کور / تازه خبرونه / په بغلان کې ځانمرګي برید درنه مرګ ژوبله اړولې.

په بغلان کې ځانمرګي برید درنه مرګ ژوبله اړولې.

 


دولسي جرګې منشي سلجوقي لر او بر افغانستان ویبپاڼې ته وویل چې نن مازدیګر دبغلان ولایت دقندو په فابریکه کې دځانمرګي برید له امله دولسي جرګې داقتصادي کمیسیون مشر سید مصطفی کاظمي په ګډون درې دپارلمان نور غړي وژلي، او دغه راز یې زیات ټپیان کړي، دبغلان ولایت ځینو چارواکو ویلي چې پدغه ځانمرګي برید کې ۹۰ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي، لا تراوسه پدې اړه امنیتي چارواکو کومه رسمي اعلان ندی کړی، دسلجوقي په وینا دپارلمان اقتصادي کمیسیون دخلکو دشکایتونو اوریدو ته ورغلي ول، پیښه په څلور بجو نن شوې.


لراوبر ويبپاڼي ته د پيښې څخه سمدستي وروسته رارسيدلو خبرونو کي ويل سوي دي چي په دې ځانمرګي بريد کي تر سلو زيات کسان مړه او د پنځوس شاوخوا ژوبل سوی دي، نا تايد سوي راپورونه وايي چي د مړو له جملې څخه پنځه تنه د ولسي جرګې وکيلان دي ، په دې مرګ ژوبله کي يو شمېر نور دولتي چارواکي هم شامل دي .


Photo