د مرګ وريځه
دوى خو ګل په کاڼو ولي ، خداى وهلي دي دا خلک
کاڼي بل چا دي ورکړي ، غولېدلي دي دا خلک
د سجدو کعبه ړنګېږي ، د طواف رسم به ورک شي
تور لښکر د ابرهه دى ، چې راغلي دي دا خلک
دا زموږ ماشومان ګوره ! ساه نيولي پرېشان ګرځي
د مرګ وريځه پرې خپره ده ، دم ختلي دي دا خلک
بيا ګردونه د ګامو دي ، بيا تابوت پر اوږو بار دى
بيا په کلي کې غوغا ده ، چا ويشتلي دي داخلک ؟
د جومات مخه خالي ده ، بس تش باد کلي کې ګرځي
څومره لويه خاموشي ده ، چا وژلي دي دا خلک ؟
دا سپېرې چاودلې شونډې ، خدايه بېرته په خندا کړه
له اوږدو – اوږدو وختـــــــــونو ژړېدلي دي داخلک