د جان کيري ليدنه کتنه

د لراوبر اداره | مې 16th, 2011


د اوسنۍ تیکنا لوژی څخه په مننه چی داوسنی جهان دغه راکړه ورکړه او سیاسی پیښی په څومره چټکتیا سره د انسانانو عامه ذهنتوته رسیږی او نشریږی خو بر عکس دتیرو سوه تاریخی مر حلو په جر یان کښی د پیښو او سیاسی حوادثو څخه خبریدل او وه یوی ټولنی و اتباعو ته دمعلو ماتو او خبر تیا په خاطر و ډیر وخت ته ضرورت احسا سیدی. خو نن ورځ دسیاسی مسایلو څخه نیولی بیا تر اجتماعی او مد نی ژوند تر مسایلو پوری ټولی اړکی او معلومات په ډیره لږه موده کښی نشر او خپریږی چی ښه مثال یی هم زموږ د نیکونو او پلرونو په میراث را پاتی تی خاوری په مورد کښی هره ورځ نوی فیصلی او تصمیمونه د بیګانه وه لخوا او دداخلی هغو دوښمنانو له خوا چی خپل موجود یت په افغانی ټولنه کښی تر سوال لاندی همیشه نیسی اود لوی خراسان او تجزیی او فیډرالیزم په خوبو کښی لاهودی ؛ خو ددی اوسنی ملی او بین المللی پیښو دالهام څخه په اخستلو او ددغی تیکنا لوژی په برکت نن سیاست عام او جهانی سوه په ډیره خو ښی باید ووایم چی زموږ غښتلی او بیداره ولس نن ورځ په ټولوداخلی او خارجی د سیسو او پریکړو چی دوښمنان یی پخپلو سیاسی بر نامو کښی ترحه ریزی کوی ښه په خبر او پو هیږی چی ؛
داو سنی جهانی او استعماری سیاست پریکړی زموږ د ملت او زموږ د خاوری پر قلمرو باندی په ډیره بیړه او چټک تیا سره ورځ تر بلی په ډیر زور سره دیوی سیاسی پیښی ځای بله سیاسی پیښه ډکه وی چی جهانی قدرتونه هم دهمدی خپلی ستراتیژی د پلی کولو دپاره دهری ورځی په تیریدو سره کو ښښ کوی چی هغه شوم پلانونه چی د پردی تر شا جوړ سوی وه ؛ او اوس دادی په حالت دعملی کیدو کښی دی . ددوی د داخلی کرایه نشینو( یعنی شورایی نظار) چی وهر نوعه معملی ته د افغانستان د تجزیی دپاره د بین المللی قوتو سره هم نظره او هم فکره دی همدا ډول پاکستان چی هم په ډیره بیړه اوتلوار سره کوښښ کوی چی په جنوبی غرب حوزه کښی د طالبانی رژیم د جوړولو په خاطر هر نوعه جنایت ته ملا تړلی ده چی غواړی امریکا یان او ددوی داتیلاف و نورو غړو هیوادوته دقناعت ورکولو او دامتیاز اخستو لو په صورت کښی دادی ورځ تر بلی ټول هغه پټ پلانونه و سیاسی ډګرته را ښکاره کیږی او عملی تحمیل سوی چهره خپلوی . چی ښه مثال یی د بین المللی جګپوړو سفرونه او ملاقاتونه چی د مزار د والی سره تر سره کیږی. د مزار د والی عطا محمد سره پدی اواخرو کښی د فرانسی ؛جرمنی؛او انګلیستان د جګپوړو سره ملاقات تر سره سوی دی؛ چی شورایی نظار خو لا پخوا د یوداسی ورځی او تحول په امید کښی خپلی شپی او ورځی په حساب شمیرلی .
