غــــزل
ستا په ديدار ستړی دماغ هوسايي مومي
لکه د ورځي چي څراغ هوسايي مومي
د ناز کتل يې اندېښنې په راحت مينځي
شبګير وجود مي په فراغ هوسايي مومي
هجران ځپلی چي په وصل کي لاهو سي
بيا يې د خوار زړګي هر داغ هوسايي مومي
که د يؤ موټي په څېر نن پښتون خپل ځان کړ
په خپلواکي بې * محکوم باغ هوسايي مومي
پخپل ديار کي چي اخته څوک په روزګار سي
که څه ډنګر وي ، که څه چاغ هوسايي مومي