کور / تازه خبرونه / كندهار:په خوجك باباكې پركاناډايي سرتيروبريدوسو

كندهار:په خوجك باباكې پركاناډايي سرتيروبريدوسو

دكندهارښارپه خوجك باباسيمه كې لس نږدي لس بجې پركاناډايې سرتيرودموټربم حمله وسول .


په پېښه كې تراوسه پوري يوازي ددروتنودمرګ ژوبله ښكاره سوي خوسيمې ته امنيي كسان په خلاص مټ څوك نه پريږدي.


كله چې دپېښي ځاي ته ورغلم دسړك پرغاړه دموټرسايكلوله يوه دوكان  اويوه ماركيټ څخه چې په سيمه كې موقيعت لري داورلمبې اوتور لوګې پورته كيدل .


داوروژني حمله هم سيمي ته رارسيدلي وخودبهرنيوسرتيروله ترشلودقيقوپوري دداخېليدواجازه نه وركول كيدل چې دماركيټ اورووژنې ،خوورسته دماركيټ څودوكانونوچې اوريي اخيستي ومړكړل سو.


بريددسراچه موټرپه وسيله سوي چې دكاناډايې سرتيرودګزمي موټريي په نښه كړوو.


دبهرنيوسرتيورله يوې شوبلې څخه لوګې پورته كيدل خوقهرجنوسرتيروپه توپكوګواښنه كول چې څوك دي نږدي نه ور ځې .


په پېښه كې ديوه وژل سوي ملكې وګړي جسداويوبل ټپي سوي كس موپخپله وليدل خودنورپه اړه مومعلومات ترلاسه نه كړل .