کور / سپورټي / د ماليې وزير د کرکټ بورډ د اجرائيوي رئېس کارونه وستايل

د ماليې وزير د کرکټ بورډ د اجرائيوي رئېس کارونه وستايل

کابل ، ٢٤ ثور ۱۳۹۰
د افغانستان د ماليې وزير او د کرکټ بورډ مشر ښاغلي حضرت عمر زاخېلوال نن د خپل وزارت په مقر کې د افغانستان د کرکټ بورډ له اجرائيوي رييس نسيم الله دانش سره وليدل.
په دې ليدنه کې نسيم الله دانش د کرکټ بورډ مشر او د ماليې وزير ښاغلي حضرت عمر زاخېلوال ته د کورني او نړيوال کرکټ په اړه تازه او وروستي معلومات ورکړل او د افغانستان د بېلا بېلو لوبډلو د سفرونو او لوبو په اړه يې هم خبرې وکړې.
نسيم الله د انش دغه راز ښاغلي زاخېلوال ته، پاکستان ته د خپل وروستي سفر او د پاکستان د کرکټ بورډ چارواکيو سره د ترسره شويو خبرو اترو په اړه معلومات ورکړل چې له مخې به يې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ درې يو ورځنۍ سيالۍ ترسره شي.
دغه راز په دې ليدنه کې د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې د افغانستان د زونونو د لوبډلو ترمنځ دروان کرکټ ټورنامنټ په اړه هم ښاغلي زاخېلوال ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې، دا سيالۍ د کرکټ په وده او پرمختګ کې مهم رول لوبوي.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر او د ماليې وزير ښاغلي حضرت عمر زاخېلوال د کرکټ بورډ د اجرائيوي درييس ښاغلي دانش فعاليتونه او کارونه مثبت واروزل او ستاينه يې وکړه.
هغه زياته کړه چې د نسيم الله دانش په مديريت کې د افغانستان کرکټ په اداري او د لوبو په برخه کې پرمختګونه کړي او ښې لاسته راوړې هم لري.
ښاغلي زاخېلوال د کرکټ بورډ اجرائيوي مشر نسيم الله دانش سره له خپل لوري د بشپړ ملاتړ تر څنګ ښاغلي دانش ته سپارښتنه وکړه چې خپلې چارې له بشپړ واک سره په غوره توګه پرمخ بوځي.
د يادونې وړ ده، چې نسيم الله دانش د روان زېږديز کال د جنورۍ په مياشت کې دافغانستان د کرکټ بورډ د اجرائيوي رييس په توګه ټاکل شوى و.