د امریکی د سناتور جان کیری ملاقات چی د مزار د ولایت دوالی اعطامحمد سره ۱۴/۰۵/۲۰۱۱ تر سره شوه دا وملت ته نوره هم واضع سوه چی په کابل کښی خو ریس جمهور لا ژوندی او بر حاله دی او د خپلی ډلی ټپلی سره په چور او چپاول مصروف دی خو دامریکا جیک پوړی سناتور جان کیری د مزار والی اعطا محمد انتخاب کړی چی د القاعدی د تروریستی شبکی دمشر دوژل کیدو او دپاکستان رول د تروریزم به جګړه کښی ورته معلومات ور کړی اوس سوال دادی چی دمزار دولایت مقام د افغانستان تر نورو والیانو تر مقام ډیر لوړ دی چی دامریکی جیک پوړی سناتور همدی دخپلی لیدنی دپاره انتخاب کړی . په هند کښی د امریکی دسفیر نظر اوس هغه دی عملی خواته درومی نوموړی سفیر پخبلو خبرو کښی ویلی وه چی د افغانستان د سیاسی بهران دختمیدو یوه ښه لاره دافغانستان پر دوبرخو ویشل دی چی دجنوبی غرب حوزه او شمال حوزه ده چی وروسته نوم وړی سفیر خپل دغه نظر او بیان وکانګریس ته مخکی کړی چی کانګریس پردی غور او تصمیم ونیسی . نو لکه مخکی چی می عرض او بیان کړل پلان د تجزیی زموږ دداخلی او خارجی دوښمنانو لخوا ترتیب سوی او دوخت په تیریدو سره به بیا اشغالګر او استعمارګر قوتونه افغان بیچاره ولس ته د یوی نوی تحمیل سوی خط اعلان او دجدایی کرښه کش کړی .
نو خدای دی زموږ د تولو پر حالت باندی پخپل لوړ او عظیم قدرت سره ورحمیږی ؛ مکمل درودیرش کاله یی یو او بل سره وجنګولو څه کم دوه میلیونه انسانان موشهیدان ورکړل اووه میلیونه انسانان مو مهاجر او دنورو هیوادو په بیګانه وه ټولونو او کلچرونو کښی میشته او دهغوی پر عاداتو او خواصو یی د ژوند په جریان کښی په اجتماعی سیاسی او اقتصادی اړخونو باندی مستقیم تا ثیرات وارد کړل چی په نتیجه کښی مو نسلونه بیګانه او دوخت ا و زمان په تیریدو سره د افغانیت هویت هم تر سوال لاندی راغلی.
آیا دافغانستان دخلګو هغه جهاد چی دروسی دله منځه وړولو په خاطر دساړه جنګ په جریان کښی دپاکستان د هغو هفت ګانه وه او په ایران کښی دهغو هشت ګانه وه احزابو له خوا چی د۱۹۷۸ کال را په دی خوا شروع سوی وه چی څه کم دوه میلیونه شهیدان او اوه میلیونه مهاجر او په نتیجه کښی ملک په خرابه تبدیل او هغه یو اونیم زیر بینایی نهادونه او دولتی سیستم او ارګان چی په ملک کښی موجود وه له منځه ولاړل او داستعمار ګرانو دخوښی اومطابق په مملکت کښی دیو خاص ارجو مرج فضاه خپره سوه چی دا لړی لا تر اوسه دوام لری آیا دا ټوله دهم دی ورځی له پاره شروع سوی وه؟ چی یو ځل بیا دافغان ملت پر زړونو باندی د استعمار توره کرښه راکش سی چی په نتیجه کښی ملک پر دو برخو یعنی پر شمال او جنوب حوزو د یو ی مشخصی او پوټی ستراتیژی له مخی باندی تقسیم سی ، هو چی دا شوم پلانونه ټولو ابر قدرتو پخپل وخت او زمان کښی تر خپل قیادت لاندی نیولی وه په کومک اومرستی دهغو خپلو داخلی دوښمنانو چی نن ورځ یی قبر هم ندی معلوم هر چا چی ودی زوریدلی ملت ته په سپکه کتلی دی او یا دکتلو خیال ورسره وی سرنوشت به یی دتیرسو هغو استعمار ګرانو په شان سی چی نن په دی جهان کښی بیا ځای او جایګاه نلری.

Copyright Larawbar 2007-2024