کور / شعر / د هجر توری شپی

د هجر توری شپی

ما ترینه یو جام د اوبو سوال وکړو
تا سمندر دا هم ښی تروی راکړی


ما درنه په سپینه ورځ خوله وغوښته
تا راته د هجر توری شپی راکړی


ماوی څه آزاد به یم ستا مینه کی
تا راته بی شماره زولنی راکړی


ما که دا خپل سر له تا قربان نه کړ
تا راته جانانه خولګی ښی راکړی


ما خو د انګور اوبه غوښتلی وی
تا په پیمانه کی ښی ترخی راکړی


دا سرتور به ټول عمر تا هیر نه کړی
تا چی دا د مینی څو شیبی راکړی