باغ د حُسن يه زمونږه سي خــړ پړ كړلو
له كله نه راغلــــي سي دغه طوفانی ګلان

كـــر د ګلو موهير شوي پــوري, كلي كي
مونږه ســـي كرو اوس دغه تـرياكی ګلان
خو ﮋوند مو په ﮋوند نه ګـــڼي دا خلك هم
څو سي جيب كي نلرو ښكلي كاغذی ګلان

څــو به مو دخيرلاس نيولي وي اغزيو ته
خـپلوكي سي نه غواړودميني حقيقى ګلان
عمرانه ته دي هم نورصبرپه دي شتو كړه
كــــه ښه دي تاته ښه دغه قسـمتى ګــلان