کور / تازه خبرونه / درنې چاودني تر سلو زيات مړه او ژوبل کړه

درنې چاودني تر سلو زيات مړه او ژوبل کړه

د هغه درندې چاودنې له امله چې نن مازدیګر د څلورو بجو په شاو خوا کې د بغلان  د قند  فابریکې ته نیږدې وشوه  د پارلمان د۶تنو غړو په ګډون  تر سل تنو ډیر مړه او ټپیان شوی دی  .


د کورنیو چارو وزارت ویاند منلې چې په دې پیښه کې دپارلمان د ۶ تنو غړو په ګډون ۲۸ تنه مړه او ۵۹ تنه نور ټپیان شوی دی . د نوموړی د وینا له مخې په ټپیانو کې د پارلمان دوه تنه غړی هم شامل دی .د برید  ډیره قربانیان د ښونځیو زده کونکی او ولسی وګړی دی چې د پارلمان د غړو د هرکلی لپاره دقند فابریکې مخې ته راټول شوی و.


 د باوری سرچینو له مخې په وژل شوو کسانو د ولسی جرګې غړی او د متحدې جبهې ویاند  سید مصطفی کاظمی ،د تخار ولایت څخه  په پارلمان کې د هغه ولایت استازی  صفت الله ذکی ،د ولسی  جرګې غړی او د هلمند ولایت استازی  انجینیر عبدالمتین ، په ولسی جرګه کې د کابل د خلکو استازی عارف ظریف، د ولسی جرګې غړی اود قندز ولایت د خلکو استازی حاجی نازک میر سرفراز او په ولسی جرګه کې د کنړ ولایت د خلکو استازی حاجی رحمان  هم شامل دی . په  چاودنه کې د کاظمی ساتونکی  هم شامل دی .


افغان ولس مشر حامد کرزی د یوې وینا په خپرولو او ولسی جرګې د یوې بیړنی ناستې په جوړولو سره  ددغه غم لړلې پېښې سخته غندنه کړې او دا کار یې د هېواد  د سولې ، ثبات او پرمختګ د دښمنانو کار بللی دی  او له دې امله یې په ټول هېواد کې درې ورځې ماتم اعلان کړی دی .


عيني شاهدانو د لراوبر ويبپاڼي د کابل څانګي ته دټيلفون پر کرښه د سلو تنو د مرګ ژوبلي خبر ورکړی دی . تر دم ګړۍ دا نه مالومه چې دا چاودنه وه او که ځانمرګۍ برید وو . ځینو عینی شاهدانو دا پېښه یو ځانمرګۍ برید او ځینو نورو بیا یوه بمی چاودنه بللې چې د ریموټ کنترول له مخې ترسره شوې ده .په برید کې د بغلان والی  محمد علم اسحق زی ، امنیه قوماندان او نورو لوړ رتبه چارواکو ته هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی او یو شمیر سیمه ایز اوسیدونکی پولیس او امنیتی چارواکی په دې تورنوی چې د ولسی جرګې د غړو د راتګ په موخه یې ټینګ امنیتی تدبیرونه نه وو نیولی .


د ولسی جرګې ۱۳ کسیز پلاوی نن سهار د کابل څخه د بغلان او کندز په لور روان شوی وو ، چې په پلخمری کې د سمنټو د فابریکې له کتنې وروسته د نوی بغلان ولسوالی کې د قند فابریکې ته نیږدې له دې ویره ونکی خونړی پېښې سره مخامخ شول . ویل کیږی چې دغه پلاوی نیت درلود د قند فابریکه پرانیزی .


Photo